د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د جون په ديرشمه نيټه د امريکې د سمندری قواوو د پلی عسکرو تورن جنرال جمس کانوی په پنتاګون کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی وويل چی په افغانستان کی د امريکې پوځ د افغانستان په ختيځه برخه کی د امريکايی عسکرو د مړه شويو پوځيانو شپاړس جسدونه موندلی دی. هغه وويل چی دغه هيليکوپتر د راکټ په وسيله رانسکور شويدی. د جون په اته ويشتمه نيټه په افغانستان کی د امريکايی پوځ په اړه د چينوک-سی-ايچ – اوه څلويښت په نامه يو ترانسپورتی هيليکوپتر د افغانستان د ختيځې برخې په کڼر کی ولويده. د افغانستان پخوانی قدرت طالبانو اعلان وکړ چی د نوموړی پېښې مسؤليت په غاړه اخلی. دا د درو مياشتو نه راهيسی په افغانستان کی د امريکايی پوځ دغه ډول لويدل شوی دوهم هيليکوپتر دی.
|