<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-11 15:54:53    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ګرانو اوريدونکو اسلام عليکم !

زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ دا دې بيا ستاسو په خدمت کی يو ، هيله ده چه د خپرونې تر پايه پورې له مونږ سره واوسی .په همدی هيله به د خپرونې لومړی ليک راواخلو چه دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع کوهاټ ګهمکول لومړی نمبر کمپ نه زمونږ دوست او دايمی اوريدونکی ښاغلی ښوونکی سلطان محمد خياط کامه وال صاحب راليږلی او مونږ هر يوه ته يی په جلا جلا توګه سلامونه ليکلی او وروسته له سلامونو نه ليکی چه د مونږ او اوريدونکی دخپرونې وخت ډير لږ دی بايد دغه وخت نور هم زيات شی ، تر څو د ډيرو اوريدونکو ليکونه ، غوښتنې ، وړانديزونه او په زړه پورې شعرونه او مضمونو نه خپاره شی . محترم ورور سلطان محمد کامه وال صاحب د خپل اوږ او په زړه پوری ليک په ترڅ کی ټوکی ، معلومات ، وړانديزونه او ګيلی هم ليکلی او د نورو ليکونو په شان وايی چه زما ليکونه ولی نه خپريږی ، ايا زما په ليکونو باندی مو بنديزونه لګولی دی يا کوم بل علت دی ؟

جونګ – ګرانه وروره سلطان محمد کامه وال صاحب د پښتو څانګی ټول کارکوونکی تاسو ته هم سلامونه واي یاو د سلامونو نه وروسته بايد ووايو چه ستاسو ټول ليکونه په تيرو خپرونو کی نشر شويدی ، دا چه تاسو تر اوسه پوره نه دې اوريدلی ، زمونږ د خوا شينې سبب شو په هر حال مونږ ستاسو ټول هغه ليکونه چه مونږ ته رارسيدلی دی هغه مو خپاره کړيدی ډاډه اوسی او د وړانديزونو او انتقادونو په برخه کی مو بايد ووايو چه هغه به په نظر کی ونيسو او که چيرې امکانات موتر لاسه کړل ، هرومرو به د مونږ او اوريدونکی د خپرونې د وخت په زياتيدو کی

ګامونه اوچت کړو خوشحاله اوسی ، ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد غزنوی کالونې بايی پاس روډ نه محمد عثمان مردانوی صاحب راليږلی اود سلامونو نه وروسته زياتوی چه ستاسو ليک او بېجينګ مجله مو تر لاسه کړه له تاسو نه ډيره مننه کوم .مونږ به هم تاسو ته د پښتو او اردو ژبو مجلې دروليږو .

جونګ – محترم ورور مردانوی صاحب ، زمونږ سلامونه هم ومنې . دا چی زمونږ ليک او مطبوعات مو تر لاسه کړيدی . ډير خوشحاله شولو ، که چيری تاسو هم مونږ ته کومی مجلې او مطبوعات راليږلی ، نو ستاسو به له مونږ سره ډيره مرسته وی . هيله ده چه دغه فرهنګی اړيکی د تل دپاره له مونږ سره وساتی . بريا لی اوسی .

رمز – دا ښکلی او دګل او پاڼؤ ليک زمونږ دايمی اوريدونکی شاعر اوليکوال بدرالدين فريادی صاحب د صوبه بلوچستان پشين کلی تراڼې نه رااستولی او په همدې ليک کی يی دخپلو ملګرو هر يوه : محمد نعيم ازاد ، لعل محمد ساحر ، عبدالوجد پرديسی او رحمت الله کاکړ نومونه هم ليکلی او بيا يی مونږ ټولو ته ګيډی

ګيډی سلامونه هم ويلی دی . ښاغلی بدالدين فريادی صاحب د خپل دغه ليک په مل يو شعر هم رااستولی دی چه زه به يی ولولم :

په زوندون کی هر ارمان زيږی له مينې

ايی عاکه غم داستان زيږی له مينې

که ارزوده لمه جنون دی که بيلتون دی

که فرياد دی له زندان زيږی له مينې

په جهان کی څه بی شمير نومونه اورم

د زړه خوښ نوم د جانان زيږی له مينې

چه په مينه کی هر څوک پر زړه کی راغی

د اور غل دغه هجران زيږی له مينې

د پتنګ په شان چه هسی په اور سوزی

دا ظملمونه په خپل ځان زيږی له مينې

که دا ووايم لا هم پکی شک نشته

فريادی چه دا ايمان زيږی له مينې

جونګ – ډير ښکلی شعر ؤ او فريادی صاحب او نورو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او د ګل په شان د ښکلی ليک او پيرزوينو څخه يی مننه کوو . د دوی د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد پيښور چارسدی روډ خزانی کمپ نه معشوق جان کامه وال او عاشق الله راليږلی او د سلامونو نه وروسه يی په خپل ليک کی يوه ګيله هم کړيده چه زه د تير کال په راډيوی سيالی او هم د همدی کال په راډيوی سيالی مستحق وګنل شوم . ما داسی فکر کاوه چه چين ته د سفر بلنه به راته راکړی . خو اوس چه مو کومه جايزه راته استولی ده ، يوازی تش پاکټ دی او کومه جايزه پکی نشته . زما دا ډول جايزه فبوله نه ده .

جونګ – محترمو وروڼو معشوق جان کامه وال صاحب او عاشق الله صاحب ،ستاسو ګيله په سترګو منو . خو بايد ووايم چه په راډيوی سيالی کی برخه اخيستل او ستحق کيدل ، يوازی ما دی ارزښت نلری ، بلکی معنوی ارزښت هم لری . مونږ څو څو ځله په تکرار سره ويلی دی چه په راډيويی سيالی کی هر هغه څوک چه د جايزی

مستحق ګڼل کيږی . د لومړی درجی جايزی وړونکی د دوهم ځل دپاره د سی ار ای د

ټولو بهرنيو خپرونو د لومړيو جايزو وړونکو په لست کی د پچې اچولو او قرعه کس دپاره شامليږی او بيا د همدې پچی اچولو له لارې اوه تنه ټاکل کيږی چه دا کار زمونږد تيرې سيالی د نتيجو د اعلان نه ورورسته وشو او ګټونکی کی يوازی اوه تنه د مختلفونوهيوادونو څخه ؤ او چين ته يی سفر هم پايته ورسيده او هغه جايزه چه تاسو يی مستحق شوی وی ستاسو په پته مو درليږلی ده ، دا چه هغه مو په څه ډول تر لاسه کړيده . مونږ هم پری نه پوهيږو . ستاسو د خوشحالې په هيله .

رمز – او د نن پروګرام دا وروستې ليک دپاکستان د صوبه بلوچستان ژوب څخه زمونږ محترم اوريدونکی بشريار مندوخيل راليږلی او دسلامونو نه وروسته يی د تل په شان زمونږ د پښتو خپرونې په اړه نيکی هيلی او د زړه له کومی ستاينې څرګندې کړيدی او د ليک په پای کی يی يو شعر هم ليکل یدی ، خو د شعر په ځينو ټکو يی دا ملايی ستونزو له امله مو پوه نشولو او د دې دپاره مو خپور نه کړ چه خدای مه کړ غلط يی ونه لولو.

جونګ – بشريار مندوخيل صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو او هيله لرو چه په راتلونکی کی هم ليکونه راواستوی .