<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-08-27 17:02:05    
مونږ او اوريدونکی

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونې ګرانو اوريدونکو اسلام عليکم ! دا دی يوه اونی زمونږ د ژوند تيره شوه او نوی اونی مو پيل کړيده . زه عنايت الله رمز او زما همکاره چين جونګ بيا ستاسو په خدمت کی يو او د همدی اونی د خپرونې په وړاندی کولو به پيل وکړو .

جونګ – اوس به زمونږ اوريدونکی دخپلو راډيو ګانو تر څنګ ناست وی او د دی انتظار به باسی چه مونږ ورته څه وايو او د چا د ليک په خپرولو به پيل کوو .

رمز – خبره چه د ليکونو دخپرولو راغله نو دا لومړی ليک د پاکستان د صوبه سرحد باجوړ اينجسی نه د شاهينې ګلونه د کلب صدر صاحب جان رااستولی د سلامونو نه وروسته ليکی چه ماته ستاسو د پښتو خپرونې د خپريدو وخت نه دی معلوم که مهربانې وکړی دخپرونې وختو نه راته معرفې کړی .

جونګ – ګرانه وروره صاحب جان مونږ هم تاسو ته سلامونه وړاندی کوو . زمونږ پښتو خپرونه هره ورځ د افغانستان په وخت د ماښام له اوه نيمو بجو څخه تر اتو بجو پوری او بيا د شپی له اتو بجو څخه د شپی تر اته نيمو بجو پوری او د پاکستان په وخت هره ورځ د ماښام له اته بجو څخه تر اتو نيموبجو پوری او بيا د شپی له اته نيمو بجو څخه د شپی تر نهو بجو پوری خپريږی . دغه راز نوموړی خپرونه د همدی تيری شپی په سهار هره ورځ د افغانستان په وخت د سهار له شپږو نيمو بجو څخه او تر اوه بجو پوری او د پاکستان په وخت د سهار له اوه بجو څخه د سهار تر اوه نيموبجو پوری بيا تکرايږی . هيله ده چه قناعت مو حاصل شوی وی .

رمز – دا بل ليک د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهرا نه زمونږ دايمی اوريدونکی نورجان ارمانی راليږی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او بيايی

زياته کړيده چه زما دا ليک په سيالی کی شامل کړی .او د ليک په بله برخه کی يی ليکلی چه د ځينو ناروغيو لکه تورزيړی او داسی نورو په برخه کی معلومات وړاندی کړی . او د ليک په پای کی يی دا هم زياته کړيده چه تاسو د اوريدونکو سره تيلفونې رابط نه ټينګوی .

جونګ – نور جان ارمانی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو ، خو د ليکونو د سيالی په هکله بايد ووايو چه د دغی سيالی وخت لا څه ناڅه دوه مياشتې د مخه پای ته رسيدلی دی . د ناروغيو په هکله به مونږ کوشش وکړو چه د روغتيا په خپرونه کی څه معلومات وړاندی کړو ، البته په دی هکله مو که چيری د مسلک د خاوندانو څخه معلومات تر لاسه کړل . د تيلفون د اړيکو د تاُمين په هکله بايد ووايو چه زمونږ دخپرونې وخت په عمومی توګه ډير محدود دی او له دې امله نشو کولای چه په تفصيل سره خپرونې وړاندی کړو بيا هم به ستاسو مشوری او وړانديزونه په نظر کی و نيسو که چيری امکانات برابر شول ، نو هرومرو د تيلفونی اړيکو يوی خپرونې ته هم ځای ورکړو . خوشحاله اوس .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد مردان د بائی پاس روډ غز نوی کالونی نه محمد عثمان مردانوی راليږلی . لومړی يی سلامونه ليکلی او بيا يی زياته کړيده چه څه مو ده کيږی چه ستاسو ځوابی ليکونه موندی تر لاسه کړی بيا هم زمونږ د کلب ټول غړی ستاسی خپرونې په شوق او ذوق سره اوری او د چين د خلکو سر ه ډيره مينه لرو . که چيری ستاسو څه پکار وی نو هرومرو يی ما ته وليکی .

جونګ – محترم ورور محمد عثمان مردانوی صاحب دی زمونږ سلامونه هم ومنی . ستاسو د مهربانی نه ډيره مننه کوو . زمونږ هيڅ نه دی پکار يوازی ستاسو روغتيا غواړو . ځوابی ليکونه به هم درواستوو .

