<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-11 15:20:13    
د لاسا ښار د باغی چارو د ادارې رئيسې څاو ګوی ژونګ د ښار د سمسورولو دپاره کوششونه کوی

cri

هره ورځ کله چه لمر لويديږی، د لا سا ښار د بوتالا د بودايی ماڼۍ په وړاندی ميدان کښی د ونو تر سيورۍ لاندی زيات ماشومانو لوبه کوی او په دی ميدان کښی د شنو وښو او ډيرو زياتو تازه ګلونو د ودې په اثر د بوتالا بودايی ماڼۍ ډيره ښکلی ښکاری٠ له دغو ښکلو منظرو څخه د لاسا د ښار د باغی چارو د کارکوونکو او د دوی د مشرې ميرمن څاو ګوۍ ژونګ زحمتونه ښودل شويدی٠

کله چه خبريال د ميرمن څاو ګوۍ ژونګ دفتر ته ننوت، رئيسې څاو ګوۍ ژونګ له خپلو ملګرو سره يو ځای د سړکونو د دوو اړخونو د سمسورولو په باب مسئلې باندی بحث کاوه٠ سږکال د چين د تبت د خودمختاری سيمې د جوړيدو له څلوپښتمې کاليزی سره مصادف دی، نو د لا سا د ښار د سمسورولو دندې ډيرې درنې دی٠ د څاو ګوۍ ژونګ دفتر دومره لوی ندی ، پکښی يوازی يو ميز او څو څوکۍ شته او د يوې خوا پر ديوال باندی يوه سپينه تخته ځوړنده ده چه ورباندی د ښار د سمسورولو په باب د کارونو د جريان نقشې کښل شويدی٠

ميرمن څاو ګوۍ ژونګ د ٌ مان ٌ د قوم هيوادواله ده او اجدادی کور يی د چين شمال ختيځ د لياو نين په ولايت کښی واقع دی٠ څه دپاسه ديرش کاله مخکښی هغه د زده کړې دپاره د چين د جنوب لويديځ د تبت د خودمختارې سيمې مرکز لاسا ته راغلې او له هغه وخت نه راهيسی تل په دی ښارکښی ژوند کوی٠ هغه چه د تبت د کرنې او مالدارۍ له پوهنځی څخه فارغه شوه، له باغی چارو سره ډيره مينه لری ٠ ميرمن څاو ګوۍ ژونګ خبريال ته وويل چه له شلو کالو راهيسی د لاسا د ښار سمسورول يوې لوړې مرحلې ته رسيدلی دی٠ ما د باغی چارو په اداره کښی د شلو کالو دپاره کار کړيدی٠ له پوهنځی څخه د باغی چارو ادارې ته ننوتل زما دپاره د تمريناتو يو بهير ؤ، د مشرتابه په پاملرنې او ملاتړ می چټکه ترقی ترلاسه کړيده٠

د زياتو کالو له کارونو څخه د بريالی وتلو په اثر ميرمن څاو ګوۍ ژونګ د باغی چارو د ادارې مشره ګرځيدلی ده چه د کار ډير ښه سبک لری او تل د کارکوونکو سرمشق ګڼل کيږی٠ هر سهار هغه تر ټولو نه وختی دفتر ته راځی او سمدلاسه په کار پيل کوی٠ د يوې مشرې په توګه ميرمن څاو ګوۍ ژونګ کله کله د باغونو او واټونو د سمسورولو په جسمی کارونو کښی ګډون کوی او د باغی چارو د مسلکی فنی کارکوونکی په حيث کله نا کله په قوريه کښی باغوانانو ته د نيالګيو د روزلو او اداره کولو په باب مهارتونه او تخنيکونه ورزده کوی٠

پخوا باغوانانو به د قيچی په وسيله واښه بياتی کول او له دی کار څخه به ډير ستړی کيدل او د کار موثريت يی هم ډير ټيټ ؤ٠ خو اوس د وښو د قيچی کولو په برخه کښی له ماشين الاتو څخه استفاده کوی ، نو د لاسا د ښار د ټولو چمنونو واښه په لسو ورځو کښی يو وار قينچی کيدای شی٠ د کار د موثريت د لوړيدو په اثر د کارګرو عائدات هم ډير لوړ شويدی٠ اوس ځينو کارګرو شخصی موټر اخيستی دی٠ تجربه لرونکی کارګرې پودرين چه د باغی چارو په اداره کښی يی د څه دپاسه شلو کالو دپاره کار کړيدی، خبريال ته وويل چه اوس د لاسا د ښار د باغی چارو د ادارې شهرت ورځ په ورځ جګ شوی او د کارګرو هوساينه هم لوړه شويده٠ مونږ په دی مناسبت ډير خوشحاله يو چه يوه ډيره ښه مشره لرو٠

دا چه اوس د لاسا د ښار د واټونو په دواړو خواوو کښی شنې ونې ولاړې دی او تازه ګلونه وده کوی، د باغوانانو د زحمتونو نتيجه ده٠ تر اوسه پوری د لاسا د ښاری سيمې يو پر دريمه برخه سمسوره شوی او د هر تن په حساب د عام سمسور ځای مساحت لسو مربع مترو ته رسيږی ٠

څرنګه چه لاسا په لوړ ځای کښی واقع دی او د اقليم زمينه يی ښه نده، نو په تيره اوږده موده کښی د ښار د سمسورولو دپاره د ونو قسمونه يی ډير کم وو او يوازی شن رنګ ليدل کيده٠ ميرمن څاو ګوۍ ژونګ له باغوانانو سره يو ځای د ونو د نويو ډولونو د روزلو دپاره ډير زيات کوششونه کړی او د لا سا د ښاريانو دپاره يی ډير ښکلی چاپيريال رامنځ ته کړيدی٠ تبتی اوسيدونکی کونګا وويل چه پخوا يوازی زمونږ په کورونو کښی ګلونه روزل کيدل ، خو د واټونو او سړکونو په دواړو خواوو کښی ګلونه او ونې نه ليدل کيدې٠ حال دا چه اوس د لا سا د ښار واټونه او نور ځايونه په ونو او ګلونو ډير ښکلی شويدی٠ په پسرلی، دوبی او منی کښی تازه ګلونه ليدل کيږی او منظره يی ډيره ښايسته ښکاری٠

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د لا سا د ښار د باغی چارو د رئيسی څاو ګوۍ ژونګ په باب څه معلومات واوريدل٠