د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان سره د مرستی لپاره د م م د هيات نطاق ادريان ادوارد د اګست په پنځه ويشتمه نيټه په کابل کی د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو په ترڅ کی د امنيتی مسئلې په هکله انديښنه څرګنده کړه.
هغه په همدې ورځ په مطبوعاتی غونډه کی وويل چه نوموړی انتخابات تاريځی ارزښت لری، نو د انتخاباتو د امنيت تامين ډېر مهم دی مګر اوس د نوموړو انتخاباتو په بهير کی امنيتی مسئله لا هم تر ټولو د انديښنی وړ مسئله ده.