<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-04 18:50:17    
د قرغز د قوم لوی متبحر پروفيسر مکۍ لائق

cri

د چين قرغزی قوم چه د چين په شمال لويديځ کښی د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمخاره سيمه کښی اوسيږی ، پخوا يو کوچيانی قوم ؤ ، خو له څو کالو راهيسی دوی د ولسی حکومت په مرسته ګام په ګام له کوچيانی ژوند سره خدای پامانی کړی او خپل دائمی کلک کورونه يی جوړکړيدی٠ څرنګه چه د دوی دپاره د تعليماتو د ترلاسه کولو فرصتونه زيات شوی، نو له قرغزی هيوادوالو څخه زيات د مدافع وکيلان، سوداګران او پوهان روزل شويدی٠ پروفيسر مکۍ لائق له دوی څخه يو لوی متبحر شخص دی٠

د پروفيسر مکۍ لائق ټول ويښتان سپين شوی، کله چه خبريال هغه وليد، باور يی نه درلود چه د ده عمر پنځوسو کلونو ته هم ندی رسيدلی٠ د پروفيسر مکۍلائق په دفتر کښی پر ته له يوه کمپيوټر ، يو ميز او يوه تيلفون څخه ډير زيات کتابونه ليدل کيږی٠ ده په خندا سره خبريال ته وويل چه زه له ساده ژوند سره مينه لرم ٠ د مادی ژوند له لحاظه می اساسی ژوند تامينيدای شی، زه به رضايت ولرم٠ زما په نظر هر څوک بايد له خپلو کارونو سره مينه ولری، زيات ګټور او اهمتيت لرونکی کارونه وکړی او راتلونکو نسلونو ته دی اخلاقی شتمنی ورپاتی کړی٠

پروفيسر مکۍ لائق د قرغزی ژبې د څيړنې په برخه کښی لوی لاس لری او په وار سره يی د قرغز د قوم په باب زيات کتابونه يی چاپ کړی او نور يو شمير داسی کتابونه يی هم ترجمه کړيدی ٠ دی له خپل اجدادی کور او قوم سره ډيره مينه لری٠ په يوه بين المللی علمی مباحثوی غونډه کښی د قرغزی قوم په باب د پروفيسر مکۍ لائق يوه وينا د ټولو ګډون کوونکو پوهانو د توجه وړ وګرځيده٠ ورپسی نه يوازی د قرغزستان دولتی مشرانو له هغه سره وکتل، بلکه د هغه هيواد د ژبې او ادب پوهنځی هم هغه د عمری افتخاری پروفيسر په توګه وګماره٠

پروفيسر مکۍ لائق د قرغزی قوم د اوږد قومی حماسی اثر << ماناس >> څيړونکی متخصص دی٠ << ماناس >> د دی قوم د قهرمانانو په باب حماسی اثر دی، پکښی د ماناس د کورنۍ د اتو نسلونو لخوا له خارجی تيری سره د مقاومت کولو ، له خپلو کليو څخه د دفاع کولو او د قرغز د قوم دپاره د ارام او نيمرغه ژوند د لټولو په باب کيسی منعکس شوی دی چه ډير قيمتی هنری او ادبی ارزښتونه لری٠

د ژبې څيړنه يو ډير ستړی کار دی او څيړونکی بايد د زياتو علومو په باب معلومات ولری٠ خو پروفيسر مکۍ لائق له دی کار سره ډيره مينه لری٠ ده وويل چه د ژبې تنظيمول او څيړل يو مسلسل کار دی، هر کله چه ما د يوې مربوطې مسئلې په څيړنه کښی ځان اچاوه ، هرومرو به می په پراخه توکه مربوط مدراکونه لوستل او هره ورځ به می يوازی د پنځو ساعتو دپاره تفريح کاوه٠ خو دا زماد پاره د خوښی وړ کار دی، ځکه چه زما په نظر دا کار ستر اهميت لری٠ کله چه قرغزان زما د کتابونو د لوستلو له لاری په څرګنده توګه پر خپل تاريخ باندی پوه شوی، نو زه ډير خوشحاله يم ٠

اوس پروفيسر مکۍ لائق د چين د شينجيانګ په اړه د قرغزی قوم د کلتور او تاريخ د څيړنې د ټولنې سرمنشی، د شينجيانګ د << ژبو او ترجمې >> د مجلې مش او د چين د << ماناس >> د څيړنې د ټولنې سرمنشی دی او ډير مصروف دی ٠ د ملګرو او خپلوانو په نظر ، هغه د کارونو دپاره ليونيتوب ته رسيدلی دی٠ د ده ميرمن ګل شاه خبريال ته يوه داسی کيسه وويله چه د ٢٠٠٣ کال په يوه مازيګر يوه ملګری ما ته وويل چه مکۍلائق سخت ناروغ شويدی٠ زه ډير ويريدم ، په بيړه سره می د ده دفتر ته منډه ووهله او و می ليدل چه هغه پخپل لاس کښی يوه د قلمی نسخې نيولې او بی هوښه شوی ؤ ٠ مونږ سمدلاسه هغه روغتون ته يوړ، ډاکټر وويل چه د ده دماغ سخت ستړی شوی او بايد اعصاب يی تنظم شی او ښه تفريح وکړی٠ خو هغه په روغتون کښی د بستری کيدو په بهير کښی تل د کتابونو د چاپولو پوښتنه کوله ٠ کله چه << چينی قرغزی قاموس >> چاپ شو، هغه بيا بيا قاموس ته مچ کړ او و يی ويل چه ګواکی دا قاموس زمونږ نوی زيږيدلی زوی دی٠