د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د اګيست په شلمه نيټه د امريکی د سی ن ن د خبريال سره د مرکی په وخت کی دا خبره بيا تائيده کړه چه د کشمير د مسئلی د حل و فصل د جنوبی اسيا د سيمو د سولې د ساتنی لپاره ډير مهم دی ٠
هغه وويل چه د کشمير د مسئلی سوله ايز حل و فصل د پاکستان ، هند او کشمير د ګډو ګټو سره سمون خوری ٠ که چيری د کشمير مسئلی په ښه ډول حل شي ، پاکستان او هند وکولا شی چه لا زيات منابع د هيواد په اقتصادی ابادۍ او د ټولنی په ودانولو کی واچوی ٠