د پاکستان د اريانا پښتو ادبی تنظيم له خوا د سيدوارث حنيفې او ملګرو يی د سيالی ليکونه :
د قددړو ډير ښاغلو د چين بين المللې راډيو پښتو څانګی کارکوونکی اسلام عليکم ! سلامونه موقبول کړی روغ جوړ او برياليتوب موغواړم . پروګرامونه مو اورو ډير په زړه پوری دی . د نوروز په ورځ په خپل دفتر کی ناست ؤم څه غونډه وه په دې کی ورسته مونږ پرتاسی يوه لنډه کتنه وکړه چه عنوانې يی ؤه مونږ او د چين بين المللی راډيو .په دې کی هر چا خپل خپل نظر څرګند کړ ، مونږ له هغو نظرنو څخه يو څو ستاسی په مخ کی ږدو .
د چين د بين المللې راډيو پښتو څانګی ټول پروګرامونه اورم په ټولو پروګرامونو کی يی د مونږ او اوريدونکی پروګرام په شوق او مينې اورم . محب الله الفت
د چين بين المللی راډيو هميشه اورم معلومات تری حاصلوم او د خپلې پښتې مينې تنده پری ماتوم ، کاميابه اوسی . عثمال اريوبی
د چين بين المللې راډيو په خپل وخت اورم د مونږ او اوريدونکی د چينې ژبی لوست او نور معلوماتی پروګرامونه ډير په شوق سره اورم .بشيرعربزی .
د چين د بين المللې راډيو يو اځينې راډيو ده چه په يوه ساعت کی دوه خپرونې لرې پروګرامونه يی لنډخايسته او معلوماتې : رنګارنګ ګلونه ، چينې ژبی لوست ، چين ته سفرونه ، دخبرونو نه وروسته تبصره ، مونږ او اوريدنکی ، ښځه او ټولنه او ټول پروګرامونه مو اورم . ډير ښه دې خدای دی تاسی ته اجر درکړی . عزيز الرحمان
مونږ د چين د پښتو راډيو تر څنګ نوری راډيو ګانی هم اورو خو په ټولو کی د چين بين المللې راډيو پروګرامونه جلا او خائيسته دی . معلوماتی پروګرامونه يی تر ټولو وړاندی دی . پروګرامونه يی لنډ دی ، خو ډير معلوماتی دی . مونږ تری يو جهان مننه کوو . سيداسلام - سيدواحدالله .
د چين بين المللې راډيو پښتو خپرونه د نورو ژبو تر څنګ زمونږ د مونی ژبی پښتو ته هم اوږه ورکړی ، مونږ د چين راډيو ټولې خپرونې يعنې سهارنې او ماښامنې خپرونې په ډير شوق سره اورو . معلومات تری حاصلوو او خپله مينه پری ماتوو او د راډيو ټولو کارکونکو څخه ډيره ډيره مننه او کور وانی وايو . همايون اريوبی .
د پاکستان د محمد عاقل صاحب ليک :
د ليک په شروع کی مړی ستاسی د چين بين المللې راډيو پښتو څانګی کارکوونکو او همکاری کوونکو ته خپل سلامونه او نيکې پيرزوينې وړاندی کوم اميد لرم چه قبول يی کړی .
اميد لرم چه ستاسی پروګرامونه نور هم د ترقی په طرف روان شی . ستاسی نشريات ډير د ذوق مطابق وړاندی کيږی او زه محمد عاقل يی په ښه توګه سره اورم ، او نن ورځ ماستاسی د پروګرام دپاره يوه په زړه پوری جوړه کړی . هيله کوم چه د ستاسی د خنداوړ هم شی .
يوه ورځ ميږی ډير تيز روان ؤ چاپو ښتنه تری وکړه چه وروره ولی داسی تيز روان يی ؟ ميږی ځواب وکړ : ځم چه فيل وينی ته ضرورت لری وينه ورکوم .ليکوال محمد عاقل احمدزی .
ګله
څه حسين څومره زيبايی ښکليه ګله
هرسهار ډک له خندايی ښکليه ګله
ستا په سرو شونډو وږمی د مينې ناڅی
د بلبل د زړه نوايی ښکليه ګله
ستاسی نه ډيره مننه چه پخپل پروګرام کی زما د شعر دپاره ځای ورکړی . ستاسی د چين د پښتو څانګی اوريدونکی محمد عاقل .