<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-09 16:19:27    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ډيرو عزتمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! لومړی زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ ځولی ځلی سملامونه تاسو ته وړاندی کوو او له سلامونو نه وروسته ستاسو د راليږل شويو ليکو په بنسټ خپله د دې اونی دخپرونې په وړاندی کولو پيل کوو .

جونګ -- اوريدونکو خو به زمونږ سلامونو ته وعليک ويلې وی او اوس به ليکونه راواخلو چه څه يی ليکلې دي .

رمز – دا ليک زمونږ دايمی اوريدونکی او دوست د اريوبی د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی د صوبه سرحد کوهاټ ګهمکول ٣ نمبر کمپ څخه راليږلی او د ګيډی ګيډی سلامونو څنګ يی ليکلی چه د نوی چين جوړيدو د ٥٥ کاليزی د معلوماتی مسابقې نتائج مو واوريدول ، زه پردی ډير خوشحاله شوم چه په دغه سيالی کی بريالی شوي يم او نورو هغو دوستانو ته چه په نوموړی سيالی کی بريالی شوی هم مبارکی وايم او په پای کی ليکی چه د سی ار ای څخه مننه کوم چه داسی سيالی د خپلو اوريدونکو دپاره جوړوی .

جونګ -- محترم محمد اقبال بشر دوست اريوبی صاحب ته مونږ هم ځولی ځولی سلامونه وړاندی کوو او له دوی څخه ډيره مننه کوو چه تل يی مونږ ته په زړه پورې ليکونه رااستولی دی . هيله ده چه په راتلونکی کی هم داسی ليکونه راواستوی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه بلوچستان ژوب څخه د مندوخيل لسنرز کلب مشر بشريار مندوخيل صاحب له خوا ورليږل شويدی او خپل ليک داسی پيل کوی .

د ګرمو او زرينو احساساتو سره په ښکلی مينه زما بشريار مندوخيل ، نظر مل مندوخيل ، نسيم ګل مندوخيل او ګلزارخان ارمانې له لوری د مينې په تار پيلی سمسور سلامونه ومنې . وروسته له ستاينې او تعارفانو څخه زياتوی چه تاسو بايد د خپرونې وخت نور هم زيات کړی او هم په خپرونه کی سندرو ته ځای ورکړی . محترم ورور بشريار مندوخيل صاحب د خپل ليک په بله برخه کی له ما نه پوښتنه کړيده چه تاسو په پښتو ژبه چای کتابونه لری او يا په راتلونکی کی په دې هکله کوم پلان لری يا نه ، تر څو زه ستاسو له شخصيت سره بلد شم . دغه راز مندوخيل صاحب د خپل دغه اوږ او ښکلی ليک په پای کی د درويس د ورانې صاحب يو غزل هم ليکلی دی او د خپريدو غوښتنه يی کړيده .

جونګ – محترم ورور بشريار مندوخيل صاحب ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو او د منر صاحب د نوموړی ليک نورو برخو ته به ته پخپله ځواب ووايی او غزل په يی هم ورته خپور کړی .

رمز – سمه ده : د بشريار مندوخيل صاحب د ښکلی ليک او پيرزوينو نه ډيره مننه کوو ، وړانديزونه به يی په پام کی ونيسو . خو د خپل ځان په هکله بايد ورته ووايم چه زه کوم ليکل شوی چای اثر نلرم ، خو د خپلې رستې او مسلک په برخه کی می ډيری مقالی ، مغمونو نه او راډيوی خپرونې ليکلی او پروډيوس کړيدی او هم می په راډيو افغنستان کی د خپل کار په موده کی د خپرونو ، تبصر او رپوټونو په ايډت او د راډيويی پروګرامونو په ليکلو او جوړونه کی څه ناڅه اته کاله دنده تر سره کړيده يعنی زه يو مسلکی ژوناليت يم ، خو د تنبلې له امله د کوم کتاب په ليکلو بريالی شوی نه يم . هيله ده چه له ماسره مو د بلدتيا تنده ما ته شوی وی .خو دا هم

بايد ووايم چه په راډيو او ورځپاڼو کی زما د کار ټوله موده څه نه څه ٢٥کاله ده او اوس به ستاسو له خوا د درويش د ورانی صاحب غزل زمزمه کړم .

زړه مې درد کوی له زړه دريسی ژاړم *** د ښمنان چی می وی مړه ورپسی ژاړم

ما ديار دغه غوښتنه هم پرځای کړه *** نه يی نوم اخلم او نه ورپسی ژاړم

بيلتانه دې د هر چاپه غم شريک کړم *** ياردبل د رومی اوزه ورپسی ژاړم

چی تر څومی وی دا ژبه يادوم يی ***چی ترڅو لرم سيمه ورپسی ژاړم

مخ او زلضې يی په خيال راځی درويشه *** په رڼا او په تياره ورپسی ژاړم

جونګ – د بشريار مندوخيل صاحب راليږل شوی غزل هم ښکلی ؤ او دا بل ليک د چا دی ؟

رمز – دا ليک د صوبه سرحد مردان غزنوی کالونی پائی پاس روډ نه زمونږ دايمی اوريدونکی محمد عثمان مردانوی راليږلی ، د سلامونو او د پښتو خپرونې د ټولو پروګرامونو د ستاينې نه وروسته ليکی چه ستاسو ليک او مطبوعات مو تر لاسه کړل ډير خوشحاله شولو .

جونګ – محترم مردانوی صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنی او به هم کوشش وکړو چه تاسو سره خپلې فرهنګی اړيکی ټينګی وساتو ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا دوه ليکو نه زمونږ د دايمی اوريدونکی او دوست قاری محراب الدين پريشان او نورو ملګرو له خوا يی رارسيدلی . د سلامونو تر څنګ يی پخپلو دواړو ليکونو کی څو مصرعی هم ليکلی دی چه يو څو يی داسی دی :

سودا په دې بازار کی اوکه ***هلته به نه وی دا سودا او بازارونه

ګلونه ډير درسره يوشه *** د جنت حوری به جوړ کړی تری هارونه

چه څوک شهيد شی هغه نه مری *** که په تمام بدن يی جوړ شی پر هارونه

دنيا ته بيا د راتلونه دی *** چه يی په فرش د زمکی ايښی دی سرونه

رمز – دا ليک د پاکستان د کوهاټ څخه محمد عثمان اريوبی راليږلی ډير ډير سلامونه يی ليکلی او زمونږ د ټولو خپرونه ستاينه يی کړيده او ليکلی دی چه د سی ار ای د پښتو خپرونې ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اورو او په کی يی د مطبوعاتو غوښتنه کړيده .

جونګ – محمد عثمان اريوبی صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنې مطبوعات به هم د دوی په پته واستوو .