د چين د بين المللی راډيو دخبر له مخی د افغانستان د کورنيو چارود وزارت نطاق د جون په ٩ نيټه مطبوعاتی ذرايعو ته وويل چی په کابل کی تښتول شوی ايتاليايی ښځينه يرغمله کليمنتينا کانتونی په همدی ورځ خوشی شوی ده .
دخبر له مخی د هغی اوسنی روغتيايی حالت ښه دی .د بل خبر له مخی د ايتاليی خارجه وزير جنفرنکو فينی په همدی ورځ په روم کی د خپل نطاق له لاری نوموړی خبر تصديق کړ .د ده نطاق دا خبر رد کړ چی د ايتاليی حکومت د نوموړی د خوشی کولو دپاره تښتوونکو ته پيسی ور کړی دی .