د وو سو لی د سيند د بيړۍ چلوونکو سندره >> د چين د ٌ هه جه ٌ د قوم د کبنيوونکو يوه ډيره خوندوره سندره ده او له هغې څخه په سيند کښی د کب نيولو په باب د ٌ هه جه ٌ د قوم د هيوادوالو د عنعنوی ژوند منظره منعکسه شويده٠ خو اوس د دی قوم خلک څرنګه ژوند کوی ؟
د ٌ هه جه ٌ قوم د چين يو ملی اقليت دی او نفوس يی يوازی څه دپاسه څلور زره تنه دی، دوی نسل په نسل د چين د شمال ختيځ په سرحدی سيمه کښی د ٌ هی لونګ جيانګ ٌ او ٌ وو سو لی ٌ د سيندونو په ناوو کښی اوسيږی چه پخوا به يی په دوبی کښی کبان نيول او په ژمی کښی به يی ښکار کاوه٠
له څو کالو راهيسی، څرنګه چه له يوې خوا د دوی د اوسيدو په سيمه کښی د کبانو منابع ګام په ګام کميږی او له بلې خوا دولت د وحشی ژويو د ساتلو په باب پاليسی اجراء کوی، نو ځکه د ٌ هه جه ٌ د قوم د خلکو د توليد او ژوند شکلونه د بدلون په حال کښی دی٠ د دی قوم د ګڼ شمير هيوادوالو د اوسيدو ځای يعنی د هی لونګ جيانګ د ولايت په اړه د ٌ تونګ جيانګ ٌ ښار پخوا د کبنيوونکو يو کوچينی کلی و، خو اوس په يوه کوچينی عصری ښار بدل شويدی٠
په ښاری سيمه کښی هغه ښکلی ودانې چه له سرو خښتو او تورو کاشيو څخه جوړې شوې ، څنګ په څنګ ولاړې دی٠ دا د ٌ هه جه ٌ د قوم د خلکو نوی استوګنځی دی٠ د ښار په اطرافو کښی ټوټې ټوټې شنه زراعتی پټی ليدل کيږی چه دا د دی قوم د اکثرو خلکو د کار نوی ځای دی٠ نن سبا دوی له کبنيوونکو څخه بزګران ګرځيدلی دی٠
څه دپاسه لس کاله دمخه د چين مرکزی حکومت د کم نفوس لرونکو قومونو له چټک انکشاف سره د مرستې په باب د پاليسۍ په تطبيق پيل کړی او محلی حکومتونو هم د ٌ هه جه ٌ د قوم د هيوادوالو د توليد او ژوند د پخوانی شکل له تنظيم سره د مرستې دپاره امتيازی پاليسی جوړه کړيده٠ د هی لونګ جيان د ولايت د تونګ جيانګ د ښار مامور يو لی جيون چه د ٌ هه جه ٌ له قوم څخه دی، خبريال ته وويل چه ټول بزګران له کليوالی کميټې سره د قرارداد په لاسليکولو سره په ټاکلی سيمه کښی شاړې مځکې ابادولای شی، خو د مځکو د منابعو د کموالی په حال کښی د ٌ هه جه ٌ هيوادوال د مځکې ابادولو په برخه کښی د لومړيتوب حق لری او محلی حکومت هم ددی قوم بزګرو ته د توليد زمينی، پيسی، تخمونه، کيمياوی سری، زراعتی ماشين الات او تخنيکی خدمتونه برابروی٠
پخوا د ٌ هه جه ٌ د قوم هيوادوال هيڅکله په کرنې بوخت نه وو، نو محلی حکومت د دوی دپاره د کښتونو کرلو په باب کورسونه جوړ کړل او د زراعتی فنی کارکوونکو په ليږلو سره يی دوی ته مربوط مهارتونه ورزده کړل٠
کليوال فو تې جيون تر ټولو نه مخکښی د مځکې په ابادولو پيل وکړ٠ په ١٩٩٥ کال کښی هغه د ٌ هه جه ٌ د قوم د نهو کبنيوونکو کورونو په لارښوونې سره له کب نيولو څخه لاس واخيست او په يوه شاړه ټاپو کښی يی څه دپاسه سل هکتاره مځکې يوې کړې او پکښی يی کښتونه وکرل٠ له هغه وخت راهيسی له کرنې څخه د دوی عائدات د کب نيولو په نسبت ډير زيات او ثابت ښکاری٠ هر کله چه ښه حاصلات لاس ته راځی، دوی ډير خوشحاله وی٠
د فو تې جيون برياليتوب نورو کليوالو ته اطمينان ورکړيدی، دوی هم د کب نيولو په ځای په کرنې لاس پوری کوی او په مځکو کښی د خپلو زحمتونو له لاری يی بډای ژوند ترلاسه کړيدی٠
د لږ نفوس لرونکی قوم په حيث د ٌ هه جه ٌ د قوم انکشاف د چين د بيلا بيلو درجو حکومتونو مرستې او ملاتړ حاصل کړيدی٠ د هی لونګ جيان د ولايت په اړه د قومی چارو د کميټې مرستيالې ميرمن لی شون باو خبريال ته وويل چه د چين د ختيځې سيمې ځينی پرمختللی ښارونه د ٌ هه جه ٌ د قوم په شمول د کوچنيو قومونو له لا چټک انکشاف سره مرسته د خپل يوه مهم کار په حيث بولی او يو شمير ښه تدبيرونه يی غوره کړيدی٠ شانګهای ښار پريکړه کړيده چه د ٌ هه جه ٌ د قوم له أبادۍ او د ټولنيزو چارو له انکشاف سره مرسته وکړی او د ښوونکو د روزنې او د تدريسی تجهيزاتو د ښه کولو او زياتولو په برخوکښی به له دی قوم سره نغدی کمکونه وکړی٠