د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف د جون په ٢١ نيټه د افغانستان له ولسمشر حامد کرزی سره تليفونی خبری وکړې او دواړو خواؤ د دواړو هيوادونو ترمنځ د باهمی همکاری او د تروريزم په ضد د جګړی په شمول د ګډی علاقی وړ مسئلو په باره کی د نظرياتو تبادله وکړه .
د پاکستان د خارجه وزارت نطاق ګيلانی وويل ، ددواړو هيوادونو مشرانو موافقه وکړه چه دواړه خواوی به د امنيت په چارو کی همکاری پياوړی کړی .
مشرف وويل ، پاکستان به په مداومه توګه د ترويزم په ضد د جګړی څخه ملاتړ وکړی او د افغانستان د ملی شورا د انتخاباتو د پيل دمخه به د امنيت په چارو کی له افغانستان سره همکاری نژدی کړی .
حامد کرزی ددواړو هيوادونو ترمنځ د امنيتی همکاری لپاره د پاکستان د هلوځلو ستاينه وکړه .