<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-06 18:58:31    
مونږ او اوريدونکی

cri
 رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! زه عنايت الله رمز او زه چين جونګ . د سلامونو په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمتکی يو . هيله ده چه يو خوشيبی له مونږسره پاتی شی .

جونګ – رمز صاحب ، اوريدونکی خو خبرياست چه زمونږ د خپرونی د وخت زيات شوی او مونږ تل د اوريدونکو غوښتنوته د مثبت ځواب د ورکولو تر څنګ هلی ځلی کوو چه دا خپرونه لا نوره هم په زړه پوری وړاندی کړو او د ډيرو اوريدونکو ليکونو ته پکی ځای ورکړو .ځکه زمونږ محترم اوريدونکی تل مونږ ته ليکونه راليږلی او هر يو دخپل ليک خپريدو ته سترکی په لاره وی .

رمز – چين جونګ جانی : دا چه تاسو ښه زيری اوريدونکو ته ورکړ ، نو مونږ به هم هغوی په انتظار کی نه پريږدو او ليکونه به راواخلو .

جونګ – لومړی ليک د کوم اوريدونکی دی او څه يی ليکلی دی .

رمز – دا دوه ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهری نه نور جان ارمانی راليږلی دی او ليکی چه ما سره ملګری دی : بهامی پوسوال اول ګل جګرخون ، داؤد احمدزی ، محمد جان غوری وال نعيم سيلابی ، امير جان نوری ، کبير جان زړه سورند ولی خان همراز، علم زيب پيلوټ ، نور محمد زرهد او وړوکی شميم او نور ، د سلامونو نه وروسته زياتوی چه مونږ ستاسو خپرونه تل اوروو . مونږ غواړو چه يوی نوی کلب جوړ کړو او نور جان ارمانی صاحب غواړی خپل ځانته نوی تحلص کيږدی .، نو تاسو مونږ ته د کلب نوم او تخلص وټاکی .

جونګ –نور جان ارمانی صاحب د ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو دا چه تاسو نوی کلب جوړوی او هم نوی تخلص ټاکی ستاسو خپله خوښه ده .مونږ ستاسو د

خوښی او ذوق نه څه خبرليو چه پر ځان کوم تخلص ږدی او هم د خپل کلب د پاره کوم نوم خوښيږی . مونږ يی د ټاکلی حق نلرو ، ستاسو خوښه او خوشحالې زمونږ خوشحالی ده .هر هغه نوم چه ستاسو خوښيږی د خپل کلب دپاره يی وټاکی او دتخلص ټاکل او ريښودل هم ستاسو خپل حق دی .خوشحاله اوسی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرباجوړايخبسی پشدنه خان زرين عادل راليږلی د سلامونو ته وروسته ليکی چه ستاسو ځوابی ليک مو تر لاسه کړ ، خو يوه کيله لرم هغه دا چه زمونږ ليکونه نه خپروی .

جونګ – خان زرين عادل دی . زمونږ سلامونه هم ومنی او کيله مو په سترګو منو ، خو يوازی دا ويل غواړو چه زمونږ د هر اوريدونکی ليک چه هر څومړه په ځنډ سره مونږ ته راورسيږی ځوابه نه پريږدو او هرومرو يی خپروو . ځينې داسی اوريدونکی هم لرو چه څه نه څه هره اونی يی ليک خپروو ، ځکه ډير ليکونه مونږ ته راليږل ، خو بيا هم ګيله من وی چه زمونږ ليکونه نه خپريږی . دا دی ستاسو ليک مو هم خپور کړ . هيله ده چه ګيله مو ليری شوی وی .

رمز – دا ليک هم د مانسهری نه امان امان راليږلی او خپل ملګری هر يو ذکريا ، عارف عرفان ، عزت الله مجاهد جيب الل او سليمان معرفی کوی وروسته له سلامونو نه ليکی چه له ما سره پاکټونه خلاص شوی دی او دا يو پاکت می هم په قرض اخيستی دی .

