<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-18 20:26:35    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ګرانو اوريدونکو اسلام عليکم !

دا دی ستاسو د روغتيا او خوشحالی په هيله . زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ د خپرونې په وړاندی کولو سره په خدمت کی يو . هيله ده چه د خپرونې تر پايه پوری له مونږ سره واوسی .وايی :

دوستانو سره يو شی لاسونه سره يوکړی *** لاسونه سره يوکړی فکرونه سره يوکړی

دا هر څه معنی دا څوک او هغه څوک دی*** فکرونه سره يو کړی تنظيمونه سره يو کړی

که ازبک که هزاره که تاجک او که پښتون دی ***د دې خاورې بچيان دې ټول فکرونه سره يوکړی

په ګډه د يو موټې او خپلواک وطن دپاره *** قومونه سره يو کړی کوششونه سره يوکړی

شمالی دی که جنوب د یمشرق دی که مغزب دی *** د يو قانون چوکاټ کی ټول ښارونه سره يو کړی

لقب د پاک افغان وهرافغان ته افتخار دی *** سرتيرو افغانانو خپل ځانونه سره يو کړی

دا ټول وطن د يو تن او ديوه وجود مشال دی *** زخمونه مو شريک دی خپل دردونه سره يو کړی

عزت يی زمونږ عزت دی زلت يی زمونږ زلت دی *** د دې هدف دپاره ټول ځواکونه سره يوکړی

جونګ – رمز حاصب پرته له دې چه د چا ليک او نوم ولولی په شعر ويلو دی

پيل وکړ .

رمز – چين جونګ جانی : دا زما شعرنه دی بلکی دا هم په هغه ليک کی ليکل شوی يو شعر دی چه زمونږ دايمی اوريدونکی او محترم دوست سميل زی ابراهيمی د افغانستان له کندهار څخه راليږلی چه ښايی دغه شعر يی د طلوع افغان له ورځپاڼی څخه رانقل کړی وی او د شاعر نوم يی نامراد ساقيياردی . بايد دا هم ووايم چه سميل زی ابراهيمی د خپلو ګيډی ګيډی سلامونو ترڅنګ په افغانستان کی د ډيرو بارانونو د اورښت يادونه هم کړيده او سږ کال يی د اوبو د پريمانی کال ګڼلی دی .

جونګ – مونږ محترم ورور سيمل زی ابراهيمی صاحب ته ډير ډير سلامونه وړاندی کوو ، راليږل شوی شعر مو هم ورته خپور کړ . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ښکلی ليکونه راواستوی .

رمز – دا څو ښکلی او د خلوص نه ډک ليکونه زمونږ دايمی اوريدونکی او محترم دوست د پاکستان د صوبه بلوچستان ژوب کندهاری بازار النور کيپ نه د سی ار ای لسنرز کلب صدر رفيع الله مندوخيل صاحب راليږلی او په هر ليک کی يی مونږ ټولو ته په جلا جلاتوګه ګيډی ګيډی سلامونه ليکلی ، وروسته له سلامونو نه لومړی ګيله يی له مانه ده چه وايی کله چه رمز صاحب د لومړی جايزی د ګټونکی په توګه زما نوم اعلانوه ، نو د صوبه بلوچستان پر ځای يی صوبه سرحد وويل او بيا يی زما نوم واخيست . البته د مندو خيل صاحب دغه ګيله په سترګو منو او کيدای شی چه هغه ادرس يا پته چه په نوموړی وخت کی زما لاس ته راغلی وه، سهوا د صوبه بلوچستان پرځای صوبه سرحد ليکل شوی وی چه زه د دغی تيرونې له امله بښنه غواړم او دا چه محترم ورور رافيع الله مندوخيل صاحب د لومړی جايزی مستحق

ګرځيدلی ؤ . يو ځل بيا ورته خپلی مبارکی وړاندی کوم . بله مهمه خبره چه محترم رفيع الله مندوخيل صاحب پخپلو ټولو ليکونو کی ليکلی ده هغه په تيره راډيويی سيالی کی د دوی د برخی اخيستنې او زيار ايستنې خبره ده او ليکی چه څه وخت مونږ ته بلن ليک رااستوی ،که چيری بلن ليک مونږ ته واناستوی دا به پر مونږ ښه اغيزه ونه کړی .

جونګ – محترم ورور رفيع الله مندوخيل صاحب ته مونږ هم ځولی ځولی سلامونه وايو ، د لومړی درجی جايزی د ګټونکو او بيا له هغو څخه د څو تنو بلل يوه ځانګړی موضوع ده ، پدی معنې چه مونږ څو څو ځله ويلی دی چه د سی ار ای د ټولو خارجی خپرونو لومړی درجه جايزه وړنکی د دوهم ځل دپاره د قرعه کش يا بچی اچولو په لست کی چه ښايی شمير يی دوه سوو تنو ته ورسيږی شاميليږی او بيا د دوهم ځل قرعه کش نه وروسته د نوموړو دوه سوو تنو څخه يوازی اوه تنه ټاکل کيږی او بيا دغو اوو تنو ته چه د هرچا طالع او بخت پورته ؤ د بلنې ليک تر لاسه کوی او وروسته له بلنې نه چين ته ګفرکوی چه دا کار سمدلاسه هماغه وخت د راډيوی سيالی نتيجې اعلان شوی شويدی او مستحق کسان چين ته د سفر او راتګ نه وروسته خپلو هيوادو نه ستا نه شويدی هيله ده چه قناعت مو حاصل شوی وی . البته ستاسو د زيار او ښو اړيکو څخه مونږ تل خوشحاله يو او مننه هم کوو .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره څخه عبدالله اندوی راليږلی او د سلامونونو نه وروسته ليکی چه ما سره ملګری دی امان الله امان ، عزت الله عزت ، قاری نجيب الله نجيب ، محمد عارف عرفان او داسی نور او بيا ليکی چه زمونږ د پخوانی ليک دو نشرڅخه ډيره مننه کوم او هم وايی چه خپل

عکسونه مونږ ته راوليږی .

جونګ – ښاغلی عبدالله اندوی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو او کوشش به

وکړو چه خپل عکسونه تاسو ته دروليږو ، خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان صوبه سرحد ضلع هری پور هزاره جی تی رود افضل مارکيټ نه هجرت الله فريادی راليږلی او ډير د زړه له احلاصه سلامونه يی مونږ ته ويلی او وروسته له سلامونو نه زمونږ د څانګی ټولی خپرونې يی ستايلی او بيا يی څو پوښتنې او دوه لنډ لنډ شعرونه هم ليکلی دی چه شعر به يی زه ولولم .وايی چه

د وطن په محبت باندی قسم خورم *** چين د خپله ځانه زيات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپريم ته ويريږم *** که د تورو ګزارونه د م په د م خورم

جونګ – دا دی د هجرت الله فريادی صاحب شعر مو خپور کړ او سلامونو ته يی مونږ هم وعليک وايو ، که مو د پوښتنو ځوابونه پيدا کړل نو هرومرو به يی په راتلونکو خپرونو کی خپاره کړو . خوشحاله اوسی .