د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د هند او پاکستان استازيو د اګيست په اتمه نيټه په نوی ډيلی کی د عادی وسلو په هکله د متقابل اعتماد د پاليسی د جوړيدو په باب د پوهانو په درجه يوه ورځنی خبری اتری وکړې او دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چه د نوموړی پاليسی د يوی برخی په حيث به د کشمير د واقعی کنترول د کرښی په سيمو کی د اوربند د موافقنامی تطبيق ته دوام ورکړي ٠
د هند د خارجه وزارت نطاق ناوتيج سارنا په همدی ورځ وويل چه د هند او پاکستان تر منځ په خبرو اترو کی تر سره شوي موافقتنامه او تفاهم به د دواړو هيوادونو د سوله ايز بهير د پرمختګ لپاره ستر رول ولوبوي ٠