<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-09 18:23:21    
د نفت ګر تورسون جان انی يوه ورځ

cri

ګرانو اوريدونکو، د چين د شمال لويديځ د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاره سيمه کښی د نفتو غنی زيرمی شته، د دې سيمې په شمال کښی د کرامايی په نامه يو ښکلی ښار شته چه هلته د چين په لويديځه سيمه کښی د نفتی کيمياوی صنائعو تر ټولو لوی مرکز دی او د نفتو د ايستلو کارګرو له ډيرو لويو استوګنځيو څخه هم شميرل کيږی٠ نو په نننی پروګرام کښی به تاسی د نفتو د ايستلو د يوه کارګر تورسون جان انی سره اشنا شئ او په يوه ورځ کښی د ده د کار او ژوند په باب څه معلومات واورئ٠

د کارګر تورسون جان انی د ژوند او کار منظم عادت دا دی چه د هره ورځ په لوی سهار پاڅيږی او د نيم ساعت دپاره ورزش کوی او په همدې وخت کښی د ويغور د قومی سندرې له ويلو سره هم شوق لری٠ د سهار په نهو بجو هغه پر وخت د کار ځای يعنی د نفتو د څا د برمې ټيم ته ځی او خپل ورځنی کار پيل کوی٠

د ويغوری قوم مسلمان کارګر تورسون جان انی چه عمر يی له ديرشو کلونو څخه څه زيات دی، د کرامايی په ښار کښی زيږيدلی دی او پلار يی هم د نفتو د ايستلو کارګر دی٠ هغه د کوچنيتوب په عمر کښی به کله نا کله د خپل پلار له خولې څخه د نفتو د څا د برمې د ټيم په باب کيسې اوريدلې٠ نو له لوئيدو نه وروسته تورسون جان انی هم د پلار په شان د نفتو د ايستلو کارګر ګرځيدلی دی٠ اوس هغه يو وتلی تجربه لرونکی کارګر دی٠

د تورسون جان انی ټيم په پراخه صحرا کښی پروت دی چه هلته د کرامايی له ښاری سيمې څخه څه دپاسه شل کيلومتره ليری دی٠ په دی ورځ کښی خبريال له تورسون جان سره يو ځای د نفتو د څا د برمې ټيم ته لاړ چه هلته د برمی لوړ برج د لمر په رڼا کښی ولاړ دی او د برمې د ماشين دربهار اوريدل کيږی٠

څه دپاسه لس کاله کيږی چه تورسون جان د نفتو له ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته په نفت لرونکی سيمه کښی کار کوی٠ په دی موده کښی هغه د تمريناتو له لاری په ښه شان سره د نفتو د څا د برمې مهارتونه زده کړی او غنی تجربې يی راغونډې کړيدی٠ اوس هغه د خپل ټيم د سرپرست رئيس په حيث مقرر شويدی٠ د يوه ځوان په توګه تورسون جان ادعا لری چه په عصری طريقې سره خپل ټيم اداره کړی٠ هغه وويل چه اوس ټولنه د چټک انکشاف په حال کښی ده او پوهې او علوم کال په کال نوی کيږی٠ د کارګرو کمالات او فضيلت بايد د اوسنی ټولنې له انکشاف سره سمون وخوری٠ نو مونږ بايد د علمی ادارې له لاری د کارګرو افکار لوړ کړو٠

تورسون جان په کارونو کښی ستر برياليتوبونه ترلاسه کړی او له کارګرو سره د دوستۍ او هماهنګۍ په فضاء کښی کار او ژوند کوی٠ د هغه د ټيم ټول غړی وايی چه تورسون جان يو ښه کارګر دی او يو ښه مشر هم ګڼل کيږی٠ په دوبی کښی د صحرا د هوا حرارت پنځه څلويښتو درجو ته رسيږی، د تودوخی وهلو د مخنيوۍ دپاره تورسون جان هره ورځ د لوازمو له څانګې سره مشوره کوی او له دوی څخه غوښتنه کوی چه کارګرو ته يخې اوبه او شرابتونه وليږی٠ هغه کله نا کله له کارګرو سره يو ځای سپورتی لوبې کوی او په کلتوری فعاليتونو کښی ګډون کوی٠ د دغو فعاليتونو د اجرا کيدو په اثر هغو کارګرو چه د اوږدې مودې دپاره په صحرا کښی کار کوی، صميميت او نيکمرغی احساس کړيده ٠

د نفتو د څا د برمې د سکو مدير پولاتی يو تجربه لرونکی کارګر دی او د نفتو د څاګانو د برمې په چارو کښی يی څه دپاسه ديرش کاله تير کړيدی٠ هغه د تورسون جان د ستاينې په وخت کښی خبريال ته وويل چه تورسون جان يو کنج کاوه او ترقی غوښتونکی کارګر دی٠ هغه اصلأ په خپلې مورنی ژبې يعنی ويغوری ژبې خبرې کوی، خو د کار د ښه کولو دپاره يی په کوشش سره د چين ملی ژبه زده کړيده ، هغه له کارګرو سره ډيره مينه لری او د هغوی ډيره پاملرنه کوی٠ مثلأ په ٢٠٠٢ کال کښی يو کارګر د کار په وخت کښی ټپی شو، تورسون جان د نفتو د څا د برمې د ټيم د مرستيال په حيث په څه دپاسه يوه مياشت کښی د دی کارګر پوښتنه کوله او د نوموړی کارګر روغتيا ساتنې ته يی پوره پام اړولی ؤ او هره ورځ به يی هغه ته څښاک او خوراکونه سپارل ٠

تورسون جان يوه نيکمرغه کورنۍ لری ، د ده ميرمن چه يوه ډاکټره ده، د ده له کارونو څخه ډير ملاتړ کوی ٠ دوی يو څلور کلن زوی لری، خو تورسون جان د کار په اثر د خپلې ميرمن او زوی ښه پاملرنه نشی کولای ٠ نو زړه يی ناارامی احساسوی٠ البته هغه د رخصتۍ په وخت کښی هرومرو له دوی سره يو ځای د خوښۍ او خوشحالۍ نيکمرغه موده تيروی٠