د سينهوااژانس د خبر له مخې د فنلند د بهرنيو چارو وزارت د جون په لسمه نيټه په يوه ابلاغيه کې وويل د هغه هيواد حکومت به د افغانستان پارلمان ته دانتخاباتو دپاره دوه مليونه يورو پيسې برابرې کړي ٠ د افغانستان پارلماني انتخاب چې د سپتمبر په اتلسمه نيټه به ترسره شي د افغانستان په تاريخ کې لومړني پارلماني انتخاب وي ، په هغه وخت کې به څه دپاسه درې زره تنه کانديدان په ولسي جرګه کې د دوو سوو نه څلويښتو څوکيو او د سلهاوو ولايتي شوراګانود څوکيو د ترلاسه کولو دپاره هڅه وکړي ٠ تيرکال فنلند د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو دپاره يو مليون يورو پيسې برابرې کړې ٠
|