د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د افغانستان د پوليسو چارواکی د اګيسټ په ٢٨ نيټه دا تصديق وکړ چه د افغانستان يو پارلمانی کانديد د اګيسټ په ٢٧ نيټه د اروزګان په ولايت کی د بريد په اثر ووژل شو .
د معلوماتو له مخی نوموړی کانديد د اروزګان د ولايت مرکز تيرين کوټ ته په نژدی ځای کی د وسله والو عناصرو له حملی سره مخامخ شو .
د نوموړی ولايت والی په همدی ورځ له دی امله طالبان وغندل او و يی ويل چه ددوی د نوموړی عمل ناوړه مقصد د هيواد د پارلمانی انتخاباتو ورانول دي . ټاکله شوی ده چه دغه انتخابات به د سپټمبر په اتلسمه نيټه پيل شی . مګر تر اوسه پوری طالبانو هيڅ څه نه دی څرګند کړی چه دوی به د نوموړی پيښی په مقابل کی مسئوليت په غاړه واخلی .