د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د جولای په څليرويشتمه نيټه د پاکستان خارجه وزير خورشيد محمود قعصوری په اسلام اباد کی دا خبره بيا تائيده کړه چی پاکستان به په دومداره توګه له هند سره هراړخيزې سوله ايزې خبرې اترې وکړی. د پاکستان له لارې د ايران او هند ترمنځ د طبيعی ګاز د پايپ لين د جوړولو د پروژې د يادونې په وخت کی هغه دا څرګنده کړه چی د نفتو او طبيعی ګاز په هکله له ايران سره همکاری د پاکستان له ملی ګټو سره سمون خوری. هغه په نوموړی پروژه کی د هند د شاملېدو په باب خوښی څرګنده کړه.
|