د چين د بين المللی راډيو دخبريال دخبر له مخی ، د پاکستان د انتخابی کميټې د روانې مياشتې په ١٢ نيټه وويل چه هغوی هرکلی کوی چه بين المللی کتونکی د پاکستان د محلی انتخاباتو د نظارت کولو لپاره د انتخاباتو هر مرکز ته ولاړ شی .
د نوموړی کميټې يوه مامور وويل چه نوموړی انتخابات يو داسی څرګند خصوصيت لری چه ښځو ته د رايو د ورکولو او انتيخابيدو پوره حقوق ورکول کيږی او دا د پاکستان په سياسی تاريخ کی لومړی ځل دی . برسيره پردی ، په نوموړو انتخاباتو کی به په هراړخيزه توګه د بزګرانو او ملی اقليتونو ګټې په نظر کی ونيسی .