<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-16 17:29:30    
د چين د ملی اقليتونو سيمو چټک انکشاف موندلی دی

cri

ښاغلی يو لی جيون د چين د ٌ هه جه ٌ د قوم هيوادوال دی چه د چين د شمال ختيځ د وو سو لی د سيند په غاړه کښی اوسيږی٠ د ٌ هه جه ٌ د قوم نفوس يوازی څه دپاسه څلور زره تنه دی، دا قوم د چين له هغو قومونو څخه شيمرل کيږی چه نفوس يی لږ دی٠ پخوا د دی قوم خلکو يوازی د کبنيوۍ له لاری ژوند کاوه او توليدی طريقه يی ساده وه او د ژوند زمينې يی ښې نه وې ٠ يو لی جيون وويل چه اوسنی حالات ښه شويدی ٠ زمونږ په کلی کښی زيات شميراساسی تاسيسات په تير يوه کال کښی جوړ شويدی٠ مثلأ لارې هوارې شوی ، پلونه جوړ شوی، د نل اوبه او د تيلفون لين بيلا بيلو کورونو ته رسيدلی، کيبلی تلويزونی سيستم او د پروګرام له لاری کنټرولی تليفون هم په کلی کښی نصب شويدی٠ په علاقه دارۍ کښی پارکونه شته ، د ژوند چاپيريال مو ښه شوی او کيفيت مو هم لوړ شويدی٠

د ښاغلی يو لی جيون لخوا ذکر شوی بدلونونه په دی وروستيو کالو کښی د چين د حکومت د يو لړ امتيازی پاليسيو د تطبيق نتيجه ده ٠ د دغو پاليسيو د ٌ هه جه ٌ په شمول له هغو قومونو سره د مرستې دپاره جوړې شوې کوم چه نفوس يی له يو لک څخه کم دی٠

د چين له شپږ پنځوسو قومونو څخه د دوه ويشتو قومونو نفوس ډير لږ دی چه د دوی د نفوسو عمومی شمير يوازی څه نا څه شپږ لکه تنه دی او اکثريت يی د چين په سرحدی سيمو کښی اوسيږی چه هلته ترانسپورتی اسانتيا نشته او طبيعی چاپيريال خراب دی٠ نو ځکه د دوی دپاره لا زياتې مرستې او پاملرنې په کار دی٠

د چين حکومت له دغوقومونو سره د مرستې په باب يو لړ پاليسۍ جوړې کړې او زيات تدبيرونه غوره يی کړيدی، مثلأ په دی وروستيو وختونوکښی د کم نفوس لرونکی قومونو له انکشاف سره د مرستې په باب پلان تصويب شو چه د دی پلان له مخی به حکومت په راتلونکو پنځو کالو کښی له غربت څخه د دغو قومونو د بچولو دپاره کوششونه وکړی٠

د چين د قومی چارو د کميټې مرستيال مو بن لی وويل چه په راتلونکی کښی به ولسی حکومت د قومی سيمو انکشاف ته د چټکتيا ورکولو دپاره يو لړ نور مشخص تدبيرونه غوره کړی٠

د چين حکومت نه يوازی د ملی اقليتونو د سيمو له چټک انکشاف سره زياتې نغدی مرستې کوی ، بلکه د تخنيکونو، بااستعدادو کسانو، انفورميشن او پاليسۍ له لحاظه له قومی سيمو سره هم کمکونه کوی٠ د چين مرکزی حکومت د قومی سيمو د اساسی تاسيساتو أبادۍ ته په ډيره درنه سترګه ګوری او د اوسپنيزو لارو او عصری سړکونو د غزولو او د مخابراتو او اوبه لګولو د پروژو د جوړولو له لاری يی د دغو سيمو د اساسی تاسيساتو حالاتو ته ډير ښه والی ورکړيدی٠

د ښاغلی مو بن لی په قول، د دولت لخوا د ډيرو زياتو پانګو د اچول کيدو په اثر د چين په قومی سيمو کښی د پمبه وو ، ګنيو، تمباکو، نفتو، طبيعی ګازو او سکرو په شمول د منابعو تفوق پراختيا موندلی ، اقتصادی قوت په پر له پسی توګه پياوړی شوی او د بيلو بيلو قومونو د خلکو د ژوند سويه لوړه شويده٠ د احصايی له مخی ، په تيرو پنځو کالو کښی د قومی سيمو عمومی توليدی ارزښت هر کال په منځنی توګه په سلو کښی لس زيات شوی، د ملی اقليتونو د اوسيدونکو عائدات په سلو کښی لس زيات شوی چه د زياتيدو سرعت يی په ټول چين کښی تر ټولو چټک ښکاری٠

د چين حکومت د ملی اقليتونو د ژبو او ليک دودونو د استعمال او ساتنې په برخه کښی هم زيات تدبيرونه غوره کړيدی٠ د مربوطې څانګې مامور جو وۍ چيون وويل چه مونږ له يوې خوا د ملی اقليتونو لخوا له خپلو قومی ژبو او ليک دودونو څخه د استفادې دپاره د اقتصاد او ټولنې له لحاظه تر وسی پوری ښه چاپيريال رامنځ ته کوی او له بلې خوا د ملی اقليتونو په ښوونځيو کښی دا کار تشويقوو چه په دوو ژبو يعنی ملی ژبه او قومی ژبه زده کوونکو ته درسونه ورکړی ٠ له حقيقت څخه دا څرګنديږی چه په دوو ژبو سره درسونه ورکول د ملی اقليتونو د لا چټک انکشاف دپاره ګټور دی او د بيلا بيلو قومونو د خلکو او په تيره بيا د ځوانانو او ماشومانو د عمومی کمالاتو او پوهی لوړيدو ته هم ګټه لری٠

اوس په چين کښی ديارلس قومی پوهنتونونه او پوهنځی شته چه د محصلينو شمير يی له يو لکو شل زرو تنو څخه اوښتی او په سلو کښی اويا برخه يی د ملی اقليتونو زده کوونکی دی٠ د معلوماتو له مخی، اوس په چين کښی دری مليونه تنه قومی کدرونه شته چه له دی جملې څخه زياتره برخه له نوموړو قومی پوهنتونونو او پوهنځيو څخه فارع شويدی٠ دوی د قومی سيمو د انکشاف دپاره مهم رول لوبوی ٠