<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-07-30 18:47:25    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې زړته رانژدی اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی د يوی اونی په تيريدو سره زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ د روانی خپرونې په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو.

جونګ – رمز صاحب پدی وروستيو مياشتو کی مو د اوريدونکو بی شميره ليکونه تر لاسه کړيدی او د اونيو او مياشتو په تيريدو سره لا ډير اوريدونکی له مونږ سره خپلی اړيکی ټينګوی . خو ستونزه پدی کی ده چه د خپرونې د وخت د کموالی او هم کله نا کله د پوستې رسولو په چارو کی د اوږد ځنډ له امله په ځنډ سره ليکونه خپريږی او پدی توګه اوريدونکی له مونږ نن ګيله من شی . خو مونږ هڅه کوو چه د ټولو اوريدونکو ليکونو ته که که څه هم له ځنډ سره وی دخپريدو فرصت برابر کړو . اوس به د اوريدونکو ليکونه راواخلو چه د کوم اوريدونکی دی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهره نه زمونږ يوی نوی اوريدونکی چه خپل نوم يی فريه ليکلی د سلامونو او نيکو هيلو وروسته داسی ليکی زما عمر د پنځلسو کالو دی او له کوچنيوالی څخه يی د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونې سره مينه او ذوق لرم ، اوس کاله کيږی چه ستاسو په زړه پوری خپرونې اورم او هغه ډيری خوښيږی . يوه ورځ د کمپيوتر په مرکز کی ناسته وم نور جان ارمانې له صبيری اميری سره د چين د بين المللې راډيو د پښتو خپرونې په هکله خبری کولی ماورنه پوښتنه وکړی چه تاسو هم د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونه اوری ، هغو راته وويل چه هو ! بيا می له نور جان ارمانی نه غوښتنه وکړه چه خو افغان يی نو ما ته د چين د بين المللې راډيو دپاره يو ليک ليکه ، ځکه زه په

پښتو ليک دود ليک ليکی نشم ، نو هغه ؤ چه دا ليک راته نور جان ارمانی صاحب وليکه او تاسو ته می درواستوه ، دغه راز فربه خور خپل ليک په پای کی زمونږ د ځانګی د ټولو کارکوونکو د عکسونو او د مطبوعاتو غوښتنه کړيده چه بايد د هغه په پته يی واستوو .

جونګ – د محترمی خور فريی نه ډيره مننه کوو چه مونږ ته يی ليک رااستولی دی او سلامونو ته يی وعليک وايو . مونږ په کوشش وکړو چه د کار کوونکو عکسونه او نور مطبوعات د دوی په پته وروليږو .

رمز – دا ليک د ننګرهار ولايت د نازيانو د ولسوالی د ملاخيلو د کلی او سيدونکی سهيل شينواری نازيان چه په ليری پښتو نخوا د کوهاټ ضلع په ګهمکول کمپ کی د مهاجرت شپې او ورځی سبا کوی راليږلی ، دوی د سلامونو نه وروسته ليکی چه زه ستاسی خپرونه په شوق او ذوق سره اورم . د احمد شاه ابدالی د کلب نوی غړی يم او غواړم چه له دی نه وروسته له تاسو سره خپلی قلمی اړيکی ټينګی کړم . بيا زياتوی چه د شعر او شاعری او ليکوالی سره مينه لرم او تر خپلې وسی پوری مات او کوډ شعرونه هم ليکم . همداشان د ليک په پای کی يی د خپلو شعرونو بيلګی هم راليږلی چه يوشعر به يی ولولم .

جونګ –مهربانې وکړی .

