<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-13 17:58:19    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – مونږ او اوريدونکی د خپرونې قدامنو اوريدونکو اسلام عليکم ! يوه اونې پای ته ورسيد او دا دی د بلې اونی پيل دی. مونږ هر يو عنايت الله رمز او چين جونګ . د دی اونې د خپرونی په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يو .

جونګ – اوس د مونږ او اوريدونکی د خپرونې وخت زيات شوی ، نو د اوريدونکو ډيرو ليکونو خپرولو ته امکانات برابر شويدی او د پخوا په پرتله به زمونږ محترم اوريدونکی د خپلو ليکونو ځواب ته ډير انتظار نه باسی . او د اوريدونکو دخوښی او خوشحالې په هيله به لومړی ليک ولولو .

رمز – دا ليک د افغانستان د مرکز کابل نه د هيواد د ورځپانی ژورنالست او زمونږ دايمی اوريدونکی ناصرشاه سرحدی راليږلی د سلامونو او ښو هيلو تر څنګ يی د افغانستان او چين ترمنځ د دوستی ښه ګاونډيتوب او يو د بل تر منځ د درناوی د اړيکو يادونه کړيده او هم يی د افغانستان د سولی په پرمختګ او بيا رغاونی په برخه کی د چين د ولسی جمهوريت د برخی اخيستی له امله مننه کړيده .

جونګ—ناصر شاه سرحدی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو او د ښو هيلو او دوستانه ليکونو يی مننه کوو . هيله ده چه د تل په شان خل ليکونه مونږ ته راواستوی .

رمز– دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد مردان نه زمونږ دوست او اوريدونکی نجاُ الدين يوسفزی چه په عين زمان کی قانون پوه هم دی .راليږلی او د سلامونو او مننې نه وروسته ليکی چه ما دا اميد نه لرلو چه زما خط ته به دومره ژر ځواب راکړی . ځکه تاسو ته به د نورو ډيرو اوريدونکو خطونه ميلاويږی . دا چه تاسو د دوی جوګه وګڼلم چه ځواب مو راکړ بيا هم ډيره مننه کوم . بيا پخپل ليک کی ليکی چه ستاسو

نوم څه دی ،ځکه په دنيا کی خوږ ټکی د انسان په غوږونو کی د هغه خپل نوم لګيږی . او هم يی ويلی دی که د قانون په باره کی کوم پروګرام نشر کوی ، نو هغه راته راوښيی .

جونګ – د محترم ورور نجاُ الدين يوسفزی صاحب نه ډيره مننه کوو چه زمونږ په هکله يی ښه نظر څرګند کړی او سلامونو ته يی هم سلامونه وايو ، البته مونږ خپل نومونه د هر پروګرام په پيل کی معرفی کوو ، خو بيا هم ستاسو د غوښتنې له امله بايد ووايو چه دغه خپرونه زه چين جونګ او زما افغانې همکار عنايت الله رمز د اوريدونکو د ليکونو پر بنسټ جوړوو او بيايی د هوا په راډيويی څپو کی وړاندی کوو . د قانون په هکله کومه خاصه خپرونه نه لرو ، تاسو کولای شی . نوری ډول ډول معلوماتی خپرونې زمونږ دا نترنيټ په پاڼـه کی ولولی . خوشحاله اوسی .

رمز – دا دوه ليکونه د صوبه سرحد کوهاټ ګهکول دريم نمبر کمپ څخه د اريوب د کلب مشر محمد اقبال بشر دوست اريوبی او ملګرو يی هر يوه جمال الدين ، محمد نعيم اجمير ، عبدالله او د کلب د نورو غړو له خوا رارسيدلی دی . د دوی په لومړی ليک کی څو مياشتې دمخه د افغانستان د هلمند په ولايت کی د يوی موسسی په موټر باندی د راکټ په جمله کی چه د دری تنو انجيزانو په شمول د پنځه تنو د نه سهادت سيا وګرځيد يادونه کړيده او ليکلی يی دی چه داسی پيسی غيراسلامی او غير انسانی عمل دی او د پيښو عاميلينو ته د افغانستان حکومت بايد سخته سزا ورکړی . ځکه د دا ډول پيښو رامنځته کوونکی جنايتکاران دی او هم د اسلام پر خلاف يو عمل دی .د بی ګناه ملکی کسانو وژنه بلکل حرام ګڼل کيږی .او دوهم ليک يی په ګوانتانامو کی د امريکا يی عسکرو له خوا د قران کريم د سپکاوی په هکله ليکل شوی او که چيری دا عمل شوی وی ، نو عاملنو ته دی سخته

