د پاکستان د صوبه سرحد له مانسهری څخه د افغانستان د د محمد عارف عرفان صاحب د سيالۍ ليک لومرې برخه : زه محمد عارف عرفان د سې ار ای د راډيو ګرانو محترمو کارکوونکو ته د شنو غرونو په شان غټ غټ او شنه شنه او خوسبوی دار سلامونه وړاندی کوم . زه هره ورځ او شپه د سی ار اری د راډيو پښتو خپرونه په ډيره مينه اورم او يو شمير نور ملګری او زه دا ليک يو ځل بيا د سی ار ای د راډيو د سيالی دپاره دراستوم او هيله کوم چه د سيالی په ليک کی يی وشميری . زه او د سی ار ای راډيو پښتو خپرونه په اول قدم کی زه غواړم چه د پوهنی په باره کی يو څو خبری وکړم يا وليکم ... پوهنه هغه رڼا ده چه تل يی د بشری ګمراهيو د تيارو سره مقابله کړيده او د ناپوهيو تور تم ګوټونه يی په خپلو وړانګو روښانه کړی او د جهالت توری تياری يی له منځه وړلی دی . په دنيا کی چه څه انکشافات شويدی او يا کيږی هغه ټول د پوهنی له برکته دی او دا چه ځينې هيوادونه پرمخ تللی دی او ځينې مملکتونه تر شاياتی دی داهم د پوهنی او ناپوهۍ اثرات باله شی ، ځکه نو ټول سماوی اديان او د ځمکی پوهان د علم او پوهنی د زده کړی او تحصيل توصيه کوی او انسانان د پوهنی په رڼا کی د پوهنی خوا ته بولی .... لوی خدای په قران کريم کی ويلی دی چه ايا برابر دی هغه کسان چه علم لری له هغو کسانو سره چه علم نه لری ؟ يعنې برابرنه دی . همدا شان د مسلمانانو پيغمبر رسول کرم ، فرمايلی چه د علم تحصيل د هرنر او هری ښځی فريصنه ده . بل ځای يی فرمايلی : له زانګوڅخه تر قبره پوری د علم په زده کړه کی کوشش وکړی ، بل حديث دی چه علم حاصل کړی که څه هم په چين کی وی . اروپايی پوهانو هم د علم او پوهنی په توصيف ډير څه ويلی دی : هولانو وايی : لومړی شاګردی وکړه وروسته بيا ښوونکی شه . نور د ويلی دی : څوک چه پوهنه نلري ګويا ژوند نلری . پاسکال وايی : د انسان لوړتيا په پوهنه اوفکر کی ده . د ليپتنر وينا ده چه د علم د زده کړی په وخت کی بايد فکر وکړو چه څه زده کوو او له دې زده کړی څخه څنګه استفاده کوو. د يو نان پوهانو هم د علم په باب خپلې نظريی څرګندی کړيدی .مثلا افلاطون ويلی دی : هغه خوند چه له علم او پوهنې څخه سړی ته حاصليږی ډير پاک او سپيڅلی خوند دی . سقراط وايی : خپل وخت دې د خپل نفس دا صلاح دپاره د ګټورو اثارو په لوستلو صرف کړه او علم نه په پرمال تر جيع ورکړه . د پښتو ژبی متبحر شاعر خوشحال خټک هم د پوهنې او زده کړی په ستاينه کی ډير اشعار لری ځينې يی دا دی : شعر علم تا بيايی په پورته *** جهل تابيايی په کښته يا عيسی لره وردرومه *** پا قارون ته ځان وسپاره چی يی علم او فضل نه وی *** که په تخت د پاچا کيښنې پا يو ايږدی يا ليوه دی *** يا يی ګاو خر وشماره تر دا نادی زه ځاريږم *** نادانان واړه ترما نادان ځان لره بلادی *** هم جهان لره بلا چی يی علم هنرنه وی ځينی تښته *** بی هنره سړی که وګوری لاشی دی احمق که هر څو دنيا دولت لری *** دولت به بای کاچی حماقت لری که ډير نادار وی شکر دی کاندی *** که خويی ښه وی علم حکمت لری کاڼی لعل د بدخشان ، ګياه کيمياده ***چه يی نه پيژنې ته ، ګناه د چا ده ؟ ټوکه يو استاز خپل شاګرد ته وويل چه دا راته وواياست ! چه په مچ او غوماشی کی څه فرق دی . شاګرد ورته وويل : استاز صاحب ! مچ معاينه کوی او غوماشی چه دی هغه انسان ته پيشکاری لګوی . توکه يو استاز خپل شاګردته وويل چه لوی شوی تانه په څه جوړيږی شاګرد ورته په چټکی جواب ورکړ چه سر زه به پلار جوړيږم .
|