رمز – د دوی دا غزل د ښکلی ستر کی تر سر ليک لاندی دی او وايی :

نن می ليدلی داسی ښکلی سترګی *** والله چه ډيری نازولی سترګی

کتو کتو کی تردی حده لاړم ***رانه شوی ورکی پکی خپلی سترګی

ځکه يی ځانته سپيلنې لوګی کړل ***نظر بازانو تری خوړلی سترګی

چا په لمسون باندی محضل کی ياره ***څومره زرتا کړلئ بدلی سترګی

خو دی صفت ليکم د زړه په وينو *** دې زما ژوند پوری تړلی سترګی

سهيله هغه باچاهی دور وو *** چی د يو بل به مو ليدلی سترګی

بيګا زخمی زخمی کابل راياد شو *** بيا می له نم نه وچيدلی سترګی

او دا اوږد ليک د کوهاټ ګهمکرل دوهم نمبر کمپ نه د اريانا پښتو ادابی ټولنې مشر سيدوارث حنيفې او د کلب د غړو له خوا رارسيدلی د سلامونو نه وروسته زياتوی چه د چين د بين المللې راډيو د چين او پښتو د دوستی مثال دی او مونږ ټول له دې خپرونې څخه پوره ګټه اخلو .پخوا زمونږ د کلب د غړو شمير ٤٤ تنه ؤ خو اوس يی شمير دوه سوو تنو ته رسيدلی دی چه دا نه يوازی زمونږ دپاره انتخار دی ، بلکی د چين د بين المللې راډيو دپاره هم انتخار دی .دغه راز يی د تير کال د سيالی د کټونکو او نتا شجو په باب معلومات غوښی دی .

جونګ – محترم سيدوارث حنيفی او د کلب ټولو غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او دا چه د دوی د کلب د غړو شمير زيات شويدی ورته مبارکی وايو او د تير کال راډيويی سيالی او نتيجو په هکله مو څو چو ځله په تيرو خپرونو کی معلومات ورکړ ، تيری له بيا تکرار څخه يی صرف نڼظر کوو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا دوه ليکونه د پاکستان د کرم اينجسی د ګالۍ له کمپ څخه حضرت ولی منګل له خوا د سی ار ای د کلب د ټولو غړو په نماينده کی مونږ ته رارسيدلی دی . زمونږ د ځانګی تؤلو کارکوونکو ته يی په جلاجلا توګه سلامونه ليکلی او په ليکونو کی يی زمونږ د کارکوونکو ډيره ستاينه هم کړيده . دا يوه ليک په پای کی د چينی ژبی د زده کړی د کتاب غوښتنه کړيده او په بل ليک کی يی د چين د پرمختګ او ودی په باره معلومات وړاندی کړی .

جونګ : محترم ورور حضرت منګل د سی ار ای د کلب ټولو غړو ته مونږ هم سلامونه وايو . دا چی د جنتری د عکس په ليدو سره مو زمونږ د کارکوونکو ستاينه کړيده له تاسو سره مننه کوو . د چينی ژبی د لوست چاپ شوی کتاب په لاس کی نلرو ، يوازی د چينی ژبی د لوست په ټول خپرونه لرو چه کولای شی ورڅخه ګټه واخلی . ستاسو د دوهم ليک له امله چه د چين اقصادی پرمختګ مو ستايلې ده مننه کوو .

رمز – دا بل ليک د مانسهری نه زمونږ دايمی اوريدونکی محمد عارف عرفان له خوا رارسيدلی د خپل د کلب د ټولو غړو په نماينده ګی يی سلامونه هم ويلی دی . وروسته د خپلو ملګرو د يادونې نه ليکی چه کله مونږ تاسو ليکونه دراستوو ، نو ځينې يی بيرته واپس کيږی ستونزه دا ده چه هغه ليکونه چی د اسلام اباد له لاری استول کيږی ، نو تاسو ته رسيږی او که چيری يی ډاګ والا دکراچی لارې درواستوی . نو بير ته واپس کيږی او مونږ ته وايی چه پری ټګټ ولګوی ، د دی مسلې حل غواړو .

