د سين هوا أژانس د خبر لمخې په افغانستان کي امريکايي نظامي مقاماتو په دي اعتراف وکړ چه په افغانستان کي ميشته شوي امريکايي عسکر او حکومتي فوځ د رواني مياشتې په لسمه نيټه د ګزمې په وخت کي د وسله والو افغانانو له پټ بريد سره مخامخ شول او يو امريکايي عسکر مړ او نور درې تنه ټپيان شول چه دغه بريد د پکتيکا په ولايت کي وشو او امريکايي فوځ په وسله والو افغانانو باندي د متقابلې حملې په وخت کي حمله کوونکي الوتکه وليږله او اوه تنه افغان وسله والان ځاي پر ځاي ووژل شول ٠ د وروستيو ورځو راهيسې په دي ولايت کي په امريکايي فوځ باندي يو لړ بريدونه پيښ شول ٠