<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-16 18:49:40    
د اوريدونکو غږ

cri

د پاکستان د کوهاټ د روحانی صداقت صاحب ليک :

ډيرو محترمو د چين د بين المللې راډيو د پښتو څانګی ټولو کارکوونکو دوستانو ! اسلام عليکم !

ډير خوشحاله يو چه يو ځل بيا خپل پروګرام ته ليک دراستوو او هيله لرو چه دغه ليک ستاسو د خوشحالۍ سبب او په پروګرام کی د نشرکيدو

قابل وګرځی .

ګرانو دوستانو مونږ د دې ليک تر ليکلو پوری روغ او جوړ يو او ستاسو د خوشحالۍ او ښه صحت غوښتونکی يو .

ګرانو دوستانو ! مونږ ټول پروګرامونه ښه په غور سره اورو او خوند تری اخلو او هيله لرو چه تاسی به هم پدغه ډول سره خپل پروګرامونه نور هم خوندور او د پښتو ژبی د ژوندی ساتلو دپاره خپل خدمتونه تر سره کړی .

ګرانو دوستانو !تاسی چه د پښتو خپرونه په کومولنډو څپو (٢٥-٢٥) او (٠٤-٣١) متره وړاندی کوی ، نو دغه خپرونې پاکی ، صفا او په صحيع ډول نه اوريدل کيږی او په ځنې وخت کی خو بالکل نه اوريدل کيږی . مونږ هيله لرو چه دغه ستونزه به خپلو تخنيکی همکارانو ته وړاندی کړی چه هغوی ور سره د حل څه لار پيدا کړی .ځکه چه ځنې وخت ډير اوريدونکی دخپرونې د نه اوريدو له امله د خپرونې د اوريدوڅخه محروم پاتی شی ، نو هيله لرو چه تاسی به زمونږ په دغه تجويز عمل وکړی .

د پاکستان د صوبه سرحد نه د محمد عثمان مردانوی صاحب ليک :

ګرانو او غزتمندو ملګرو : اسلام عليکم !

مونږ ټول ملګری روغ جوړ يو او ستاسو د ټولو ملګرو د روغ او ښه صحت هيله لرو . مونږ ټول ملګری ډير په شوق او مينې سره د سی ار ای خپرونې اورو . موجوده وخت چه په ټولی نړۍ کی ډير بدلون راغلی دی او ټولې نړۍ نه يوکلی جوړ شوی دی . دغه شان د دنيا ميډيا هم ډيره تيزه شوی ده .د هرملک ټی وی ، راډيو او اخبارونه خپلو خلکو ته نوی او تازه خپرونۍ او تبصرۍ وړاندی کوی .په دغه منډه کی سی ار ای د چا نه دوستونه دی پاتی شوی مونږ هيله لرو چه سی ار ای به په راتلونکی وخت کی هم دغه شان خپلۍ خپرونۍ جار ی ساتی . زه خپله وخت په وخت سی ار ای ته پښتو مجلی دراستوم چه دغه تاسو ته ملاوی ږی که نه ؟ خبرمی کړی .

د صوبه سرحد کوهاټ د اريوب کلب د مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی صاحب ليک :

تولو کارکونکو ته سلامونه وايو .

مونږ ستاسی ټول پروګرامونه اورو ستاسی خپرونې سره مونږ ډيره مينه لرو . ستاسی خپرونې اوس ډيرې په زړه پوری دی او پروګرامونه مو ډير دی ستايلو وړ دی په تيره بيا د مونږ او اوريدونکو پروګرام ډير خوندور دی ، خو وخت يی ډير لږ دی . ډيرو قدرمنو تاسی د مونږ او اوريدونکو د پروګرام وخت زيات کړی . دی سره به ستاسی خپرونه ډيره ښه شی .

د اريانا پښتو ادبی تنظيم ليک :

ګرانو او محترمو د چين بين المللې راډيو پښتو څانګی ټولو کارکوونکو هر يو د جانګ جاو ، وانګ اين خه ، عنايت الله رمز ، وی وی ، سياو بينګ او نورو ته د زړه

له کومی سلامونه وړاندی کوم .صحت او عافيت مو د لوی څښتن تعالی نه د هميش دپاره غواړم او تل مود ژوند په ټولو کارونو کی کاميابی او بريالی غواړم .

پروګرامونه مو ډير په شوق سره اورو او ډير معلومات تری حاصلوو .محترمو که د چينی ژبی لوست کوم کتاب له ستاسو سره وی يا تاسی چاپ کړی وی . نو زه له تاسی څخه په ډيره کلکه هيله کوم او هيله کوم چه مونږ ته يی راوليږی ، تاسی به ډير اجر عظيم حإصل کړی ، نور مو په لوی څښتن سپارو ، بريالی اوسی.