<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-16 18:28:08    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې محترمو اوريدونکو ، اسلام عليکم !

زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ د سلام په وړاندی کولو او ستاسو د روغتيا او سلامتيا په هيله د نن شپی په خپرونه کی ستاسو په خدمت کی يو ، هيله ده چه د خپرونې تر پايه پوری له موږ سره پاتی شی .

جونګ – دا د ښکلی خط ليک زمونږ د کوم اوريدونکی دی او څه يی ليکلی دی .

رمز – دا ښکلی د محبت نه ډک ليک د صوبه بلوچستان د پشين کلی تراټې څخه زمونږ دايمی اوريدونکی بدرالدين عزيزی او ملګرو يی هر يوه لعل محمد ساحر ، محمد تغيم ازاد ، عبدالو اجد پرديمی او رحمت الله کاکړ راليږلی ، د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته زياتوی چه زړه می غواړی چی قلمې نوم می له مذيادی څخه غزيزی ته بدل کړم ولی چه دا مذيادی تخلص ما د ځان دپاره په کوچنيوالی کی انتخاب کړی ؤ ، هغه وخت زه ښه نه پوهيږم او اوس می د ځان دپاره د عزيزی تخلص خوښ کړی دی . غواړم چه دا زما نوی تخلص لومړی ځل عنايت الله رمز صاحب يا وانګ اين خه خور په واضع ږغ سره اعلان کړی چه تول اوريدونکی ورسره اشنا او دا زما نوی تخلص وپيژنی او د ليک په پای کی يی يو غزل لا هم ليکلی چه وروسته به يی ورته ولولم .

جونګ – محترم ورور بدرالدين عزيزی او ملګرو ته يی مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو او ستاسو نوی تخلص په لومړی ځل رمز صاحب اعلان کړ او په دوهم ځل ما هم د هغه يادونه وکړه ، خو بايد ووايم چه وانګ اين خه خور له ډيره وخته په

دې خپرونه کی له مونږ سره همکاری نلری او د هغی پرځای زه چين جونګ د رمز صاحب سره په ګډه دغه خپرونه وړاندی کوم .خو بدرالدين عزيزی صاحب د خپل ليکل شوی غزل د خپريدو غوښتنه هم کړيده چه تاسو رمز صاحب هغه ولولی :

رمز – محترم ورور بدرالدين عزيزی چه پخوانی تخلص يی فريادی ؤ شاعر او ليکوال هم دی او مونږ د دوی د نوی تخلض د ټاکلو له امله مبارکی وايو او غزل يی داسی پيل کيږی .

د پاچا دنګه می ژوند ؤ خوسايل کړمه دی عشق

د خپل ځان په سوځولو يی قاتل کړمه دی عشق

داشنا له غمه ژاړم وسپوږمی ته هره شپه

د جهان له هره کاره يی غافل کړمه دی عشق

د روزخ د اوريو بوطی وم چه تل به شوځيوای

د جنت د خسرتونو د قابل کړمه دی عشق

زه بی ساه وم سپيری خاوری ومه هيڅ نه وم اول

په ټولۍ د انسانانو کی شامل کړمه دی عشق

هم رحمت دی هم زحمت عالمه نه پاتيږی عشق

هم د رنا کړم په جهان کی هم جاهل کړمه دی عشق

د حيوان رنګه به ژوند وای چه په هيڅ نه پوهيدای

خو انسان کړم عزيزی هوښيار عاقل کړمه دی عشق

جونګ – د عزيزی صاحب غزل خو دی ولوست دا بل ليک د چا دی ؟

رمز – دا يوه ګيډی ليکونه چه څه نا څه څلور ليکونه کيږی د افغانستان د

سمنګان ولايت او سيدونکی او اوس په صوبه سرحد مانسهری کی مهاجر او زمونږ دايمی اوريدونکی محمد عارف عرفان راليږلی دی او وروسته له سلامونو نه يی پخپلو ټولو ليکونو کی په تکرار سره د خپلو نژدی ملګرو نومونه هر يوه قاری محراب الدين پريشان چه همدا څو شيبی دمخه مو دوه ليکونه ورته خپاره کړل او قاری انځرګل مسافز ، خان محمد خاسار ، عبدالحيات همراز ، جمع الدين فريادی ، سردارخان احمدی ، قاری نوروز ، عطا دالرخمن ، نور جان ارمانې ړ عبدالله اندوی ړ امان الله امان زيړګل زړه سواند ، اغاګل ملنګيار ، عطادالله پردسيی ، قاری فاروق سربه خود چه خدای دی سر به خود نکړی لکلی دی او بيا عرفان صاحب په خپل ليک کی ګيله هم کوی چه زما د څو ليکونو څخه يوازی يو ليک خپروی .

جونګ – محمد عارف عرفان او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو ، مونږ تفريبا په هره اونی کی د دوی ليکونه په خپرونه کی نشر کړيدی او د محترم عرفان صاحب او قاری محريا الدين پريشاصاحب ډير ليکونه مونږ ته رارسيږی او ان په يوه اونی کی په ګډه څو ليکونه رارسيږی ، که مونږ يوازی ځپله ټوله خپرونه د دوی ليکونو ته اختصاص ورکړو نور په سګونه اوريدونکی خو به دوی چانس تر لاسه نکړی چه حیت نور يی د دی خپرونې له لارې نشر شی . نو له دې امله په پوره درنښت سره وايو چه وايی که ژرنده د پلار ده هم په وار ده . دغه شان د قاری صاحب پريشان او عرفان په ټولو ليکونو ملګری يی په جلا جلا توګه هم ليکونه رااستوی او هغوی هم د نشر غوښتنه کوی . هيله ده چه قتاعت موحاصل شوی وی. ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا بل ليک د پاکستان نه د صداقت د کلب صدر او حانې صداقت او

ملګرو يی راليږلی . د سلامونو نه وروسته ليکلی چه زمونږن خطونو ته ځواب نه ورکوی او هم مو راډيويی سيالی نتيجه تر اوسه پوری ولی نه دی اعلان کړی . که تاسو هغه هيره کړي وی ، نو مونږ يی يو ځل بيا تاسو ته يادو .

جونګ – د صداقت د کلب صدرمحترم ورور صداقت او حانی او د کلب تؤلو غړو ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو . د تير کال راډيو يی سيالی نتيجی مو څه ناڅه دوه مياشتی د مخه اعلان کړی دی . ښايی ستاسو انديښنه هم ليری شوی وی .ستاسو د نورو ليکونو په تمه .