د سين هوا اژانس دخبر له مخی ، د هسپانيې د ١٧ تنو عسکرو مړی د روانې مياشتې په ١٨ نيټه ماښام د هسپانيې د دفاع وزير جوس بونو په مشری د مادريد يوه نظامی ډګر ته وليږدول شول .
د هسپانيې يوه نظامی چورلکه د روانې مياشتې په ١٦ نيټه د افغانستان په هرات کی د خپلې دندې د ترسره کولو په ترڅ کی ولويدله او پکی ټول ١٧ تنه عسکر مړه شول . د تحقيقاتو له مخی ، نوموړی چورلکه له دی امله ولويدله چه په ټيټه فضا کی الوتله او له سخت باد سره مخامخ شوه او د طالبانو د ډزو د لګولو احتمال هم ليری شوی دی .