جونګ – محترم ورور محمد عارف غرفان او د کلب ټولو غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . د ليک په باره کی بايد ووايو چه خپل هغه ليکونه چه مونږ ته يی رااستوی په اسلام اباد کی زمونږ د پوستې صندوق په پته چه ثماره يی اسلام اباد جی پی وو پوښت بکس نمبر ٢٠١٧ ده او يا په مربوطه څانګه ستاسو ليکونه زمونږ د راډيو په پته راليږی . که چيری تاسو پخپل ليک کی په اسلام اباد کی زمونږ د پوستې صندوق په پته راونه استوی ، نو هرومرو ستاسو ليکونه په مختلفو لارو له ځنډ ، ستونزو او ان دا چی د واپس سره مخامخ شی . بيا هم به مونږ دغه ستونز خپلو اړوندو څانګو سره شريکه کړو تر څو ور ته د حل لاره ولټوی . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد څخه د اريوب تد کلب مشر محمد

اقبال بشر دوست اريوبی او ملګرو يی هر يوه جمال الدين ، محمد لغيم اجمير ، عبدالله او نورو ملګرو يی راليږلی دی . اريوبی صاحب ده خپل د کلب په نماينده ګی له دی امله چه په تيری راډيوی سيالی کی د جايزی مستحق ګرځيدلی خوښی څرګنده کړی او ليکلی يی دی چه ستاسو راليږل شوی سوغات مو د سترګو په ليمو قبول دی .بيا پخپل ليک کی زياتوی چه عنايت الله رمز ته د نوی همکاری مبارکی وايم او دا نوی پيغله ډيره ښه پښتو وايی . هيله ده چه لا نوره هم پخپل کار کی بريالی واوسی .

جونګ – اريوبی صاحب او دکلب ټولو غړو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . دا چی تاسو زمونږ دغه ناچيزه سوغات ته ډير ارزښت ورکړی او هغه مو منلی دی مننه کوو . که څه هم ځينې محترم اوريدونکی لکه د صوبه بلو چستان ژوب نه د سی ار ای د کلب مشر محمد عارف مندوخيل او د پاکستان د صوبه سرحد چارصدی نه معشوق جان کامه وال او عاشق الله کامه زمونږ د سوغات له ليږلو څخه ناخوښی څرګنده کړيده . بايد ووايو چه يا د به دی زه کړم موړ به دی خدای کړی . زمونږ سيالی که له يوی خوا د دوی د پوهی او ليکوالی د سطی د لوړولو په خاطر ده له بلوه پلوه يی د مادی ارزښت پر ځای مغوی ارزښت ډير دی او مونږ په تيرو خپرونو کی هم ويلی ؤ چه چين ته سفر دوهم د لومړی درجی ګټونکو په منځ قرعه کشی کيږی دا چه د هر چاطالع او بخت ياری وکړه . نو مسقحق ګڼل کيږی او يوازی د دوه سوو تر منځ اوه تنه ټاکل کيږی او بيا دغه اوه تنه چه له هر هيواد څخه مستحق وګرځيدل چين ته سفر کوی . نو دا چی محترم اريوبی صاحب پوره قناعت کړی او رفيع الله مندوخيل صاحب او معشوق جان کامه وال صاحب خواشينې شوی . د قناعت څخه مو مننه کوو او کيله مو منو هيله ده چه قناعت مو حاصل شوی وی . بله دا چه محترم ورور محمد اقبال

بشر دوست اريوبی صاحب زما له راتګ او کارکولو له امله مبارکی ويلی ده ورڅخه مننه کوم او زه به نور هم کوشش وکړم چه رمز صاحب سره دا خپرونه نور هم نبه جوړه او اوريدونکو ته وړاندی کړم .

رمز—دا يوه ګيډی ګيډی ليکونه چه دری ليکونه کيږی . زمونږ دايمی اوريدونکی فاری محراب الدين پريشان د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری څخه راليږلی دی .پخپلو ټولو ليکونو کی يی خپل دايمی ملګری لکه محمد عارف عرفان چه هغه هم پخپل ځانګری ليک همدا نومونه په تکرار سره ليکلی . خافی محمد خاکسار ، عبدالغياث همراز ، زيړګل زړه سواند او نور ليکی او سلامونه يی ويلی دوی هم زمونږ د ليږل شويو غانو څخه ډيره خوښیت او مننه څرګنده کړيده او په هر ليک کی يی شعرونه هم ليکی دی .

جونګ – قاری صاحب فحراب الدين پريشان او ټول ملګری دی زمونږ سلامونه هم ومنې . دا چی زمونږ درليږل شوی شنو نمانونه مو تر لاسه کړل .خوشحاله شولو .