رمز – دا ليک زمونږ دايمی اوريدونکی حضرت ولی منګل د کرم اينجسی ی ګالی کمپ څخه يی مونږ ته رااستولی او پخپل ليک کی د سلامونو نه وروسته داسی ليکی : ستاسو له طرفه په يوی راليږل شوی مجلی باندی د کلب د دوو غړو تر منځ خونړی جګړه وشوه . وايی چه جګړه هغه وخت رامنځته شوه کله چه د کلب دوو غړو محمد يوسف او نعيم پر راليږل شوی مجلې باندی د ملکيت دعوه وکړه . د دوی تر منځ د دعوو او ناندريو نه وروسته خبره سوک او څپړی نه ولاړه او وروسته په درنه جګړه بدله شوه چه غټی وسلې هم پکی استعمال شوی .اوس دواړه په سنګر کی يو او بل ته مخامخ ولاړ دی . خو جګړه هغه وخت لږ څه سړه شوه چه د چين د بين المللې راډيو ټولو کارکوونکو په وار سره د يوی يوی مجلې چه شمير يی ١٢ ته رسيږی وعده وکړه ، نو که چيری مونږ ته مجلې راوليږی ، مونږ به دجګړی نه لاس واخلو .

جونګ – محترم ورور حضرت منګل او د دوی د کلب هغو ملګرو ته چه په سنګر کی ناست دی ډير ډير سلامونه وړاندی کوو . تاسو زمونږ په راليږل شويو مجلو باندی دومره ژر د جګړی په سنګر کی مه کينې . مونږ په هرو مجلې او مطبوعات تاسو ته دروليږو . خوشحاله اوسی او په دوستی کی ژوند وکړی .

رمز – دا ليک د پاکستان د صوبه سرحد مانسهری څخه ښاغلې نملام رسول راليږلې دې او خپل ملګری محمد عارف عرفان ، ګل رسول ، سيداګل ، جنت ګل او نور معرفی کوی . وروسته د سلامونو نه زياتوی چه مونږ ته مجلې او نور نشراتی مواد راوليږی .

جونګ – ښاغلې غلام رسول دی زمونږ سلامونه هم ومنی ، مجلې او مطبوعات به وروليږو .

رمز – دا ليک هم د پاکستان د صوبه سرحد ضلع وتحصيل مانسهرې څخه

مونږ ته رارسيدلی دی . د ليک ليکونکی ښاغلې قدرت الله ارمانی دی . د ګيډی ګيډی سلامونو نه وروسته وايی چه زه ستاسو ټول پروګرامونه په شوق او ذوق سره اورم . دوی هم ليکی چه پاکټونه او مجلې مونږ ته راوليږی .

جونګ – قدرت الله ارمانی صاحب ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو. مجلې او پاکټونه به هرومرو د دوی په پته وروليږو .

رمز – زمونږ پوښتنو ته د ځواب په پاڼه کی دا ليک د افغانستان د هيواد د ورځپاڼې د ژورناليست ښاغلې ناصرشاه سرحدی له خواُ رارسيدلې . زمونږ د خپرونو د اوريدو په هکله يی نظرونه او وړانديزونه راليږلی او دا يی هم زياته کړيده چه په کابل کی د سی ار ای پښتو خپرونه ښه اوريدل کيږی .

جونګ – محترم ناصر شاه سرحدی صاحب ته مونږ هم سلامونه وايو د نظريو او وړانديزونو څخه يی مننه کوو. هيله ده چه په راتلونکی کی هم خپل ليکونه مونږ ته راورسوی .

رمز – چين جونګ جانی ، د هغو اوريدونکو ليکونه چه مونږ ته په دی وروستيو وختونو کی رارسيدلی ؤ و مولوستل ، خو د محترمو اوريدونکو څخه هيله کوو چه کوشش وکړی خپل ليکونه په واخع او ښکلې خط مونږ ته وليکی ، تر څو يی د ليک په مطلب ښه پوره شو اويا خدای مه کړه چه نومونه يی غلط ونه لولو .

جونګ اوريدونکی به هرومرو زمونږ هيلې په پام کی ونيسی او خپل ليکونه به په ښکلې خط وليکی او مونږ ته به يی راوليږی د محترمو اوريدونکو د زياتو ليکونو په تمه يو .