<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-28 19:19:25    
د قزاقی قوم ښځينه ښوونکې کريم خان

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده، ګرانو اوريدونکو ، په نننی پروګرام کښی به تاسی د چين د قزاقی قوم د ښځينه ښوونکی کريم خان په باب يو راپور واوری٠

( اواز ) دا اواز چه تاسی يی اوری، د چين د قزاقی قوم د يو شمير زده کوونکو لخوا د درس لوستلو په وخت کښی پورته شوی، دوی د چين په شمال لويديځ کښی د شينجيانګ د ويغوری قوم دخودمختارې سيمې په اړه د غرونو په ګوښه زراعتی او مالداری ناحيو کښی اوسيږی او تل له خپلو پلرونو او ميندو سره يو ځای کوچيانی ژوند کوی، خو دا د دوی لخوا د پوهی د زده کولو او د غرونو له بهر سره د تماس نيولو په لاره کښی خنډ ندی ګرځيدلی ٠ د دوی د دی أرزو د ترسره کولو لارښوونکې د قزاقی قوم يوه ښځينه ښوونکې ده٠ څرنګه چه هغې د مور په شان خپله مينه دغو ماشومانو ته ورکړې ، نو دوی په ارام زړه سره زده کړه کولای شی٠

د شينجيانګ د خودمختارې سيمې د مرکز وروموچی په ليرو اطرافو کښی لوړ غرونه ولاړ دی او هلته د قزاقی مالدارانو د اوسيدو ځای دی٠ د ښوونکی کريم خان لومړی ښوونځی يو ډير ګوښه مکتب دی چه په دره ناحيه کښی پروت دی٠ د دی ښوونځی ودانې ډيرې ساده او يوازی يو قطار يو پوړيزې کوټې دی٠ يو کوچنی سيند د ښوونځې له څنګ څخه تيريږی او شاوخوا يی دښته او د قزاقی قوم د مالدارانو يو شمير دوبنې خيمې ليدل کيږی٠

کريم خان چه دوه څلويښت کلنه ده، په ١٩٨٢ کال کښی له منځنی ښوونځی څخه له فارغيدو نه وروسته د دی لومړنی ښوونځی ښوونکې وګرځيدله ٠ د غرونو په سيمه کښی د ژوند او کار زمينې ډيرې خرابې دی، خو هغې هلته درويشت کاله کار کړی او د قزاقی ماشومانو د روزنې دپاره يی نه ستومانه کيدونکی کوششونه کړيدی٠ هغې خبريال ته وويل چه کله چه زه دلته را غلم ، ځوانه وم، د دی ځای د خراب چاپيريال څخه ډيره خواشينی شوم٠ خو څرنګه چه په هغه وخت کښی د مالدارانو اولادونو ښوونکو ته اړتيا درلودله، نو دلته پاتی شوم او ګام په ګام می له دغو زده کوونکو سره مينه پيدا کړه ٠

د غرنی سيمې په ښوونځی کښی رنګا رنګ فعاليتونه او عصری تدريسی الات نشته او سپورتی تاسيسات يی هم ډير ساده دی٠ د زده کوونکو د فارغ ژوند د سمبالو دپاره ښوونکې کريم خان پرته له درسونو ورکولو څخه تل له ماشومانو سره يو ځای لوبې کوی ، دوی ته کيسې وايی او د زده کوونکو په راسمبالولو سره غره ته د ختلو او د فوټ بال د لوبې کولو له لاری دوی تشويقوی چه يو له بل سره د يووالی ، همکارۍ او مرستې روحيې وساتی٠

ښوونکې کريم خان له خپل ماشوم سره د مينه کولو په شان له ټولو زده کوونکو سره مينه لری٠ ځينی غريب زده کوونکی کله نا کله د زده کړې لګښت نشی ورکولای، نو هغه له دوی سره نغدی مرسته کوی ٠ زده کوونکې ګل ميرا يوه مرسته اخيستونکی نجلی ده ٠ هغې وويل چه ٌ په ٢٠٠٤ کال کښی څرنګه چه زما کور له اقتصادی مشکلاتو سره مخامخ شو، نو زه د نوی تعليمی کال د پيل کيدو په وخت کښی ښوونځی ته نه وم راغلی ٠ ښوونکې کريم خان سمدلاسه زما کور ته راغله او زما څخه يی غوښتنه وکړه چه ښوونځی ته لاړه شم٠ هغې زما په ځای د زده کړې لګښت ښوونځی ته ورکړ او ما ته يی د تحفې په توګه تدريسی مواد هم راکړل٠ زه له ښوونکی کريم خان څخه ډيره مننه کوم ٠

د ګل ميرا په شان زياتو زده کوونکو د ښوونکی کريم خان نغدی مرستې ترلاسه کړېدی٠ يوازی د تير کال په منی کښی د نوی تعليمی کال د پيل کيدو په وخت کښی کريم خان له درو تنو زده کوونکو سره د شپږ سوو ژن مين بی يوانو په اندازه نغدی مرستې وکړې چه دغه پيسی د هغې د مياشتنې معاش له نيمې برخې سره برابری دی٠ دغه راز ښوونکی کريم خان کله نا کله زده کوونکو ته کتابچی او پنسلونه د بسپنې په توګه هم ورکوی٠ زيات زده کوونکی د ښوونکی کريم خان د عملونو په اثر ډير خوښ دی٠ زده کوونکی جزيره وويل چه مونږ له ښوونکی کريم خان سره ډيره مينه لرو، د زده کړې او ژوند په برخو کښی هغه زمونږ سره ډيرې زياتې مرستې کوی او کله نا کله په فارغو وختونو کښی له ځينو زده کوونکو سره تدريسی تمرينات کوی ، ځينی زده کوونکی کله نا کله په غرمه خپلو کورونو ته بيرته نشی تللای، نو ښووونکې کريم خان دغه زده کوونکی خپل کور ته وړی او دوی ډوډۍ خوړلو ته وربولی٠ مونږ د زړه له کومی له ښوونکی کريم خان څخه تشکر کوو، مونږ به له لوئيدو نه وروسته د هغې په شان مهربان کسان وګرځو٠ ٌ

اوس د کريم خان قوی ارزو دا ده چه په مداومه توګه زده کوونکی وروزی تر څو چه د چين د قزاقی بزګرانو او مالدارانو اولادونه زياتې پوهې زده کړی٠ هغې وويل چه ما له ماشومانو سره له ګډ ژوند څخه خوشحالۍ ترلاسه کړيدی٠