د پاکستان د صوبه سرحد د مانسهرې څخه د افغانستان د سمنګانو د ولايت د اوسيدونکی د محمد عارف عرفان د سيالۍ ليک لومړی برخه :
زه په دوهم قدم کی غواړم چه د پروګرامونو په با ب يو څو خبرې دروليکم ...
لومړی ، بايد د سی ار ای د راډيو پښتو خپرونې ته زيات وخت ورکړای شی خصوصاً د مونږ او اوريدونکی پروګرام ته ځان ته نيم ساعته خپرونه غوره کړای شی په اونۍ کی يو ځل ، تر څو د اوريدونکو ليکونو ته زر زر نمبر ورشی او د زيات اوريدونکی په کی برخه واخلې او ليکونه يی نشر شی .
دوهم ، بايد د مونږ او اوريدونکی په پروګرام کی د اوريدونکی ليک په پوره ډول او که په پوره ډول هم نه نشريږی ، نو بايد مهم ټکی يی په لنډ ډول نشر کړای شی ، د هغه شعر ، ټکی او داسی نوری نظريی او معلومات .
دريم ، بايد د اوريدونکی ليکونه په يو ليک خلاص نه شی لکه يو اوريدونکی چه زيات شمير ليکونه دراستوی ، نو تاسو د هغه ليکونو څخه يو ليک نشر او نورو څخه صرفنظر کوی او هغه نه نشروی بايد هر يو ليک نشر او که زيات ليکونه وی د يوه اوريدونکی نو د هغه هر يو په نمبرکی واچوی او په هره اونی کۍ ورڅخه يو يو ليک نشر کړی تر څو د اوريدونکی ټول ليکونه نشر شی .
څلورم ، په مختلفو پروګرامونو کی د مهمو چارو اکو خبريا لانو او اشخاصو سره مرکی او تبصرې کی وکړی .
پنځم ، د اوريدونکو خواږه شعرونه ټوکی او داسی نور د وخت په تيريدو سره راټول کړای شی او د هغو څخه يوه ټولګه چاپ او اوريدونکو ته يی ورواستوی ، تر څو ټول اوريدونکی ورڅخه ښه استفاده او ګټه واخلې .
کتاب وايی :
کتاب وايی يو څه زده کړه نن له ما نه *** ولی ګرځی ته مغرور دومره انسانه
زه د پوهی خزانه يم ځان ښه پوهه کړه *** لرم زړه کی د هر باغ ګلان پريمانه
سقراط که افلاصون يا ارسطودی *** دوی په ډير مشقت زده کړو علم زما نه
خلک وختل او چت نن تر اسمانه *** لږ راويښ شه ځان خبر کړه له جهانه
د هغه کس چه نه علم نه هنرزده *** هميشه به ويی ذليل او ډير ستو مانه
بس زماتنکو ګلانو ماشومانو *** علم زده کړی چه بيا نه شی پښمانه
زندانی چی بی کتابه چر ته وينی *** ورکوی پر مخ څپيږی ښی پريمانه
ګله
څه حسين څومره زيبايی ښکليه ګله *** هر سهار ډک له خندايی ښکليه ګله
ستا په سرو شونډو وږمی د مينې ناڅی *** د بلبل د زړه نوايی ښکليه ګله
طراوت او تازه ګی ورکوی زړو ته *** ته دردونو ته د وايی ښکليه ګله
څه ځلا او رنګينی خدای ده درکړی *** ته ښايست د دوی د نيايی ښکليه ګله
د نورو د زړه دنيا ده په تاودانه *** ډک د مينې له ښکلايی ښکليه ګله
او دايی هم درليږل شويو لنډيو څو بيلګی
طبيب به داسی پيدا نه شی *** چه ګوری لاس حال د زړه معلومه وينه
چه په مرض می نه پوهيږی *** طبيبه ! مه ګوره زما د لاس رګونه
په ګلو پښی مه ږده مالياره *** دا نن سپرلی دی صبابيا خزان راځينه
سپرلی خو تل ګل ګلزار وی *** چه بلبلان کړی تل د ګلو ديدنو نه
که می نصيب د بدونه وای *** په شين کبل به می منګی نه ماتيدنه
منګی ورکوټی ورله جوړ کړه *** د ښا پيری ملاده نرۍ ما ته به شينه
شونډی دی دواړه داسی سری کړی *** لکه د وينو څاڅکی واوروياندی وينه
شونډی دې پاڼی د ګلاب دی *** د مخ خولو نه دی د عطرو بويی راځينه
خله می د خلی د پاسه کيږده *** پيزوان په منځ کی منصف دارانصافکو وينه
پيزوان يی بيا په پوزه سور کړو *** د چا د مرګ بنا کوی ورپسی ځينه