د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د امريکی د ملی دفاع وزارت مامور د جولای په لسمه نيټه وويل چه امريکايی پوځ د افغانستان د کنر په ولايت کی د هغه امريکايی عسکر جسد پيدا کړی دی چه په وروستيو ورځو کی ورک شوی و او په عين وخت کی يی دا خبره رده کړه چه نوموړی عسکر د طالبانو لخوا تښتول شوی دی٠
له دې نه دمخه ، مطبرعاتی سرچينو د نوموړی مامور په قول ليکلی وً چه دغه عسکر د وسله والو افرادو سره په جګړه کی مړ شوی دی٠ مګر په افغانستان کی د امريکايی پوځونو نطاقی سندی مور وويل چه هغه معلومات نه لری چه ورک شوی عسکر چېرته دی٠