<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-20 18:23:27    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې عزتمنو اوريدونکو په سلامونومونمانځو زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ . دا دی بيا حاضر شوی يو ، تر څو د دی اونی د خپرونې په وړاندی کولو سره ، يو څو شيبی له تاسو سره د زړه خواله وکړو . خو مخکی له دی نه چه ليکونه ولولو بايد يادونه وکړو چه په روانه مياشت کی به مونږ بيا يوه راډيويی مسابقه پيل کړو چه د دی راډيويی مسابقې مهنونه د چين د قيمتی ټاپو – تايوان په هکله دی . د تيرو معلوماتی مسابقو په شان به مونږ په هره اونی کی د اوريدونکو د پوښتنوته د ځواب په برخه کی په دی باره کی معلومات وړاندی کړو او د هر مضمون په پای کی به دوی پوښتنی وړاندی کړو . د راډيو د مقاماتو خاصه قضاوت کوونکی کميټه به د دوستانو او ځوابيه ليکونو څخه په جلاجلا توګه لومړی ، دوهمه او دريمه درجه جايزی او خاصه غوره جايزه انتخابه کړی چه په دې جمله کی به د خاصې غوره جايزی اخيستونکو ته هغه نيک فرصت برابر شی کوم چه په راتلونکی کال کی به په وړيا توګه چين ته يو اونيز سفر وکړی .هيله ده چه ټول دوستان په فعاله توګه په نوموړی معلوماتی مسابقه کی برخه واخلی او ښه موفقيتونه لاس ته راوړی .

جونګ – رمز صاحب ، داسی معلوميږی چه زمونږ دې خپرونې ته ګيډی ګيډی ليکونه هم رارسيدلی او له دې څخه څرګنديږی چه زمونږ ډير اوريدونکی په شوق او ذوق سره خپرونه اوری او هم د خپلو ليکونوپه واسطه له مونږ سره خپلی اړيکی ټينګی ساتی .

رمز—هو زما همکاری ! همداسی ده .ته به دغه ګيډی ګيډی ليکونه وينی چه څه نا څه ٧٠ ليکونه دی د پاکستان د صوبه سرحد هريپوری جی ټی روډ افضل مارکيت نه د باختر د کلب مشر سيدالحمن بهير او د هريپور د ٢٠ نمبر کمپ نه د نوموړی کلب د غړو له خوا چه ټول يی زده کوونکی دی رارسيدلی دی .سيدالرحمن بهير صاحب او د باختر د کلب ډيرو خوږو اوريدونکو پخپلو ټولو ليکونو کی د معلوماتی مضمونو ، شعرونو او ادبی ټوټو تر څنګ د چين او افغانستان د هيوادونو او خلکو ترمنځ د ښه کاونديتوب او د وروری د اړيکو يادونه هم کړي ده او د دی هيله يی کيده چه دغه دوستی د تل دپاره همداسی ټينګه پاتی شی او افغانان تل دغه ښه دوستی پخپلو زړونو کی ساتی .

جونګ – محترم ورور سيدالرحمن بهير او د باختر د کلب ټولو غړو ته چه ډير زيار يی ايستلي او په جلاجلا توګه يی ليکونه مونږ رااستولې دي سلامونه وايو او د ليکونو څخه يی ډيره ډيره مننه کوو . مونږ هيله لرو چه دوی پخپلو ښوونځيو کی ښی زده کړی وکړی ، پوره پوهه تر لاسه کړي او بيا د خپلې دغی پوهې په مرسته خپل هيواد او حلکو ته خدمت وکړی . يو ځل بيا دوی ټولو ته برياليتوب غواړو او نورو ليکونو ته يی سترګی په لاره يو .

رمز – دا ليک د صوبه بلوچستان ژوب نه زمونږ دايمی اوريدونکی بشريار مندوخيل صاحب او د کلب ملګرو يی هر يوه نسيم ګل نسيم مندوخيل ، نظر مل مندوخيل ، ګلزار خان ارمانی ، هلال لرحمن احمد خيل شمس الرحمن او شيراب خان له خوا رارسيدلی او بيا ليکی چه د ټولو لوری ګړندی ، ګړندی ، د سپرلې د ګلونو غوندی ښايسته ، د غرونو غوندی جګ په عطرونو لړلی صميمانه ، ګلورين سلامونه او نيکی هيلې ومنی . بيا زياتوی چه د خپرونې وخت زيات کړی . د ليک په بل ځای کی بيا ليکی چه زما ليکونه نه خپروی او يا خو يی ډير کم خپروی . وروسته بيا زياتوی د دی ليک له لاری زما سلامونه د هوا په څپو کی اقبال بشردوست ، بدرالدين فريادی ، معشوق جان کامه وال ، سيدالرحمن بهير او نورو ټولو اوريدونکو ته ورسوی او د ليک په پای کی يی هيله کړيده چه زما د ملګری نسيم ګل نسيم غزل هم راته خپور کړی

جونګ—لومړی بشريار مندوخيل صاحب او د کلب ټولو غړو ته يی مونږ هم ځولی ځولی سلامونه وايو . د دوی د ګيلې په هکله بايد ووايو چه مونږ د بشريار مندوخيل صاحب ټولو ليکونه د شعرونو سره يو ځای خپاره کړيدی . سره له دی چه د خپرونی وخت مو ډير کم ؤ ، خو بيا هم مو د دوی غوښتنه پوره کړيده . خو د ده په شان زمونږ ډير اوريدونکي کله چه يی ليک خپور شی او بيا هغه دوی وانه اوری ، نو ګيله من شی او بيا ليکی چه زمونږ ليک نه خپروی . په داسی حال کی چه د هيڅ اوريدونکی ليک بی خپريدو نه پاتی کيږی اوس به رمز صاحب تاسو د مندوخيل د ملګری غزل هم ولولی :

رمز – ښه ده .

