<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-02 18:10:50    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز __ د مونږ او اوريدونکی د خپرونې قدرمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! زه عنايت لله رمز او زما همکاره چين جونګ د سلام په وړاندی کولو سره دا دی د يوی اونې په تيريدو بيا ستاسو په خدمت کی يو او د خپرونې په سر کی د خپل نوی اوريدونکی دا دوه بيتونه راواخلو چه وايی :

په مزهب نه د بلبل نه د تينګ يم

نه غوټی غوندی د زړه په وينو رنګ يم

غوټې نه يم چی می نجونی په سر کيږدی

چه په غاړه می خويان کانه لونګ يم

زمونږ دغه اوريدونکی خپله پته پاکستان صوبه سرحد ضلع وتحيل مانسهره ليکلی او نوم می اصل الدين احمدزی ، د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته ليکی چه ما سره ملګری دی جميل الرخمن ذاهدی ، نذير احمدزی او امان الله امان ، محترم ورور اصل الدين احمدزی وايی چه دا زما لومړی ليک دی او ستاسو تول پروګرامونه په ډير شوق او ذوق سره اورم . په پای کی ليکی مجلي پاکټونه او عکسونه مونږ ته راوليږی .

چين __ محترم ورور اصل الدين احمدزی ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو مجلی او نور مطبوعات به هرومرو د دوی په پته وروليږو .

رمز __ دا دوه ليکونه د پاکستان د کوهاټ نه د اريانا پښتو ادبی تنظيم مشر سيدوارث حنيفې او د همدی تنظيم غړی افتحان ليکوال سيد سيف الرحمن هاشيمی چه د افغانستان د ننکرهار ولايت خوګياڼو تورغرڅخه دی راليږلی دی .

حنيفې صاحب او سيدسيف الرحمن هاشمی صاحب پخپلو ليکونو کی د ګيډی ګيډی سلامونو تر څنګ له دې امله خوښی څرګنده کړيده چه د اريانا پښتو ادبی تنظيم ته مو په راډيويی سيالی کی د لومړی درجی جايزه ورکړيده او د ا يی د خپل ادبی تنظيم دپاره ستر وياړګڼلی دی .

جونګ – محترم سيدوارث خنيفی او محترم افتحان ليکوال سيدسيف الرحمن هاشمی صاب سته خپل ځولی ځلۍ سلامونه وړاندی کوو او دا چه تاسو د تيری راډيويی سيالی په قرعه کش د لومړی درجی جايزی مستحق ګڼل شوی وی زمونږ دپاره هم د خوښی وړو ګرځيده . هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپلی قلمې اړيکی له مونږ سره ټينګی وساتی .

رمز – دا بل ليک دپاکستان د کرم ايخستې د ګلالی له کمپ څخه د سې ار ای د کلب مشر حضرت ولی منګل او د کلب د ټولو غړو له خوا رارسيدلی او د سلامونو تر څنګ يی ليکلې چه ستاسو له خوا مجلی ، عکسونه او پاکټونه مو تر لاسه کړل . هيله ده چه په راتلونکی کی هم په زيات شمير مطبوعات او نوری خپرونې را استوی ، تر څو زمونږ د کلب غړو او نور دوستان ورڅخه پوره ګټه واخلی .

جونګ – مونږ هم خپل ډير سلامونه محترم ورور حضرت ولی منګل او د دوی د کلب ټولو غړو ته وړاندی کوو . مونږ به کوشش وکړو چه مجلی او نور مطبوعات ستاسو په پته درواستوو .

رمز – دا ليک د پاکستان ضلع بنون ميرانشاه څخه زمونږ هميشنی اوريدونکی محمد صادق ستومان راليږلی . وروسته له سلامونو نه ليکی زه هره ورځ ستاسو خپرونې اورم ا له دې دپاره می يوه کوچنې راډيو اخيستې او هروخت راسره

وی . په ژمی کی د لومړی پيتاوی ته او په اوړی کی د ونی ترئيوری لاندی اورم . زمونږ کلی ته يوه لويه ونه نژدی دی اوز هم د همدی ونی سيوری ته کينم ، شنه چای د موم وبيا د لوست د تکرار او ويلو تر څنګ د سهار او ماښام په وختونو د چين د بين المللې راډيو او د ټولو پروګرامونو څخه يی خوند او ګټه اخلم زمونږ دغه دوست د خپل ليک په بله برخه کی ليکی چه ستاسو ټولی مجلی او پاکټونه مونږ راورسيدل ډيره مننه کوم او هم ليکی چه زه د لسم ټولګی زده کوونکی يم او په ټولګی کی اول نمبره يم له ماسره ماته ځينې چينې معلوماتی کتابونه ماته راواستوی او د ليک په پای کی يی شعر او توکه هم ليکلی ده .

جونګ—محترم ورور محمد صادق ستومان ته مونږ هم سلامونه وايو او زمونږ د راډيو د خپرونو سره ستاسو د ډيری علاقی او مينې له امله خوشحاله شولو د معلوماتې کتابو او نورو داسی موادو په هکله بايد ووايو چه زمونږ اداره يوه نشراتی او راډيويی اداره ده ، نو داسی کتابونه چه ته ورته اړتيا لری په لاس کی نه لرو يوازی چينی مجلی او نوری مطبوعاتی خپرونې چه له مونږ سره شته کولای شو تاسو ته واستوو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د افغانستان د کابل نه د پژواک د خبری اژانس کار کوونکی عطا الرحمن فاروقې راليږلی او پخپل ليک کی يی د سلامونو نه وروسته ليکلی چه زه غوارم ستاسو مکمل پروګرام واورم خو ستاسو د پروګرام کومه پاڼه نلرم . هيله ده چه ما ته د پروګرام پاڼه او د پښتو خپرونې د کارکوونکو پيژند پاڼې او عکسونه راوليږی . د ليک په پای کی د چين د لوی ديوال يا ُ دصدسکند ُ په هکله مغصل معلومات غوښتې دی .

جونګ – په کابل کی محترم ورور عطالله فاروقی ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو او بايد ووايو چه په کابل کی لا تر اوسه پوری کوم پست بکس نلرو چه ثماره يی تاسو ته ووايو ، د چين د لوی ديوال په هکله مونږ څو څو ځله معلومات خپاره کړی دی ، خو تاسو کولای شی چه زمونږ د انتر نيټ له پاڼې څخه چه په هر شپه د خبرونونه وروسته يی پته اعلانيږی معلومت تر لاسه کړی او مونږ به کوشش وکړو چه په راتلونکی کی د چين د لوی ديوال په هکله معلومات خپاره کړو . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .