<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-21 18:11:44    
د ٌ جوانګ ٌ د قوم کلی کورنی هوټل

cri

د ٌ سپوږمۍ ٌ هوټل د چين په جنوب لويديځ کښی د ګوانګ سی د ٌ جوانګ ٌ د قوم د خودمختارې سيمې يو کورنی هوټل دی چه خاودان يی دواړه ځوانه ښځه او ميړه دی٠ ميړه لياو جی چينګ د ٌ جوانګ ٌ په قوم پوری اړه لری او ښځه يی پان ځو کوۍ نوميږی او د ٌ ياو ٌ له قوم څخه ده چه اجدادی کور يی په يوه بل ځای کښی دی٠ لږه موده دمخه زمونږ د راډيو خبريال د دی هوټل له ښيځنه خاوندې او د دې له ميړه سره مرکه وکړه٠

دا هوټل د ٌ لونګ جی ٌ په نامه د ګوانګ سی د خودمختارې سيمې په يوه منظره داره ناحيه کښی پروت دی٠ هر لوی سهار پان ځو کوۍ پاڅيږی او د ميلمنو دپاره چای چمتو کوی او د يوې ورځې په کارونه پيل کوی٠ هغې خبريال ته وويل چه هر کله چه توريستی فصل رارسيږی، زه تل ډير مصروفه او ډير ستړی يم ، خو زه ډيره خوشحاله يم ، ځکه چه که ميلمانه زيات وی، زما د هوټل عائدات به هم زيات شی ٠

دا يو نمونوی کورنی هوټل دی چه ځانګړی انګړ لری ، ديوالونه يی د لرګيو له تختو څخه جوړ شوی او بام يی په تورو کاشيو پوښول شويدی٠ دا هوټل دوه پوړونه لری چه لاندينی پوړ يی لوی تالار او خوړنځی دی او پورتنی پوړ يی د ميلمنو دپاره شپږ کوټې دی٠ که څه هم په هره کوټه کښی تجهيزات ډير ساده دی او يوازی دوه کټونه شته، خو ډير پاک دی٠ ميلمانه د کړکۍ په وړاندی ليدلای شی چه اوريځې او لړې د شنو غرونو په منځ کښی حرکت کوی٠

د ٌ سپوږمۍ ٌ د هوټل په شاوخوا کښی غرونه ولاړ دی او په غرنی لمنو کښی يی پته په پته پټی جوړ شويدی٠ تر ټولو لوړې پټی په اوريځو او لړو کښی پټيږی چه دا منظره ډيره ښکلی ده ٠ وايی چه دغه پته په پته جوړ شوی پټی د څه دپاسه اوو سوو کالو تاريخ لری٠ څه دپاسه لس کاله دمخه دغه ښکلی منظره د نورو ځايونو خلکو ته معلومه شوه او وروسته له هغه هر کال د نړۍ د بيلا بيلو ځايونو توريستان يی ځانته راجلت کړل چه په دی اثر د جوانګ د قوم دا غرنی کلی له تودوالی او حيات څخه ډک شويدی ٠

ميرمن پان ځو کوۍ چه ديرش کلنه او د دوو ماشومانو مور ده، د هوټل د اداره کولو په باب اووه کلنه تجربه لری ٠ د دې د اجدادی کلی په غرنيو لمنو کښی هم پته په پته پټی جوړ شويدی او تل زيات سياحان راجلبوی، نو هغه له واده نه دمخه په مورنی کور کښی هم د يوه هوټل خاونده وه چه عائدات يی کم نه ؤ ٠

ولی د ٌ ياو ٌ قوم يوه نجلۍ د ٌ جوانګ ٌ قوم نږور ګرځيدلی ده؟ په دی برخه کښی يوه رومانتيکه عشقی کيسه شته ٠ پان ځو کوۍ د خپل خاوند د يادولو په وخت کښی په مسکې سره خبريال ته وويل چه ٌ مونږ دواړو د لومړنی ځل په کتنه کښی سره مينه پيدا کړه، يوه ورځ زه د سفر د شيانو په وړلو سره د غره له هغې خوا څخه دلته راتلم او په لاره کښی له خپل اوسنی خاوند سره اشنا شوم او د يوې مودې له مينې نه وروسته مونږ سره واده وکړ ٠ٌ

پان ځو کوۍ وويل چه د مينه کولو په موده کښی مونږ دواړو کله نا کله د دوو کليو ترمنځ په غرنی لاره کښی سره ملاقات کاوه او د پته په پته جوړ شويو پټيو په ښکلی منظره کښی مو د راتلونکی ژوند په باب پلان طرح کاوه٠ د کليو د توريستی چارو د جوش و خروش انکشاف په ليدو سره مو وغوښتل چه له واده نه وروسته به يو کوچنی هوټل جوړ کړو ٠

اوس د دوی ارزو ترسره شويده، خو دوی له ستونزو سره هم مخامخ دی٠ ځکه چه اوس کورنی هوټلونه زيات شوی او حتی د نورو ځايونو د سوداګرو لخوا د پانګو په اچولو سره لوی هوټلونه هم جوړشويدی٠ نو د پان ځو کوۍ کوچنی هوټل د سيالی له قوی فشار سره مخامخ شويدی٠

د مرکې په بهير کښی د پان ځو کوۍ خاوند ليان جی چينګ چه هم ديرش کلن دی، له بهر نه بيرته کور ته راغی٠ هغه خبريال ته وويل چه ٌ زه غواړم چه د هوټل تاسيسات ښه کړم چه د ميلمنو له هرې کوټې څخه چه اوس تجهيزات يی ساده دی، داسی معياری کوټه اباده شی چه پکښی د حمام په شمول تشناب مجهز شی تر څوچه ميلمانه په خپله کوټه کښی ځان ومينځی او د دوی دپاره د ژوند ښه زمينه برابره شی٠ٌ

له څو کالو راهيسی د لونګ جی د سيمې په غرنيو لمنو کښی پته په پته جوړشوی پټی ډير مشهور شوی او په دی اثر محلی توريستی چارو هم چټک انکشاف موندلی دی٠ نو د هوټلونو ترمنځ سيالی طبعأ شديده شويده٠ محلی حکومت د ٌ سپوږمی ٌ د هوټل په شمول د کوچنيو کورنيو هوټلونو له انکشاف سره د مرستې دپاره يو لړ تدبيرونه غوره کړيدی ٠ يقين دی چه د حکومت په مرسته به دغه هوټلونه د توريستی چارو د انکشاف د پرمخبيولو دپاره ډير ښه رول ولوبوی٠