<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-06-30 18:00:49    
د پوځ بلبله

cri

د چين د ولسی ازادی بخښوونکی اردو په اړه د تبت د نظامی سيمې سندرغاړې باسانګ چه له تبتی قوم څخه ده، خوږ اواز لری چه په تبت کښی له ډيرو وتلو سندرغاړو څخه شميرل کيږی او ٌ د پوځ بلبله ٌ لقب لری٠

ميرمن باسانګ چه اوه ديرش کلنه ده، د چين په جنوب لويديځ کښی د تبت د خودمختارې سيمې د مرکز لاسا د اطرافو په يوه کليوالی کور کښی وزيږيدله٠ د دې مور هم ډير ښه غږ لری چه پخوا د محلاتو يوه مشهوره سندغاړې هم وه٠ باسانګ د نجليتوب په وخت کښی تل له خپلې مور سره يو ځای څاروي پوول او د شپنو زياتې خوندورې سندرې او د تبتی اوپرا پارچې يی اوريدلې او ګام په ګام به يی دغه سندرې زده کولې٠ په پراخ چمن کښی نجلی باسانګ د يوه کوچنی مرغ په شان په أزاده او خوشحاله توګه سندرې ويلې٠ خو د سندرو ويلو لار ته د باسانګ د بيولو لارښوونکی د هغې مشره خور سانګ دان ده ٠ په هغه وخت کښی سانګ دان د ولسوالی د هنری ټيم غړې وه ، هغې وليدل چه خپله کشره خور د سندرو سره ډيره مينه لری او ډير ښه هنری راتلونکی لری، نو دوولس کلنه باسانګ يی هنری ټيم ته وسپارله ٠ سانګ دان په يادونې سره وويل چه په هغه وخت کښی که څه هم کشره خور يی يوه کوچنی نجلۍ وه، خو د سندرې ويلو په برخه کښی يی استعداد وښود٠

کله چه باسانګ شپږ کلنه وه، د سندرې له ويلو سره يی ډير شوق درلود٠ پلار او مور به يی کله نا کله د هغې په وړلو سره زراعتی کارونه کول، کله چه لوئيانو به په يو ځای کښی تفريح کاوه، باسانګ به د دوی دپاره سندرې ويلې ٠

د ولسوالی په هنری ټيم کښی له شامليدو نه وروسته باسانګ د لاسا ښار په هنری ښوونځی کښی شامله شوه او هلته يی په سيستماتيکه توګه د موسيقۍ تيوريکی پوهه زده کړه٠ د زده کړې په څلورو کالو کښی هغې په ژوره توګه موسيقی زده کړه٠ په ښوونځی کښی د شامليدو په لومړيو وختونو کښی هغه د چين پر ملی ژبې نه پوهيدله او د ملی ژبې ليک دود يی هم نه پيژند، نو د ښوونکو لکچرونه يی اوريدلای نشول او هغه تدريسی کتابونه يی لوستلای نشول کوم چه د ملی ژبې په ليک دود چاپ شويدی٠ هغه په زده کړه کښی له سختو ستونزو سره مخامخ وه٠ خو نجلی باسانګ له مشکلاتو څخه هيڅ نه ويريدله او د زده کړې دپاره يی سخت کوششونه کول ٠ په نتيجه کښی باسانګ د غوره او وتلو نمرو په ترلاسه کولو سره له هنری ښوونځی څخه فارغه شوه او د وياړ خبره خو دا وه چه هغې د ښوونکې په حيث په ښوونځی کښی د پاتی کيدو فرصت ترلاسه کړ٠

مګر د باسانګ أرزو پر صحنه باندی سندره ويل او د موزيک په بدرګه نڅا کول دی٠ په هغه وخت کښی د تبت نظامی سيمې وغوښتل چه نجلی باسانګ د يوې عسکرې سندرغاړې په توګه د عسکری خدمت دپاره احضار کړی٠ خو د ښه فرصت د رارسيدو په وخت کښی هغه هکه پکه شوه ٠ دې وويل چه په هغه وخت کښی زه نه پوهيدم چه څه به وکړم ٠ ځکه چه د هغه وخت نه مخکښی می هيڅکله ٌ د تبت د نظامی سيمې د هنری هئيت ٌ نوم نه و اوريدلی، نو ما پخپله پريکړه ونشوه کړای٠ په هغه حساسه موقع کښی زما مشرې خور يو ځل بيا زه تشويق کړم چه دا فرصت له لاسه مه ورکوه ٠

نو په دی وجه باسانګ په پوځ کښی يوه سندرغاړې ګرځيدلې او د شپاړلسو کلونو دپاره د پوځ په هنری ډله کښی کار کوی٠ هغې د عسکری خدمت له لومړی ورځې څخه تل په عسکری معيار ځان محدودوی٠ په پوځ کښی د دې دندې ډيرې درنې دی ، په هر کال کښی هنری هئيت د سلو ځلو دپاره اساسی يونټونو ته ځی چه د عسکرو دپاره هنری نمايشونه وکړی٠ سندرغاړې باسانګ هيڅکله له ستړيا او مشکلاتو څخه نه ويريږی٠ که څه هم د نمايش صحنې ډيرې ساده دی او په تيره بيا په سرحدی تاڼو کښی د نمايش زمينه لا خرابه ده، خو د پوځيانو تودې چکچکې او صميمی مسکا باسانګ د سندرو ويلو ته نوره هم هڅوی٠ هغې وويل : هر کله چه ما وليدل چه که څه هم د عسکرو مخونه د لمر په وړانګو کښی سره شوی او شونډو يی د وچوالی په اثر درز خوړلی دی، خو دوی بيا هم له حيا ډکو مخونو او سترګو ما سندرو ويلو ته تشويقوی ، ٌ افرين او شاباشی ٌ را ته وايی او تودې چکچکې يی کوی، د داسی صحنې په ليدو سره زما له سترګو څخه اوښکې بهيږی او ستړيا می له منځه ځی٠

سندرغاړې باسانګ د خپلو کوششونو او زحمتونو له لاری زيات افتخارونه ترلاسه کړی او له څو کالو راهيسی يی په اردو او هيواد کښی د نمايشونو او سندرو په مسابقو کښی څو څو ځله سترې جائزې او مډالونه ترلاسه کړيدی ٠ اوس هغه د تبت د هيوادوالو او پوځيانو لخوا ٌ د پوځ بلبله ٌ ګڼل کيږی٠