د سين هوااژانس د خبر له مخی : په افغانستان کی د امريکی لوی سفير ځلمی خليلزاد چه ژر به خپل ماموريت پای ته ورسوی د جون په ١٦ مه نيټه په کابل کی وويل چه د القاعدی د سازمان مشران بن لادن او د طلبان مشر ملا عمر په افغانستان کی نه دی ٠
نوموړی لوی سفير په همدی ورځ په مطبوعاتی غونډه کی وويل چه د بن لادن او عمر د نيولو په ترڅ کی ډير مشکلات شته ٠ هغه له بيلا بيلو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چه له افغانستان سره خپلی همکارۍ تقويه کړي او د تروريزم په ضد د مبارزی لپاره ګډ کوشش وکړي او تروريستی عناصر پخپله خاوره کی و نه ساتي ٠
د طالبان يو لوړ پوری قوماندان ملا اختر محمد عنشمانی د جون په ١٥مه نيټه د پاکستان مطبوعاتی ذاريعو ته وويل چه ملا عمر او بن لادن نه يوازی ژوندی دی بلکی په پوره امن کی دی او روغتيا ئی هم ښه ده ٠