د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان يوه امنيتی مامور د جولای په ١٩ نيټه دا تصديق کړه چه د پاکستان د استخباراتو څانګی د ١٨ نيټی په ماښام د صوبه سرحد په يوه پناه وړونکی کمپ کی د افغانستان د طالبانو څو تنه مهم غړی نيولی دی چه په دی جمله کی د طالبانو د عالی مشر محمد عمر دوه تنه عمده مرستيالان مولوی عبدال کبير او مولوی عبدالقدير هم شامل دي .
د خبر له مخی ، کابير د محمد عمر د مشاورينو د کميټې غړی ؤ . کابير او قدير د افغانستان د والی دندې په غاړه درلودی .