سورشفق په اسمان خپور شو ما ځيګر زخمی زخمی دی

د تيارو له تورو حشته ځلاند لمر زخمی زخمی دی

پټ په شپه وخدای ته ژاړی په ورځ ژع کولای نشی

بيا د کوم يزيد له لاسه هر ځيګر زخمی زخمی دی

د وخت غشو وی ويشتلې د ارمان نازکی پيغلې

زما د زړه کلې ويران شو که ګوګه زخمی زخمی دی

بيا د هجر په ويړغه دښت باندی ولاړيمه اسمانه

بيا می څرنګه تندی د مقدر زخمی زخمی دی

ورته وګوره نسيمه ما ځيګر يوازی نه دی

له وختونو د دی کلې هر سحر زخمی زخمی دی

جونګ – غزل خو يی ډير ښکلې ؤ . دا بل ليک د کوم اوريدونکی دی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد کوهاټ نه د اريانا د بی تنظيم مشر سيدوارث حنيفی راليږلی . ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيا ليکی چه مونږ ستاسو خپرونې په شوق او ذوق سره اورو او اوس د اريانا د ادبی تنظيم د غړو شمير ٣٥٠ تنو ته رسيدلی او دا تاسو ته د ډير افتخار او خوشحالی زيری دی . د ليک په بله برخه کی ليکی د پاکستان د سيدايالت په کراچی کی د پاک چينا دوستی کلب په نامه چه مشر يی زما يوه نژدی ملګری او خور ده او نوم يی سازيه تبسم دی . يو کلب پرانستی دی : شازی تبسم ډير زيار ايستلی او اوس يی د کلب د غړو شمير ٤٥ تنو ته رسيږی .

جونګ – سيدوارث حنيفې صاحب نه مونږ هم سلامونه وايو . زمونږ د خپرونو سره يی د زياتی علاقی او دوستی نه مننه کوو . او په دې خپرونه کی د شازی خور دوه ليکونه هم مونږ ته رارسيدلی چه رمز صاحب هغه راواخلی او څه يی ليکلي دی .

رمز – هو ! دا دوه ليکونه د پاک چينا دوستی د کلب مشری شازيی تبسم راليږلی . د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته ليکی مونږ د پاکستان د صوبه سند په کراچی کی د ژوند شپی سبا کوو . مونږ تل د پښتو سره مينه او مجت لرو . مونږ ته يوه ورځ د اريانا ادبی تنظيم مشر سيدوارث حنيفی تيلفون وکړ او تسای له پروګرام څخه يی خبر کړو . مونږ ورڅخه ډير خوشحاله شولو او ډير مننه مو ورڅخه وکړه . اوس زمونږ د کلب د غړو شمير ٤٥ تنو ته رسيږی .هيله ده چه زمونږ کلب ثبت کړی او مطبوعات مونږ ته راوليږی . په بل ليک کی يی د سلامونه وروسته ليکلی چه مونږ د خپلو ليکونو ځواب نه دی تر لاسه کړی .

جونګ – شازيی خور او د کلب ټولو غړو ته يی ځولی ځولی سلامونه وايو . د کلب د جوړيدو له امله ورته مبارکی وايو . مونږ به کوشش وکړو چه مطبوعات ستاسو په پته درواستوو . دا دی ليکونه مو خپاره شول . هيله ده چه اوريدلی مو وی ستاسو د نورو ليکونو په تمه .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع تيمر ګره تحصيل شمير باغ نه سليم هاشمی راليږلی د سلامونو او نيکو هيلو نه وروسته ليکی : زه د شعر سره ډيره مينه لرم . اوس می يوه شعری ټولګه د خپرولو دپاره تياره کړی . ډيره موده کيږی چه د چين د بين المللې راډيو پښتو خپرونه اورم يو خو زما ستا ژبه خوښه ده او بل ستا ټولې خپرونی راته راواستوی ډير به خوشحاله او تنده به می پردی ماته شی او د تاڅارل چی ښکار يی کړی خو سکارئ کړی .

جونګ – محترم سليم هاشمی صاحب ته سلامونه وايو د خپرونی څخه د ستاينې له امله يی مننه کوو . هڅه به وکړو چه مجلې او مطبوعات ورته واستوو .

رمز – دا څلرور ليکونه د پاکستان د کرم انيجسی د بيليا مينو کاڅ د فقيرانو کلې څخه شفيق الرحمن مقلديار له خوا رارسيدلی دی . د سلامونو نه وروسته يی په ځينو ليکونو کی شعرونه هم ليکلی دی . خو مونږ نه پوهيږو چه دا يی خپل شعرونه دی او يا يی د بل کوم شاعر شعرونه ليکلی دی . خو د يادونی خبره دا ده چه د شفيق الرحمن مقلديار ليکونه ډيری املا غلطی لری او په ځينو ليکونو يی پوره نه پوهيږو .

جونګ – شفيق الرحمن مقلد يار ته مونږ هم سلامونه وايو او ورڅخه هيله کوو چه پخپلو راتلونکو ليکون کی يی املايی غلطی کمی وی ، تر څو مونږ هغه ولوستلای شی .