<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-23 18:17:03    
د چين د ٌ وا ٌ د قوم هيوادوال د لرګيو له ډولونو سره ډيره مينه لری

cri

د ٌ وا ٌ قوم د چين په جنوب لويديځ کښی د يون نان ولايت او ميانمر د سرحداتو په غرنی سيمه کښی اوسيږی او يو زړه ور قوم دی٠ د لرګيو ډولونه د دوی په عقيده کښی ډير مهم مقام نيسی او يو ډول داسی سمبول دی چه د اسلافو نماينده ګۍ يی کوی٠

د ٌ وا ٌ د قوم نفوس څه دپاسه دری لکه تنه دی ، دوی پر څو ارباب الانواعو باندی عقيده لری او د دوی په نظر ټول شيان روح لری٠ نو د دی قوم خلک د ارباب النواعو د درناوۍ د څرګندولو دپاره کله نا کله د عبادت خاص فعاليتونه کوی تر څو چه ارباب النواع د دوی د نيکمرغه ژوند حمايت وکړی٠ د عبادت په فعاليتونو کښی د لرګيو ډولونه لازمی شيان ګڼل کيږی٠

د يون نان په ولايت کښی د ٌ وا ٌ د قوم په هر غرنی کلی کښی يوه داسی چوتره ولاړه ده چه د لرګيو له ستنو، د باڼسو له تختو او پروړو څخه جوړه شوی او پکښی له لرګيو څخه جوړ شوی دوه ډولونه ږدی٠ دا چوتره د لرګيو د ډولونو کور نوميږی او د ٌ وا ٌ د قوم د غرنيو کليو نښه ده ٠ د مسلمانانو د جومات او د کاتوليکانو د کليسا په شان د لرګيو د ډولونو کور د ٌ وا ٌ د قوم مقدس ځای دی ٠ له نوموړو دوو ډولونو څخه يو يی نر دی او بل يی ماده ده٠ نر ډول نسبتأ کوچنی او ډنګر ښکاری او ماده يی لويه او چاغه ده ٠ څرنګه چه د ٌ وا ٌ قوم د ميندو پرستش کوی، نو د دوی په نظر د لرګيو ډول د ميندو نښه ده٠ وايی چه ډير پخوا د دی قوم په کليو کښی کله نا کله مصيبتونه پيښيدل، نو خلکو د شيطانانو د شړلو او د خپلو کليو د ارامۍ د ساتلو دپاره د لرګيو څخه ډولونه جوړ کړل٠

د لرګۍ د ډولونو د وهلو په وخت کښی دوه ډوله په زړه پوری اوازونه پورته کوی، د ٌْ وا ٌ د قوم ځوانان او نجونی د ډولونو په اوازونو کښی خوږې سندرې وايی او ښکلی نڅا کوی چه له دی لاری خپل تاوده احساسات څرګندوی٠ د دی قوم ځوان سای نوه خبريال ته وويل چه د لرګيو ډولونه زمونږ د ٌ وا ٌ د قوم د موسيقۍ ډير مقدس ألات دی٠ د لرګيو د ډولونو وهل دوه مختلف اوازونه کوی٠ بمب او زير اواز زمونږ د قوم د ځوانانو د زړه ورتوب او مهربانۍ نماينده ګۍ کوی او بل نری اواز يی لکه نجونی خوږې سندرې وايی ٠

د لرګيو څخه جوړ شوی ډولونه د ٌ وا ٌ د قوم په غرنيو کليو کښی ډير مهم مقام لری او د لرګيو د ډولونو جوړول هم د يوه کلی تر ټولو مهمه او توده پيښه ګڼله کيږی٠ هر کال د لرګيو څخه د نوی ډول د جوړولو په وخت کښی د دی قوم هيوادوال لومړی په ځنګلونو کښی هغه ونه پيدا کوی کوم چه ډيره کلکه وی او د ټکونې په ضد ښه کيفيت ولری٠ د ونې له انتخابولو نه وروسته ټول کليوال د کوډګر په مشرۍ نوموړی ونه پريکوی ، ورپسی د سندری په ويلو او نڅا کولو سره د ونې بدن کلی ته وړی او بيا د لرګۍ د ډول په جوړولو پيل کوی٠

له لرګيو څخه د ډول جوړول يو مقدس کار دی او جوړونکی بايد خاص مهارت ولری٠ د ٌ وا ٌ د قوم نجلۍ عو کوای خبريال ته وويل چه د لرګيو د ډول د جوړولو دپاره خاص مهارت په کار دی ٠ څرنګه چه د لرګۍ ډول بايد د لمر د رڼا د ټاکلی زاويې په ساحه کښی جوړ شی، نو هره ورځ يوازی څو لږ ساعتونه کار کيدای شی، د پنځو کارګرو لخوا د لرګيو د يوه ډول د جوړولو دپاره څو اونی په کار دی٠

د لرګۍ ډولونه د ٌ وا ٌ د قوم د هيوادوالو په زړونو کښی داسی مقدس شيان دی چه د خلکو او اربابو ترمنځ د ديالوګ په بهير کښی د پل رول لوبوی او بی مثله يعنی بی جوړې عالی مقام لری٠ د دوی په نظر ارباب د بشرو په خبرو باندی نه پوهيږی ، خو د لرګيو د ډولونو پر اواز باندی ښه پوهيږی ٠ نو د دی قوم خلک د لرګيو د ډولونو د وهلو له لاری له اربابو سره ديالوګ کوی او د شيطانانو د شړلو او د کليوالو د امنيت او ارامۍ د ساتلو په باب خپله أرزو څرګندوی٠

ميرمن شې لين چه د قومی کلتور په څيړنه لاس پوری کوی، له اوږدې مودې راهيسی د ٌ وا ٌ د قوم له خلکو سره يو ځای ژوند کوی او د دی قوم د کلتور د څيړلو په برخه کښی لوی لاس لری٠ هغې وويل چه د لرګيو ډولونه د ٌ وا ٌ د قوم د هيوادوالو د زړونو د يو کولو دپاره د موسيقۍ الات دی٠ د لرګۍ د ډولونو له کيسو څخه د ميندو د پرستش او درناوی او د زړو کسانو د احترام په برخه کښی د ٌ وا ٌ د قوم د خلکو اخلاق او کلتور څرګنديږی٠ څرنګه چه په هر کلی کښی د لرګۍ ډولونه موجود دی ، نو دغه کلی حياتی قوت او روح لری٠

پخوا د ٌ وا ٌ قوم په کليو کښی يوازی له مصيبتونو اوعاجلو پيښو سره د مخامخيدو په وخت کښی د لرګيو ډولونه وهل کيدل، خو اوس دغه ډولونه د دی قوم د خلکو د نڅا په نمايش کښی د موسيقۍ لازمی الات ګرځيدلی دی٠ کله چه دوی د لرګيو د ډولونو د وهلو اواز واوری، حتمأ نڅا کوی٠