د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د اقتصادی او تجارتی همکارۍ په باب د هند او پاکستان تر منځ د خبرو اترو دوهم پړاو د اګيست په لسمه نيټه په نوی ډيلی کی پای ته ورسيد او دواړو هيوادونو له دې سره موافقه وکړه چه د هند د مرتشر د ښار او د پاکستان د لاهور د ښار تر منځ به د مخابراتی اسانتياوو لپاره نوری کيبل جوړ کړي ٠
د هند او پاکستان تر منځ د خړوپړو روابطو د ښه والی لپاره دواړو هيوادونو د ٢٠٠٤ کال په سر کی په هر اړخيز ديالوګ پيل وکړ او په دی لاره کی يی واقعی موفقيتونه تر لاسه کړيدی ٠ د نوری کيبل جوړونه هم په دی بهير کی شامليږي ٠