<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-23 20:58:38    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ډيرو عزتمنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! لومړی زه عنايت اللهرمز او زما همکاره چين جونګ ځولی ځولی سلامونه تاسو ته وړاندی کوو او له سلامونو نه وروسته ستاسو د راليږل شويو ليکو په بنسټ خپله د دی اورنې د خپرونې په وړاندی کولو پيل کوو.

جونګ – اوريدونکو خو به زمونږ سلامونو ته وعليک ويلی وی او اوس به ليکونه راواخلو چه څه يی ليکلی دی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره څخه احسان الله احسان راليږی . دسلامونو نه روروسته ليکی چه مونږ د سی ار ای پښتو خپرونی په شوق او ذوق سر اورو او ټول پروګرامونه مو ډير خوښ دی .

جونګ – محترم احسان الله حسان ته مونږ سلامونه وړاندی کوو . هيله ده په راتلونکی کی هم خپل ليکونه راواستوی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هری پوری جی ټوی روډ افضل مارکيت نه زمونږ دايمی اوريدونکی او د باختر د کلب مشر سيدالرحمن بهير راليږلی . وروسته له سلامونو نه ليکی چه ولی د تيری سيالی نتيجی ت رلاسه پوری نه دی اعلان شوې او هم زياتوی که چيری د چي د ولسی جمهوريت د بنسټ ايښو دونکی او مشر ماونسه دونک په پښتو ژبه تر جمه شوی شعرونه موجود وی هغه په يوه خپرونه کی نشر کړی .

جونګ – سيدلرحمن بهير صاحب ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو. د تير کال د سيالی نتيجی مو څه نا څه دوه مياشتې د مخه اعلان کړيدی ، ښايی چه هغه مو

اوريدلی وی او د چين د ولسی جمهوريت د بنسټ ايښو دونکی خقيد مشر شعرونه اوس په لاس کی نلری . که چيری مو تر لاسه کړل هرومرو به يی خپاره کړو .خوشحاله اوسی .

رمز – دا په ګلانو ښکلی شوی ليک د صوبه سرحد کوهاټ ګهمکول دريم نمبر کمپ څخه د اريوب د کلب مش راو زمونږ دايمی اوريدونکی محمد اقبال بشر دوست اريوبی او ملګرو يی جمال الدين ، محمد نعيم ، اجمير عبدالله او د کلب د نورو ملګرو له خوا يی مونږ ته راليږلی او د سلامونو تر څنګ دسی ستاينه کوی :

لکه باغ کی چه د ګلو غنچه ښه ښکاری

داسی مثال دی د سی ار ای

ټول پروګرامونه يی څومره ښايسته دی

په هر ځای کی يی خلک ستا يی

ستاپه مينه او محبت کښی

خلک راته ليدنی وايی

تر څو چه د بشر دوست په بدن کی ساه وی

خپله قلمی دوستی به در سره پايی

او بيا د ليک په پای کی يی ليکلی دی چه ځما دا ليک ضرور نشر کړی .

جونګ – محمد اقبال بشر دوست اريوبی او ټولو ملګرو ته يی ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو .د ستاينې او محبت څخه يی مننه کوو او دا دی ليک مو هم ورته خپور کړ . خوشحاله اوسی .

رمز – او زمونږ د نن شپی د خپرونې د وروستې ليک بيا هم د صوبه سرحد

کوهاټ سټې څخه هرات خان ځاځی راليږلی . مونږ تولو ته يی سلامونه ويل چه ورته وعليک وايو او بيا زياتوی که ژوند باقی ؤ انشا الله خپلی قلمی اړيکی به له تاسو سره ساتو او وايی چه دا زما دريم ليک دی . همداشان يی د خپل ليک په پای کی په افغانستان کی تول ځوانان ښوونی او روزنی ته تشويق کړيدی .

جونګ – هرات خان ځاځی صاحب ته مننه کوو چه مونږ ته يی ليک رااستولی ، خو بايد ووايو د دوی دا لومړی ليک دی چه مونږ ته رارسيدلی . ښايی چه نور ليکونه به يی هم راورسيږی . هيله لرو چه په راتلونکی کی هم خپلی قلمی اړيکی له مونږ سره وساتی .

رمز –دا بل ليک هم د صوبه سرحد مانسهری نه صبيری اميری چه دفری سره په نوموړی کمپيوټری مرکز کی زده کړه کوی او نوموړی هم خپل ليک په نورجان ارمانې ليکلی ځکه هغه هم په پښتو ژبه ليکلی نشی او وايی چه مونږ په پاکستان کی په پښتو ژبه زده کړه نه ده کړی ، خو د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونه په شوق او ذوق سره اوری او وايی چه له مونږ سره نوری لس نجونی همد سې ار ای پښتو خپرونه اوری په پای کی د عکس او مجلوغوښتنه کړيده .دغه راز يی د ليک په پای کی د ازار په نامه څو پښتو لنډی هم ليکلی دی .

جونګ – د محترمی خور صبيری اميری سلامونو ته مونږ هم سلامونه وايو او مونږ به کوشش وکړو چه عکسونه او مجلې د دوی په پته وروليږو .