سزا ورکړل شی او امريکا يی چارواکی دی هغه د قانون منګانو ته وسپاری .

جونګ – محترم ورور محمد اقبال بشر دوست اريوبی صاحب او د دوی د کلب ټولو غړو ته يی مونږ هم سملامونه وايو . ستاسو د دواړو ليکونو مهم ټکی خپاره

شول . هيله ده چه په راتلونکی کی هم مونږ ته ليکونه راواستوی . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د صوبه سرحد مانسهری دريم نمبر کمپ نه احمدالدين راليږلی د سملامونو نه وروسته ليکی چه زه يوه پوښتنه لرم هغه دا ده چه يوړوند او يو ګونګ دی . د ړوند مور مړه شوه .ګونګ به يی څنګه خبروی .

جونګ – احمدرالدين ته مونږ هم سلامونه وايو .ستاسو د پوښتنې په هکله بايد ووايو چه لومړی دی ګونګ د ړوند لاس راونيسی .او د هغی پر مور باندی دی کيږدی ، تر څو دا حس کړی چه مور يی مړه شويده . دوهمه لاره يی دا ده چه د ګونګ سترګی خو نور کسان وينې .نورو ته دی اشاره وکړی ، تر څو ړوند د خپلی مور د مړينې څخه خبر کړی . که بله کومه لاره ستاسو زده وی نومونږ ته يی وليکی .

رمز – دا دوه ليکونه د پاکستان دکرم انجسی نه زمونږ اوريدونکی حضرت ولی منګل راليږلی د ګيډی ګيډی سلامونو تر څنګ يی په لومړی ليک کی ليکلی چه مونږ ستاسی ټولی خپرونې په مينه او شوق سره اورو او نور خلک ورته تشويقوو چه د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونه واوری .بيا يی د مجلو او ورځپاڼو او هم د جنتری غوښتنه کړيده .البته هغه جنتری چه د پښتو ځانګی د همکارانو عکسو نه پکی چاپ شوی وی . په بل ليک کی يی د دوهمی نړيوالی جګړی په هکله ليکلی دی او د چين او جاپان د اړيکو په هکله يی معلومات غوښتې دی .

جونګ – حضرت ولی منګل صاحب دی زمونږ ځولی ځولی سلامونه ومنې زمونږ د پروګرامونو د تشويق له امله مو مننه کوو مجلی او مطبوعات به دروليږو او

د تاريخی پيښی د معلوماتو په هکله تاسو کولای شی په ځينو تاريخی کتابونو کی ولولی او په نورو ځانګرو خپرونو کی واوری . خوشحاله اوسی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری نه زمونږ دايمی اوريدونکی

قاری محراب الدين پريشان راليږلی لومړی يی سلامونه ليکلی او بيا يی ليکلی دی چه مونږ سره ملګری دی ، محمد عارف عرفان ، خان محمد خاکسار ، عبدالغياث همراز ، قاری انځرګل مسافر ، زيړګل زړه سواندی ، قاری نورور عاشق ، جمع الدين فريادی ، ډاکتر محمد اسماعيل احمدزی ، عطالرحمن اميری ، قاری عطا الله پرديسی ، سيدالرخمن چينايی ، محمد اسرا هيم اميری ، قاری بهرام خان اميری ، اغاګل ملنګ يار ، نور محمد پکتيا وال ، الله محمد پکتيا واله او محمد داؤ د همدرد ، وروسته بيا قاری محراب الدين پريشان زياتوی چه مونږ نوی کلب جوړ کړی او د کلب مشری زما په غاړه دی او هم يی ليکلی چه د چين د ولسی جمهوريت د ٥٥ کاليزی په وياړ د راډيويی سيالی جايزی می تر لاسه کړی ډير مننه کوو.

