د سينهوا اژانس دخبر له مخی د ناتو بلاک مامور د جون په ٦نيټه وويل چی د ناتو بلاک غړو هيوادونه رومانيا ،هسپانيا او هالنډ به د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د عادی کيدو دپاره چی د سږ کال په سپتمبر کی پر ځای شی ،افغانستان ته عسکر ور وليږی .
ټاکل شوی چی د افغانستان لومړی پارلمانی انتخابات د سپتمبر په ١٨ نيټه جوړ شی .هغه وخت به نوی عسکرد کانديدانو او د رايګيری مرکزو د ساتلو کارونه په غاړه واخلی .
د ناتوبلاک په مشرۍ د بين المللی امنيت ساتوونکی عسکر ٨ زرو ٣ سوو تنو ته رسيدلی او د امنيت او سولی د ساتلو دپاره د افغانستان په مرکز کابل او شمالی او لويديځو سيمو کی ميشته شوی دی .