جونګ – محترم امان امان ورور ته مونږ هم سلامونه وايو او کوشش به وکړو چه د خط پاکټونه د دوی په پته وروليږو .

رمز – دا دوه نوی ليکونه هم د صوبه سرحد مانسهری نه زمونږ نوی اوريدونکی نثار احملا احمدی او ملګرو يی هر يوه قدرت الله ، طارق الله ، همدا د او

سرباز هجران راليږلی دی . د سلامونو نه وروسته ليکی چه مونږ ستاسو خپرونه په ډيره مينه اورو او دا زمونږ لومړمی ليک دی . په راتلونکی کی به هم ليکونه ورواستوو. مونږ مجلی او مطبوعات راوليږی .

جونګ – نثار احمد احمدی صاحب او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونهوايو . خدای دی وکړی چه دا ستاسو لومړی ليکونه نه وی . په راتلونکی کی هم مونږ ته ليکونه راواستوی . مجلی او مطبوعات به هرومرو ستاسو په پته درواستوو . خوشحاله اوسی .

رمز – چين جونګ جانی : ستاسو پام خو به هم شوی وی چه د صوبه سرحد مانسهری نه مونږ ته ډير ليکونه رارسيږی او دا ليک هم د مانسهری نه صکارق الله همداد چه نوم يی زمونږ د يوه بل اوريدونکی ليک کی چه دمخه مو ولوست هم ليکل شوی ؤ . دا يی خپل مستقل ليک دی . زمونږ دغه اوريدونکی د سلامونو نه وروسته ليکی چه ما سره ملګری دی . قدرت الله ارمانی ، فغل واحد واصدی . محب الله وفا، سرباز خان هجران هدايت الله قاوری ، اصيل محمد صديق او حضرت عمر کامران . بيا پخپل ليک کی زياتوی چه مونږ ستاسو خپرونه په شوق او ذوق سره اورو . زمونږ دا لومړی ليز دی. پاکت مو له محمد عارف عرفان نه په پور واخيست . مونږ په راتلونکی کی هم ليکونه درواستوو . هيله لرو چه مجلی او پاکټونه مونږ ته راواستوی ، د خپل ليک په پای کی ليکی چه د مونږ اوريدونکی دخپرونې وخت زيات شی .

جونګ – طارقالله همداد صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنې . هيله ده چه دا مو لومړی ليک نه وی او مونږ هم ستاسو ليک خپور کړ پهراتلونکیکی نور ليکونه هم راوليږی . مونږ به کوشش وکړوچه مجلی اود ليک پاکټونه تاسو ته واستوو. مونږ

او اوريدونکی د خپرونې وخت دا دی زيات شويدی . هيله ده چه ستا او د ټولو اوريدونکو غوښتنه تر سره شوی وی . ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک د صوبه بلوچستان ضلع پشين څخه جان محمد ثاقب ، احمد شاه مخلص او سمسيع الله راليږلی . د سلامونو او د خپرونی د ستاينې تر څنګ يی ليکلی چه مونږ ته پښتو کتابونه راواستوی .

جونګ – محترم ثاقب صاحب او ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو . د کتابونو په هکله بايد ووايو چه زمونږ اداره يوه نشراتی مؤسسه ده ، خو کتابونهنه چاپوو او د پښتو ژبی هيڅ ډول کتابونه نلرو چه تاسو ته يی درواستوو.

رمز – دا دوه ليکونه د پيښور د نوشهر نه مهو الله روحانې او ملګرو يی هر يوه رحمت الله هباُ الله او شاهوالله راليږلی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيازياتوی چه ما پنځه ليکونه تاسو ته استولی دی او هيڅ ليک می نه دی نشر شوی . که چيری دا ليک تاسوته درورسيږی ، نو هرومرو راته نشر کړی . ځکه زما ملګری ما پوری خاندی او راته وايی چه زمونږ خطونه خپريږی او ستا ليکونه نه نشريږی . زمونږ دغه اوريدونکی د خپلو ليکونو په پای کی شعرونه او لنډی هم ليکلی دی .

