<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-25 16:40:36    
د قومی سيمه ايز خودمختاريت د نظام د عملی کيدو په حال کښی د تبت پرمختګ

cri

د ١٩٦٥ کال په سپتمبر کښی د چين د تبت خودمختاره سيمه په رسمی توګه جوړه شويده٠ له دی څخه څخه څرګند شوی چه تبت له پخوانی فيوډالی تسلط څخه د سوله ايزې ازادۍ له ګټلو نه څوارلس کاله وروسته په پوره توګه د غلامۍ د نظام له ټولنې څخه د سوسياليزم ابتدائی مرحلې ته ننوتلی دی ٠ وروسته له هغه يو مليون تبتيان له مساوی حقوقو څخه برخوردار دی او د چين د اساسی قانون له مخی يی په تبت کښی د قومی سيمه ايز خودمختاريت د نظام د عملی کيدو له لاری د تبت د څه دپاسه يو مليونو دوه لکو مربع کيلومترو خاورې په اداره کولو پيل کړيدی٠

د تبت د خودمختارې سيمې د ولسی کانګرس د دائمی کميټې رئيس لې چوې چه يو شپيته کلن دی، د قومی سيمه ايز خودمختاريت د نظام مستقيم شاهد دی٠ هغه خبريال ته وويل چه ٌ زه د تبت د جانګ ځی د ولسوالی په يوه بيوزلی کلی کښی وزيږيدلی يم ٠ د کوچنيتوب په وخت کښی می د غلامۍ د نظام ارتجاع او تياره او د اشرافو، معبدو او عالی ربته وو بودايانو لخوا د زحمتکښانو سخت استثمار وليد٠ په ١٩٥١ کال کښی تبت له فيوډالی تسلط څخه سوله ايزه ازادی وګټله او په دی اثر می د تعليماتو د منلو فرصت ترلاسه کړ٠ ورپسی ما د ښوونکی دنده اجرا کړه او د تبت د بيلا بيلو درجو په حکومتونو کښی می کار وکړ٠ په ٢٠٠٣ کال کښی می د تبت د خودمختارې سيمې د ولسی کانګرس د دائمی کميټې د رئيس دنده په غاړه اخيستې ده٠ دا چه نن سبا د لارښوونکی مامور په حيث د تبت د خلکو دپاره خدمتونه ترسره کوم، په زاړه تبت کښی په خوب کښی هم ونشول ليدل کيدای٠ د يادونې وړ خبره دا ده چه په تبت کښی زما په شان د تبتی قوم مامورين ډير زيات دی٠ ٌ

د تبت خودمختاره سيمه په چين کښی د ولايت په درجه د ملی اقليتونو له پنځو خودمختارو سيمو څخه شميرل کيږی٠ ښاغلی لې چوې وويل چه د تبت د خودمختارې سيمې ولسی کانګرس هم د دې خودمختارې سيمې محلی دولتی واک لرونکی ارګان دی او هم د قومی سيمه ايز خودمختاريت د نظام د عملی کولو دپاره قانونی سازمان هم ګڼل کيږی چه د خپلې سيمې د سترو چارو د اداره کولو په برخه کښی د تبت د بيلا بيلو قومونو د خلکو د حقوقو د ترسره کولو مهم ضمانت کوونکی ارګان هم دی٠ د ښاغلی لې چوې په نظر د تبت د خودمختارې سيمې د ولسی کانګرس له جوړښت څخه د قومی سيمه ايز خودمختاريت خصوصيت څرګند شويدی٠ ٌ په دی کانګرس کښی د تبتی قوم او نورو ملی اقليتونو د نماينده ګانو شمير د ټولو نماينده ګانو په سلو کښی څه دپاسه اويا برخه نيسی ، د بزګرانو، مالدارانو او نورو زحمتکښو خلکو د نماينده ګانو تناسب لوړ دی او د بودائی حلقې د مشهورو شخصيتونو او ژوندی بودايانو په شمول د مذهبی ټولنې هيواد پرست شخصيتونه هم په ټولو نماينده ګانو کښی برابر تناسب ساتل کيږی ، د هغو نماينده ګانو شمير چه په لوړ کالج او پوهنتون کښی يی تحصيلات موندلی، د ټولو نماينده ګانو نيمه برخه نيسی او پکښی د متخصصانو، پوهانو او نامتو شخصيتونو تناسب هم ګام په ګام لوړيږی ٠ ٌ

