
د طالبانو په وخت کي که چا په عام ميدان کي سندري ويلي ، نوسخته سزا به ورکول کيده يا په بنديخان کي اچول کيده . خو اوس يو هلک سندر غاړه چه ديارلس کلن دی او ميرويس نوميږي ، په کابل کي ډير شهرت موندلی او زيات شمير اوريدونکي او مينه وال لري . نن ورځ که هغه يو وار په ماښامي کنسرت کي سندرې ووايي ، يو زر امريکايي ډالره لاس ته راوړي . مګر د پيسو د تر لاسه کولو په عين وخت کي د نورو ډول ډول خطرناکو پيښو سره هم لاس او ګريوال کيږي .
وروسته له هغه وخته چه درې کاله دمخه د طالبانو رژيم نسکور شو ، په کابل کي د سندرغاړو هلکانو مقام او ګټې ډير بدلون موندلی دی . کله چه مويز پنځه کلن و ، پلار يي ووژل شو او په کابل کي د بيلا بيلو وسله والو قواوو ترمنځ نښې کله نا کله پيښيدې ، د مويز کورني د نښتو په سيمه کي ژوند کاوه . د حيرانتيا وړ خبره دا ده چه مويز د شپږو کالو په عمر د خپل مشر ورور د أکورديون په همراهي زمزمه کوله او د سندره ويلو استعداد يي د خپلې مور د پاملرنې وړ وګرزيد ، د تير سپتمبر په مياشت کي د سندرو ويلو په يوه سيالي کي ويرويس په خپلو مزه دارو سيندرو لومړني مقام ونيوه .
نن ورځ مويز ډير مشهور شوی او د کابل په لارو کوڅو کي دده عکسونه ليدل کيږي او په راډيو کي دده له خوا ثبتې شوي سمندرې اوريدل کيږي .
د شهرت موندلو په عين وخت کي ميرويس له مشکلاتو سره هم مخامخ شوي ،اوس نوموړي غواړي چه بهر ته لاړ شي ، او بهر ته د تګ په وخت کي دده دوه د تره زامن دده حمايت کوي ځکه چه په کابل کي د تښتولو پيښه کله کله پيښيږي . د يادونې وړ خبره دا ده چه هغه څوک چه د شهرت او ګټو خاوند شوي ، له نورو خطرناکو پيښو سره مخامخ شوي او ځيني بااستعداده کوچني سندر غاړي په پاي کي له بدبخت سرنوشت سره مخامخ شويدي .
افغانان په دي خوښ دي چه د موسيقي هنر يي د احيا او بيا ژوندي کيدوپه حال کي دی ، خو د ټولنيز نظام د ګډوډيو څخه هم ناراضي دي لکه چه د کابل يو اوسيدونکي وايي چه سندري خو ډيرې خوندورې دي او په بي اختياره يي په پټو سترګو اورم ، خو کله چه سترګې پرانيزم ، وينم چه هر ځاي د ناأرامتيا څخه ډک دی .