<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-02 18:39:55    
د اوريدونکو غږ

cri

سلامونه د غرونو په شان غټ غټ د هغو غرونو په شان چه په شين فرش پوښل شوی او اداره د پسرلې په موسم کی ، د شانو په شان خواږه ، خوشبوی د عطرو په شان هوار د ډاګونو په شان اوږده د سرکونو په شان او ډير درانده د سپربو په شان هريو عنايت الله رمز ، وانګ جانی او نورو کارکونکو ته سلامونه بی اندازه وړاندی کوم . زه محمد عارف عرفان د دې خور څخه د غوستنه لرم چه ما ته يو ښکلی ياد ګار خپل تصوير راواستوی .

زه هم د ستاسو درنو کارکوونکو حضور ته دا خپل ياد ګارانه تصوير دراستوم او په ائينده کی به خپل غټ تصوير درواستوم .

ما د چين د ٥٥ کاليزی په سيالی کی برخه اخيستی وه او زه په دوهم نمبرکی راغلی وم او په دوی دوهمی سيالی کی چه زه او د سی ار ای د راډيو پښتو خبرونې ) په نوم يی عنون دی هم برخه اخيستلی ده . دا دومره زياته مدزنړوډی لکه چه د ٥٥ کاليزی سيالی مو وزنډوله تر اوښه ما ته او نورو ملګرو ته هم د ٥٥ کاليږی کوم انطامات نه دی رارسيدلی او چه کله د دوهمی سيالی کسان اعلان کړل نو د هغو انعامات هم ظاهره کړی چه څه جايزی ورليږی .

هيله ده چه دا ليک د مونږ او اوريدونکو په پروګرام کی په پوره ډول نشر کړی .

د پاکستان پاکستان دډاکير لداساعيل صاحب ليک :

زه ډاکير لداساعيل د ستاسو راډيو ډير په شوق اورم او هره ورځ مونږ او

اوريدونکی دغه پروګرام ډير وخت کيږی چه زه اورم او ستاسو ته ډير خطونه ليږلی او جوابونه ندی راغلی خو زه او مسيد لرم چه دغه خط ستاسو په راډيو کی نشرکړی .

مينه

چی په پاڼه د هر ګل می دی خارونه

پرتنه می د هر بوټی پرهرونه

نو درمل د طبيبانو څۀ پکار دی

چه چليږی د خزان سپيره بادونه

د مظلوم کشی می ګوره په درياب کی

پری راغلی دی ، ظلم توپانونه

دا جزبې د محبت می ليری ښکاری

رقيب وړی دی د عشق ټول کتابونه

بلبل بيا ګوره په تيښته له ګلسنه

راپريوتی د زاغانو ګن سيلونه

مونږ غواړو چه د مونږ او اوريدونکی پروګرامو وخت زيات کړی ولی چه کله کله مونږ نه پروګرام سير شی همدا وجه ده چه وخت کم ده غواړو چه وخت زيات کړی ستاسو کارکوونکی چه کوم له هغونه ډيره مننه .

ګرانو او غزتمندو ملګرو : اسلام عليکم !

مونږ ټول ملګری روغ جوړ يو او ستاسو د ټولو ملګرو د روغ او ښه صحت هيله لرو . مونږ ټول ملګری ډير په شوق او مينې سره د سی ار ای خپرونې اورو . موجوده وخت چه په ټولی نړۍ کی ډير بدلون راغلی دی او ټولې نړۍ نه يوکلی جوړ شوی دی . دغه شان د دنيا ميډيا هم ډيره تيزه شوی ده .د هرملک ټی وی ، راډيو او اخبارونه خپلو خلکو ته نوی او تازه خپرونۍ او تبصرۍ وړاندی کوی .په دغه منډه کی سی ار ای د چا نه دوستونه دی پاتی شوی مونږ هيله لرو چه سی ار ای به په راتلونکی وخت کی هم دغه شان خپلۍ خپرونۍ جار ی ساتی . زه خپله وخت په وخت سی ار ای ته پښتو مجلی دراستوم چه دغه تاسو ته ملاوی ږی که نه ؟ خبرمی کړی .

د صوبه سرحد کوهاټ د اريوب کلب د مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی صاحب ليک :

تولو کارکونکو ته سلامونه وايو .

مونږ ستاسی ټول پروګرامونه اورو ستاسی خپرونې سره مونږ ډيره مينه لرو . ستاسی خپرونې اوس ډيرې په زړه پوری دی او پروګرامونه مو ډير دی ستايلو وړ دی په تيره بيا د مونږ او اوريدونکو پروګرام ډير خوندور دی ، خو وخت يی ډير لږ دی . ډيرو قدرمنو تاسی د مونږ او اوريدونکو د پروګرام وخت زيات کړی . دی سره به ستاسی خپرونه ډيره ښه شی .

د اريانا پښتو ادبی تنظيم ليک :

ګرانو او محترمو د چين بين المللې راډيو پښتو څانګی ټولو کارکوونکو هر يو د جانګ جاو ، وانګ اين خه ، عنايت الله رمز ، وی وی ، سياو بينګ او نورو ته د زړه

له کومی سلامونه وړاندی کوم .صحت او عافيت مو د لوی څښتن تعالی نه د هميش دپاره غواړم او تل مود ژوند په ټولو کارونو کی کاميابی او بريالی غواړم .

پروګرامونه مو ډير په شوق سره اورو او ډير معلومات تری حاصلوو .محترمو که د چينی ژبی لوست کوم کتاب له ستاسو سره وی يا تاسی چاپ کړی وی . نو زه له تاسی څخه په ډيره کلکه هيله کوم او هيله کوم چه مونږ ته يی راوليږی ، تاسی به ډير اجر عظيم حإصل کړی ، نور مو په لوی څښتن سپارو ، بريالی اوسی.