<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-23 20:27:24    
د اوريدونکی غږ

cri

د پاکستان د صوبه سرحد نه د زيړ ګل صاحب ليک :

د سی ار ای د راډيو کارکوونکو ته ګيډی ګيډی سلامونه وايم . ما سره ملګری دی : سيدالرحمن چينايی سيدګل ګاړی جنت ګل مجروح نورجان احمد زی جمع الدين فريادی او نور د ملايانو د کلی ټول ملګری .

مونږ ټول ملګری هره شپه او هره سهارنې خپرونه په ډير شوق او ذوق او په مينې سره اورو. دا زما څلورم ليک دی چه نشر کيږی . هيله کوم چه زما ټول ليکونه پوره نشر کړی او مونږ ته مطبوعات او د پروګرام پاڼې هم راوليږی .

ا تله

خوب کی مې وليدی يو ځل په مينه *** چه پړاوو نه دې وهل په مينه

ووله سينې نه دی اغزي وتلی *** وې د بوراغوندی د ګل په مينه

په هسکوڅوکو د پامير وختی *** ستا قدمونه مې شميرل په مينه

وه دي له تنه نه رسې تاو شوی *** په اناالحق دې کړو ويل په مينه

فيصله وکړه ما له ځانه سره *** چه شی به ته د وخت اتل په مينه

په نورانې مخ دی مين شوم (( محب )) *** خوب کی می ډير درو کتل په مينه

د پاکستان د صوبه سرحد نه د قارې محراب الدين پريشان صاحب ليک :

د چين د بين المللې راډيو ټولو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کوم .

ما سره ملګرې دې : محمد عارف عرفان ، خان محمد خاکسار عبدالغياث ، همراز زيړګل زړه سواندی ، قاری انځرګل مسافر قاری نوروز عاشوق ، جمع الدين فريادی

عبدالمنان ، خقيار قاری عطاؤالله پرديسی . د سی ار ای د راډيو محترمو کارکوونکو ستاسو لخوا راليږل شوی مجلی او پاکټونه او نور مواد او مونږ ته هر وخت د ډګخانې له لارې سوغانونه رارسيدلی دی ډيره زياته مننه کوو . مونږ ستاسو شکريه د قلم په ژبه نشو ستايلې ستاسو د لورينې او پيرزوينې څخه مننه کوو .

بريک هم نشته

د شپی نا وخته سپاهی يو سئيکل سوار ته وويل او دريږه

ستا په سائيکل کی بټی نشته سائيکل والاورته وويل

چه لری شه بريک پکبنې ههم نشته

شعر

مجنون شوم مشهور څوک می رړاته نه پريږدی

وهی مې ظالمان څوک می خندانه نه پريږدی

دا هم د پاکستان د صوبه سرحد نه د قارې محراب الدين پريشان صاحب بل ليک :

د چين د بين المللې راډيو ټولو کارکوونکو ته سلامونه وړاندی کوی ، ما سره ملګری دی : محمد عارف عرفان ، خان محمد خاکسار ، عبدالغياث همراز ، زيړګل مسافر قاری نورو زعشوق قارې محمد داود .

مونږ ټول ملګری د لوی خدای په فضل اوسلرم سره روغ او جوړيو د سی ار ای د راډيو د همکارنو روغتيا او جوړتيا او سلامتيا زمونږ يو ځينې هيله او ارزوه ده .

شعر

ګله که د ناز خبرې ډيری دی *** مينه کی دراز خبرې ډيری دی

زه چی ستا په مينه کی کړيږمه *** دې کی د غماز خبرې ډيری دی

مينه انتهاته رسيدلی ده *** لا د اغاز خبرې ډيری دی

څومره چی خبری د روغنو دی *** دومره د دومره د مجاز خبرې ډيری دی

ای پريشان ماله په پښتو ژبه *** ستا دا دانداز خبرې ډيری دی

ای مراده ماله په پښتو ژبه *** ستا دا دانداز خبرې ډيری دی