جونګ – محترم ورور محمد الله روحانی صاحب او ستاسو ټولو ملګرو ته مونږ هم ډير ډير سلامونه وايو . ستاسو دا لومړنی ليکونه دی چه مونږ تر لاسهکړيدی نور ليکونه مو تر لاسه پوری ورسيدل مونږ به يی نشر کړو . تر څو ستا ملګری پرتا باندی ونهخاندی . خو د وخت د کمښت لهامله د شعر او تکرار ی لنډيو څخه مو معزات غواړو . خوشحاله اوسی .

رمز – دا دوه ليکونه هم زمونږ دايمی اوريدونکی او دوست او د اريانا دادبی تنظيم مشر سيدوارت حنيفی راليږلی .مونږ هر يوه ته يی په جلا جلا توګه سلامونه

ويلی وروسته د سلامونو نه يی زمونږ دټولوخپرونو ستاينه کړيده او بيا زياتوی اوس ستاسو د مطبوعاتو څخه محروم شوی يو. هيله ده چه مونږ د خپلو مطبوعاتو څخه محروم نکړی . او په دوهم ليک کی ګټوری مشوری او وړانديزونه هم ليکلی دی .

جونګ – محترم سيدوارث حنيفی صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنی او مطبوعات به هرومرو ستاسو پهپته دروليږو . د مشورواو وړانديزونو نه مو مننه کوو .

رمز – دا دوه ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد مردال زمونږ دايمی اوريدونکی محمد عثمان مردانوی راليږلی او په خپلو ليکونو کی يی د سلامونو تر څنګ زمونږ د روغتيا هيله کړيده . بيا يی ليکلی دی چه د چين بين المللې راډيو زمونږه خپله راډيو ده او پښتو خپرونه يی په مينه مينه اورو او په بل ليک يی ليکلی چه د تا تری په نوم می تاسو ته يو مجله استولی وه .

جونګ – مردانوی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو . مونږ هم خوشحاله يو چه د همدی راډيو له لاری چه ستاسو خپله راډيو ده په خدمت بوخت يو او مونږ به لا نور هم کوشش وکړو چه ستاسو د خوښی اوخوشحالی دپاره خپرونې او پروګرامونه خپاره کړو.ستاسو دراليږل شوی مجلی مننه کوو .

رمز – او د نن خپرونې دا وروستی ليکونه د پاکستان د صوبه سرحد ضلع هريو پور نه هجرت الله فريادی راليږلی او دسلامونو نه وروسته ليکی چه زه د النصر دعالی ليسی د دولسم ټولګی زده کوونکی اودسيدالرخمن پهيی مهاون يم . زه ستاسو ټولی خپرونې اورم . په دوهم ليک کی يی د چين پههکله څو په زړه پوری معلومات ليکلی او دا يی هم زياته کړيده چه تاسو پښتو ژبی ته ډير حدمت کوی او د خپل بل ليک په پای کی يوه ټوکه او شعر يی هم ليکلی دی . ټوکه يی داسی ده .

يوه سړی خپل زوی ډبوه يعنی هغه يی وهه .بل سړی تری پوښتنه وکړه چه ولی يی وهی هغه ورته وويل که درته ووايم نو ته به يی هم ووهی .لومړی يی په نصوارو پيل وکړ بيا يی سګرټ څکول ور باندی خبر نه وم ، وروسته د سرابو څښل پيل کړل هيڅ می ور ته ونه وي ل، خو اوس کرار کرار فانتا ، کوکاکولا او پيسی څښی ، نو ځکه دوهلو وړ دی .

جونګ – هجرات الله فريادی صاحب ته مونږ هم سلامونه وړاندی کوو، توګه يی ډيره په زړه پوری وه . د دوی د نورو ليکونو په تمه .