د سين هوا اژانس د خبر له مخی د جولای په ديارلسمه نيټه د افغانستان د انتخاباتو کميټې په کابل کی اعلان وکړ چی د افغانستان د انتخاباتو د قانون سره سم اوه لسو تنه کانديدان په انتخاباتو کی د ګډون څخه بی برخه شويدی. د خبر له مخی له دغو اوه لسو تنو کانديدانو څخه يوولس تنه د غير قانونی وسله والو سازمانونو سره اړيکه لري، پنځه تنه د طرفدارانو د ټاکلی شمېر امضاوی نه دی غونډې کړی او يو بل تن د حکومت له وظيفې څخه لاس نه دی اخيستی. نو له دې امله دوی د پارلمان په انتخاباتو کی ګډون نشی کولای.
|