ښاغلی لې چوې له تبتی قوم څخه دی، هغه د چين د تبت د خودمختارې سيمې د يوه عالی رتبه مامور په توګه وويل چه د چين د اساسی قانون او د قومی سيمه ايز خودمختاريت په باب د قانون له مخی، د قومی سيمه ايز خودمختاريت د عملی کولو د سيمې په حيث د تبت د خودمختارې سيمې ولسی کانګرس نه يوازی په ولايتی درجه د نورو محلی دولتی ارګانونو په شان مربوط حقوق او واکونه لری، بلکه د سياست، اقتصاد ، کلتور او ټولنې د انکشاف په شمول د خپلې سيمې د کورنيو چارو د اداره کولو حقوق هم لری٠ د تبت ولسی کانګرس د تبت له حقايقو سره سم د خودمختاريت په باب مقررات او نور بيلا بيل ځانګړی مقررات هم جوړولای شی٠ دغه راز دا کانګرس د هيواد د يوه کوم مشخص قانون لخوا په ټاکل شوی صلاحيت د تبت د واقعی حالاتو له مخی د همدی قانون د تطبيق په باب د مطابقو مقرراتو د جوړولو حق هم لری٠

د روان کال تر جون پوری د تبت د خودمختارې سيمې ولسی کانګرس ټول دوه سوه اووه ديرش محلی قانونی مقررات او د قانونی مقرراتو اهميت لرونکی پريکړه ليکونه او فيصلې جوړې کړيدی چه دغه قانونی مقررات له سياسی، اقتصادی، کلتوری او تعليمی چارو سره اړيکی لری او د تبت د خودمختاری سيمې د اقتصاد او ټولنې د چټک انکشاف د پرمخبيولو دپاره يی ډير مهم رول لوبولی دی٠

د تبت له حکومتی مامورينو څخه د تبتيانو شمير اکثره برخه نيسی، تبتی ماشومان له لومړی ښوونځی څخه په وړيا توګه نهه کلن اجباری تعليمات ترلاسه کوی، د دوی د زده کړې په بهير کښی د تبتی ژبې زده کولو ته لومړی اهميت ورکول کيږی، ټول حکومتی اعلانونه او قانونی اسناد د تبتی او چينی ملی ليک دودونو دوه کاپی لری ٠ د تبت په تلويزونی او راډيويی خپرونو کښی د تبتی ژبې پروګرامونه نشريږی، تبتی قوم او په تبت کښی نور ملی اقليتونه په مساوی او هماهنګه توګه ګډ ژوند کوی٠ دوی اقتصاد او ټولنې ته د انکشاف ورکولو له حقوقو څخه د پوره برخوردار کيدو په عين وخت کښی خپل عنعنوی کلتور ته د دوام او پراختيا ورکولو حق او د مذهبی عقيدې ازادی هم لری ٠

د تبت د ټولنيزې اکاډمۍ تبتی پوهاند ګسانګ يسی چه له زياتو کالو راهيسی د تبتی قوم د عنعنوی کلتور په څيړنې او د مربوطو کتابونو په چاپ لاس پوری کوی، خبريال ته وويل چه له څو کالو راهيسی، مونږ د تبت د تاريخ، عنعنوی طب، نجوم ، مذهبی ډلو، ادبياتو او شعرونو په شمول د تبتی قوم د بيلا بيلو ساحو په باب ډير زيات لرغونی کتابونه تاليف اوچاپ کړيدی ٠

د تبت د خودمختارې سيمې د ولسی کانګرس د دائمی کميټې رئيس لې چوې په تبت کښی د قومی خودمختاريت د نظام د عملی کيدو له څلويښتو کالو راهيسی د تبت د انکشاف د يادولو په وخت کښی وويل چه د تبت بڼه بيخی نوی شوې ده ، اقتصاد يی هر کال په سلو کښی څه دپاسه لس زياتيږی ، ټولنه يی ثابته ده، د خلکو د ژوند سويه يی په پر له پسی توګه لوړيږی ٠ لنډه دا چه اوس تبت په ډيره ښه انکشافی موده کښی واقع دی٠