

دوه ديرش کلنه ښځه ياو می لين هره ورځ دکار کولو نه وروسته له خپلی لور سره لوبه کوی او ددی ژوند ته پام کوی ، تر څو چه لور خوب کوی ، ترهغه وخت پوری هغه په کورنيو چارو پيل کوی .هغی په نيکمرغۍ سره خبريال ته وويل چه که څه هم ډيره ستړی يمه ، خو دا لا هم د ارزښت وړ ده . ميرمن ياو د خوان پو په انکشافی سيمه کښی د محاسبی حرفه لری او په دفتری کار او کورنيو چارو بوخته ده . خو څرګنده يی کړه چه هغه لاره به ونه نيسی کومه چه کار پريږدی او په کور کښی پاتی شی . ددی په نظر دا به له خود شخص او بالاخره له کورنۍ نه يی بی برخی کړی ، دغه راز هغه هيله منه هم ده چه له کار نه خوند او هيجان احساس واخلی .
د يوه تازه تحقيقاتی راپور څخه څرګنده شوی کوم چه د ګوان تونګ ولايت د ښځو اتحاديی له خوا د ګرد ولايت په څه د پاسه ٢ زرو کورنيوکښی دښځو دټولنيز مقام د پلټلو نه وروسته وړاندی شوی ، هغه نظريه چه کورنی او خاوند دښځی د ژوند مرکزيت دی ، د اکثرو ښځو له مخالفت سره مخامخه شوه او په سلو کښی ٧٥ ښځو دا نظريه څرګنده کړه چه که د خپل خاوند معاش ډير لوړ وی او خپل کور زيات جايدادونه او پيسی ولری ، هغه به لا هم کار پری نه ږدی . له خاوند سره پاملرنه او د اولادونو روزنه کول دچين په عنعنوی نظرياتو کښی د ښځو دپاره تر ټولو نه مهمه وظيفه وه .خو د تيری پيړۍ په ټولنيزو لويو تحولاتو ا و بدلونونو کښی د ښځو
دخود شخص د تحقق د محدوديت او مخنيوۍ زړی نظريی په پر له پسی توګه د
ټولنی له خوا پريښودل شوی ،زيات شمير ښځی له کور نه وتلی او د نارينه ووپه شان يی په راز راز کارونو لاس پوری کړی دی .
په تيرو لس ګونو کلونو کښی په حکومتی چارو ، کارونو او اجتماعی فعاليتونو کښی دښځو مقام او نقش ورځ په ورځ وتلی او د ښځو ټولنيز او سياسی مقام په ښکاره توګه لوړ شوی ، دغه راز د خپلواکۍ طاقت او شعور يی په بيړه سره پياوړی شوی او د حرفو د انتخاب لاری يی لا پرخی شوی دی . د پلټنی له مخی اوس مخ په زياتيدونکو ښځو په کارونو کښی ګډون کړی دی . جامعه شناسی او د جون شان پوهنتون د ښخو او جنسيت د څيړونکی مرکز رئيسی لو اينګ وويل چه داستخدام د لوړ ميزان په اتکا د ښخو اقتصادی او ټولنيز مقام لوړ شوی او اقتصادی خپلواکۍ په کورنيو کښی د ښځو د مقام دتامين دپاره مهم مخکښنی شرط دی .
خو د توجه وړ موضوع دا ده چه په دی تحقيقاتو کښی شپيته فيصده خلکو له هغی نظريی سره موافقه درلوده کومه چه وايی د نارينه وو دپاره ټولنيزی وظيفی او د ښځو دپاره کورنی چاری ډيری مهمی دی . اوس په چين کښی کورنی چاری لا هم د ښځو له خوا دخپلی يوی ډيری مهمی وظيفی په توګه ګڼل کيږی .
٣٧ کلنه ښځه تان يو جو لږه موده دمخه داعلان په شرکت کښی له خپل کار نه چه معاش يی ډير لوړ دی ، استعفا وکړه او بالکل يوه کورنی ښځه وګرځيده . هغی خبريال ته وويل چه د نارينه او ښځو مساوات دا معنی نه لری چه نارينه او ښځی بيخی يو شان دی . د نارينه وو او ښځو د جنسی توپير پيژندل او دنارينه وو او ښځو د ټولنيزو کارونو د معقول تقسيم بشپړول د ټولنيزی ترقۍ څرګندونه ده . هغی زياته کړه چه اوس ټولنی پرمختګ کړی او اقتصاد شتمن شوی او مخ په زياتيدونکی
خلک د لوړ معيار کورنی ژوند ته ليوال دی .نو ښځی په کورنيو چارو کښی لا زيات رول لوبولی شی .
د جامعه شناسی لو اينګ په نظر له دی نه څرګنده شوی چه په کورنيو چاروکښی د ښځو نقش د ټولنی له خوا پيژندل شوی دی . د اولادونو روزنه کول او کورنی چاری په غاړه اخيستل اصلا د ارزښت په باب د ښځو د نظريی څرګندوی دی او ټولنی ته خدمت هم دی .
که څه هم ټولنی د کورنيو ښځو ارزښت او نقش پنژندلی ، خو دا معنی نه ورکوی چه زياتره ښځی د ژوند هغه طرز منی چه ښځی يوازی په کور کښی پاتی دی . برعکس ددوی په نظر ښځی بايد ښه کار او نيکمرغه کورنی ولری ، نو دغه معيار ته د رسيدو دپاره دچين ښځی بايد په خپل کار او کورنی کښی برابر ولټوی .