<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-25 18:19:28    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی دخپرونې قدرمنو اوريدونکواسلام عليکم ! لومړی زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ ستاسو درانه حضور ته د خلوصه ډک سلامونه وړاندی کوو .وروسته د سلام له ادا کولو نه دا دی د دې اونې د مونږ او اوريدونکی د خپرونې په خپرولو سره ستاسو په خدمت کی يو .

جونګ – اوريدنکو به هرومرو زمونږ سلامونه ته وعليک ويلی وی او د نن خپرونې لومړی ليک د کوم اوريدونکې دی ؟

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه بلوچستان ژوب څخه زمونږ محترمو اوريدونکو محمد يوسف خان مندوخيل او سيف الله جان مندوخيل راليږلی . د سلامونو نه وروسته ليکی چه دا زمونږ لومړنی ليک دی او د سی ار ای پښتو خپرونه مو ډيره خوښيږی او هيله لرو چه مطبوعات او د سی ار ای پښتو خپرونې پروګرام او د همکارانو عکسونه راته راواستوی .

جونګ – محمد يوسف خان مندوخيل او سيف الله خان مندوخيل صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو . هيله ده چه دا مو لومړی ليک نه وی په راتلونکی کی هم مونږ ته ليکونه راواستوی . مونږ به کوشش وکړو چه مطبوعات او د پښتو خپرونې پروګرام پاڼه تاسو ته درواستوو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع و تحصيل مانسهره خاجی اباد اچهړيان نه زمونږ دايمی اوريدونکی عبدالغياث همراز راليږلی او د زړه له تله يی مونږ ټولو ته سلامونه وړاندی کړيدی او بيا ليکی چه دا زما دوهم ليک دی او خپل ملګری هر يوه ناصر منياری دوکان والا ، شين ګل ، جال خان ، محمد عارف

عرفان ، قاری محراب الدين پريشان ، خان محمد خاکسار ، تاج محمد خوجه خيل او نور هم پخپل ليک کی ليکلی . همداشان پخپل ليک کی زياتوی چه دا پاکټ می په قرض يعنی په پور اخيستی دی ، هيله ده چه زما په پته پاکټونه او مجلی راواستوی او د ماښام او سهار ټولی خپرونې اورو . ښاغلی عبدالضياث همراز د خپل ليک په پای کی يوه حلوريځه هم ليکلی ده .

جونګ – عبدالضياث همراز صاحب ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . که څه هم پخپله د همراز صاحب دا دوهم ليک دی چه مونږ ته يی رااستولی ، خو د دوی نوم مو په تيرو خپرونو کی څو څو ځله خپور کړيدی .

يعنې د قاری صاحب محرابالدين پريشان او همدا راز د محمد عارف عرفان په راليږل شويو ليکونو کی تل د عبدالضياث همراز نوم ليکل شوی و یاو مونږ هم په وار سره خپور کړيدی . دا دی اوس مو ستاسو خيل ليک هم خپور کړ . نو ستاسو راليږل شوی څلور يځه به رمز صاحب ولولی .

رمز – همراز صاحب په خپلې څلور يځی کی ليکلی دی :

دا مينه او ادب دی بلبلان ځانته راغواړی

دا ژوند د دې سبب دی چه دوستان ځانته را غواړی

مجلسونه ، محفلونه د چمن وی ښکلی ښکلی

پوهيږم چه رحمت می تل ګلان ځانته راغواړی

جونک – څلور يځه خو مو خپره کړه او دابل ليک د چا دی ؟

رمز – دا ليک د پاکستان صوبه سرحد ميربهادر کالونې هنګو روډ کوهاټ نه زمونږ دوست او دايمی اوريدونکی او دا اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر سيدوارث

حنيفې راليږلی . د ډيرو ډيرو سلامونو او دوعاګانو نه وروسته يی د پسرلی او نوروز مبارکی هم ويلی ده . همداشان يی زمونږ د پښتو خپرونې د ټولو پروګرامونو ستاينه هم کړيده . په پای کی يی يوه دوبيتې هم راليږلی او د نشر غوښتنه يی کړيده چه د حنيفی صاحب دغه دوه بيتی شعر دا دی :

ته حقه نشی په ځير ځير دی چه رخسار ګورمه

دا خپلی اوښکی په هيند اره کی زه خوار ګورمه

اورم رقيب مو ندلی ځای دی ستا په زړه کی اشانا

دا چی دی سترګو ته ډير ګورم ورته لار ګورمه

جونګ – د سيدوارث حنيفی صاحب سلامونو ته وعليک وايو او د پسرلی او نوروز له امله يی د مبارکيو څخه مننه کوو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ښکلی شعرونه او ليکونه راوليږی .

رمز—دا بل ليک هم د کوهاټ نه د اريانا پښتو ادبی تنظيم غړی محمد عثمان اريوبی راليږلی . دوی هم د خپل پښتو ادبی تنظيم د مشر په شان زمونږ خپرونې ډيری ستايلی او د سلامونو تر څنګ يی زمونږ د نيکمرغی هيله هم کړيده .

جونګ – د محمد عثمان اريوبی صاحب سلامونوته وعليک وايو او د ښو او نيکو هيلو نه يی مننه کوو . د دوی نورو ليکونو ته هم سترګی په لاره يو .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره نه خان محمد خاکسار راليږلی د ګلانو څخه ډکی ځولی ځولی سلامونه يی راليږلی او بيا يی د خپلو ملګرو نومونه ليکلی چه د دوی د بل ملګری عبدالغياث همراز په ليک کی هم ليکل شوی ؤ چه همدا څوشينی دمخه خپور شو خو د نويو ملګرو نومونه به يی واخلو چه

هغه عبارت دی سرورشاه مومن او انور انوری . خاکسار صاحب هم پخپل ليک ليکلی چه د خط پاکټ می د محمد عارف عرفان څخه په پوره اخيستی ، نو ما ته هم پاکټونه او هم مجلی راوليږی او د ليک په پای کی يی د پښتو د نوميالی شاعر رحمان باب يو شعر هم ليکلی دی .

جونګ – مونږ هم پخپل وار سره محترم ورور خان محمد خاکسار صاحب ته ګيډی ګيډی سلامونه وايو .مونږ به کوشش وکړ وچه مجلی او د خط پاکټو د دوی په پته وروليږو . د دوی د نورو ليکونو په تمه رمز او د ننی خپرونی دا وروستې ليک د چترال د کيسو د کلی نه محمد ياسر راليږلی د سلامونو نه وروسته ليکی چه ماسره ملګری دی : محمد ابراهيم ، رضوان احمد ، رياض احمد او حضرت نبی بيا پخپل ليک کی زياتوی چه مونږ د پرديسی په نوم د اوريدونکو کلب لرو او همدا اوس زمونږ د کلب د غړو شمير څلور تنه دی او همداشان وايی چه دا زما لومړی ليک دی او د خپل ليک په پای کی يو دوه بيته شعر هم ليکلی چه د املا يی او انشا يی ستونزو له امله يی لوستلی نشو ، نو له دې امله ورڅخه پښه غواړو .

جونک – مونږ هم محمد ياسر ورورته سلامونه وايو . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .