د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د البانيا د ملی دفاع وزارت د روانې مياشتې په ٢٥ نيټه اعلاميه خپره کړه او پکی ويل شوی چه البانيا کرواتی او مقدونيه به په راتلونکی مياشت کی افغانستان ته ګډ طبی ګروپ وروليږی .
نوموړی طبی ګروپ د نوموړو دريو هيوادونو له ١٢ تنو ډاکترانو څخه عبارت دی او هغوی به د يونان د فوځ په مشرۍ په افغانستان کی په سوله ساتی فعاليتونو کی ګډون وکړی .