<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-13 16:35:57    
پنځه تنه امريکايی پوځيان په قندهار کښی له حملې سره د مخامخيدو په اثر مړه شول

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان پوليسی مقاماتو د جون په ١٣ نيټه خبريالانو ته دا خبره تائيده کړه چه لږ تر لږه پنځه تنه امريکايی پوځيان د قندهار په شاوخوا کښی د انتحاری چاودنې په اثر مړه شول چه دا د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسی د امريکايی عسکرو په مقابل کښی لومړی ځل انتحاری حمله وه ٠

د قندهار د ولايت د پوليسانو عمومی قوماندان وويل چه د همدې ورځې د سهار په نهو بجو د هرات او قندهار ترمنځ په عصری سړک کښی يو انتحاری حمله کوونکی د يوه هغه موټر په چلولو سره چه د چاودنې له موادو څخه ډک و، په قندهار کښی پر يوه امريکايی پوځی موټر باندی حمله وکړه چه په نتيجه کښی لږ تر لږه پنځه تنه امريکايی پوځيان مړه شول٠ امريکايی پوځيانو سمدلاسه د پيښې ځای مخاصره کړ او د هيليکپتر په وسيله يی مړې او ټپيان د امريکې نظامی اډې ته يوړل٠ د حمله کوونکی هويت اوس لا هم معلوم ندی او د مړو او ټپيانو شمير به هم د امريکې د پوځ لخوا تائيد شی٠