جونګ – قاری صاحب محراب الدين او ټولو ملګرو ته يی مونږ هم سلامونه وايو او دا چی زمونږ جايزه مو تر لاسه کړيده ډير خوشحاله شولو .رمز صاحب تاسو د قاری محراب الدين د دی ليک په هکله څه نور ويل غواړی .

رمز – چين جونګ جانی هوا بايد يادونه وکړو چه د قاری صاحب محراب الدين ليکونه او ياددوی د هر ملګری ليک چه مونږ ته رارسيږی دا ټول نومونه چه مخکی مو ياد کړل په تکرار سره ليکی زمونږ غوښتنه دا ده چه هر محترم اوريدونکی که چيری خپل ليک مونږ ته رااستوی نودنو مونو د تکرار څخه دی ډه ډه وکړی . دوهمه خبره چه وايم هغه دا چه کله کله د دوی نومونه او تخلصونه نه د کوم ټاکلی موخی پر بنا ليکل کيږی ، بلکی د ټوکو اويا خو د بل د ځورونی دپاره يی ليکی او يادا چه د

نورو مشهورو خلکو تخلص او نوم راوړی ، مثلاُ د دوی د کلب نوم د يوی موسسی نوم دی چه په ټوله نړۍ کی ورباندی تبصرې او خبرې دی .دوهم دوی خپل يو ملګری ابراهيم اميری نوموی چه دا د ازادی راډيو ډير تکړه وياند دی . دريم دوی پر خپل يو بل ملګری باندی الله محمد پکتيا واله نوم ايښی چه د نوموړی د تخلص وروستی هر د تاُښيث علامه ده او همدا رنګه خپل بل ملګری يی چينايی نومولی دی . په ډير درنښت سره هيله کوو چه داسی ليکونه اونومونه مونږ ته راواستوی چه د نورو دخوابدی سبب نشی او خدای مه کړه چه بله معنې تری راووځی .

جونګ – قاری صاحب محراب الدين پريشان او ملګرو خو به يی زمونږ خبری اوريدلی وی ، خدای دی وکړی چه زمونږ دوستانه مشوری په نظر کی ونيسی او خپل ليکونه مونږ ته راواستوی .

رمز – دا بل ليک چه پته يی سمه معلومه نه ده . خو پاکستان کويټه روډ يی د پاکډ پر مخ ليکلی او د محترمو اوريدونکو علام حيدر ، شيرخان ، نيازخان او محمد احسان له خوا راليږل شويدی . د سلامونو ترڅنګ زياتوی چه پروګرام مو هميشه اوروو ، خو وخت يی کم دی .

جونګ – محترم اوريدونکی غلام حيدراو نورو ملګرو ته يی سلامونه وايو او بايد څرګنده کړو چه د جولای د ٢٥ نيټې څخه زمونږ د دغی خپرونې وخت پنځه دقيقې نور هم زيات شويدی ، هيله ده چه قناعت مو حاصل شوی وی .

رمز – او دا وروستی ليک پدی لنډيو پيل کوو چه وايی :

کاغزه لاړ شه په هوا شه *** په بی پروا جانان می وايه سلامونه

کاغزه لاړشه په هوا شه *** د جګيدو په وخت کی واخله سلامونه

کاغزه لاړشه په هوا شه *** د پاکستان په لارو ځه چين ته رسوه سلامونه .

دا په لنډيو سره دسلامونو ډک ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری نه فضل الله راليږلی .وايی چه د مونږ او اوريدونکی پروګرام می ډير خوښيږی .او بياليکی چه د

خط پاکټ می په پور اخيستی او هم مهربانی وکړی مطبوعات او مجلی مونږ ته راوليږلی .

جونګ – محترم فضاالله صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنې مونږ به کوشش وکړو چه د دوی په پته مجلی ، مطبوعات او پاکټونه واستوو .